د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۲

د طالبانو ترواک لاندې کابل ښاروالی د قربانۍ د مالونو د خرڅلاو لپاره ځانګړې سیمي ټاکلي دي


انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

په داسې حال کې چې لوی یا د قربانۍ اختر ته یوازې څو ورځې پاتې دي د طالبانو حکومت تر واک لاندې کابل ښاروالې وايي، په کابل ښار کې یې د څارویو د پلور او پیر لپاره ۱۲ ځایونه ځانکړي کړي او له ټولو ښاریانو یې غوښتي چې یوازې له همدې ځایونو څاروي وپیري.

د دغه ښاروالې ویاند نعمت الله بارکزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په یوې رالېږلې ویدیو کې ویلي، په دې ځانګړیو شویو ځایونو کې د کانګو ویروس د مخنیوي لپاره د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د دوا شیندلو پروګرامونه هم ولري.

له ټولو ښاریانو هیله لرو چې مونږ سره فرهنګي همکاري ولري او د واټونو پر سر څاروي وانخلي
د کابل ښاروالی ویاند، نعمت الله بارکزی

"له ټولو ښاریانو هیله کوو چې یوازې له همدې ځایونو څاروي واخلي، دلته د کانګو ویروس د مخنیوي لپاره د عامې روغتیا وزارت ټیمونه هم شته، چې د څارویو په پوستکي او پشم کې وي او دوی به خپله دوا پاشي ولري، له ټولو ښاریانو هیله لرو چې مونږ سره فرهنګي همکاري ولري او هغه کسان چې د واټونو پر سر څاروي خرڅوي له هغوی یې وانخلي، د کابل ښاروالې د سروې او څارنې سیار ټیمونه به هم په ساحو کې خپلې ګزمې ولري او ستونزو ته به رسیدنه وکړي."

په همغه معالوماتو کې چې کابل ښاروالې له ازادي راډیو سره شریک کړي، د کابل اوسېدونکو ته د څارویو اخیستلو لپاره دا ځایونه مشخص شوي دي.

د لوګر په نوم د ټیلو ټانک شاته د شهدای صالحین سرک، اریا ښارګوټي ته څیرمه، د دارالمان ماڼۍ شاته، د کمپنۍ نخاس، قعله برقي کې د اتمې امنیتي حوزې شاته، قعله زمان خان کې پل پاچا ته څیرمه، د قعله زمان خان شپیته متره سرک ته څیرمه الوخیل سیمه.

دغه شان احمد شاه بابا مېنه کې د ماموریت څلور لاري لویدیځ ته، مزار هډې نه تیر شوی د سړک چپ خواته، پلچرخي کې د عزیزي هوتک بازار، د کابل لوګر د سرک په اوږدو کې د ملک شیر اغا سرای امرو بازار او د بګرامیو سرک په اوږدو کې پله نه اوښتی ټیلو ټانک ته څیرمه.

په ورته وخت کې یو شمیر کابل ښاریان له هغو کسانو چې قرباني کوي غواړي چې د چاپیرال ساتنې ته جدي پام واړوي او په ښار، واټونو او کوڅو کې د ککړتیا لامل نه شي.

د کابل ښار اوسېدونکو خالد او مصطفی ازادي راډیو ته وویل،

دوی له قربانۍ ورسته د خپلو بلاکونو د مخې صفايي نه کوي، چې بیا ډیر بد بوی ورکوي او ډیر مرضونه ورنه پیدا کېږي
مصطفی، د کابل اوسیدنکی

"د لوی اختر په ورځ ډیر خلک د خپل کور مخې ته د قربانۍ وینې او ګڼده ګي پرېږدي، کوم چې ماحول هم خرابوي او صحت لپاره هم زیان لري، نو له ټولو دوستانو او هیوادوالو مې دا غوښتنه ده، چې دې ته پام کې وشي. "

" دوی له قربانۍ ورسته د خپلو بلاکونو د مخې صفايي نه کوي، چې بیا ډیر بد بوی ورکوي او ډیر مرضونه ورنه پیدا کېږي، زما له خپلو ټولو مسلمانانو ورونو نه هیله دا ده، چې کله قرباني وشوه، هغه پاتې شوني چې پاتې کېږي، هغه یا په یو سم ځای کې خښ کړي یا یې مناسب ځای کې واچوي. "


د طالبانو حکومت تر واک لاندې کابل ښاروالې هم له کابل ښاریانو همدا هیله کړې او ویلي چې د قرباني شویو څاریو پاتې شوني د ښاروالې له خوا ځانکړو شویو لویو سطلونو کې واچوي.

کابل ښاروالې ویلي د دوی اړوند کارکوونکي دنده لري چې په هرو شپږو ساعتونو کې دا سطلونه تش کړي او د بیا استفادې وړ یې وګرځوي.

د یادونې ده چې سعودي عربستان جمعه د غبرګولي ۱۵ عرفه او ۱۶ مه د لوی یا قربانۍ اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې خو د طالبانو حکومت ویلي، چې افغانستان کې به شنبه د غبرګولي ۱۷ د اختر لومړۍ ورځ وي.

XS
SM
MD
LG