د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۱

په یوه اوونۍ کې تر یو لک زیات افغان کډوال له پاکستان او ایران وطن ته ستانه شوي


کندهار کې له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال
کندهار کې له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال

«ای او ایم» تېره ورځ د یو نوي راپور په خپرولو زیاته کړې چې د می میاشتې له ۱۸مې تر ۲۴مې پورې له ایران او پاکستانه له ۱۰۴ زرو زیات کسان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالو په اړه د ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان د پالیسو له سختېدو سره هم مهاله، د کډوالو نړیوال سازمان (ای او ایم) وروستۍ شمېرې ښیي چې د مې میاشتې په دریمه اونۍ کې، افغانستان ته د راستنیدونکو شمیر د هغو کسانو په پرتله له دوه چندو زیات و چې له هیواده وتلي دي.

په راپور کې وړاندې راغلي چې د مې له ۱۸مې تر ۲۴پورې ۶۱ زره او ۱۳۲ کسان له ایرانه او ۴۳ زره او ۷۴۱ کسان بیا له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په راپور کې زیاته شوې چې د راستنیدونکو ۷۳ سلنه له ایرانه په زوره ایستل یا رد مرز شوي، ۱۶ سلنه یې په خپله خوښه راستانه شوي، او ۱۲سلنه یې د ناامنۍ د احساسولو له امله له ایرانه وتلي دي.

دغه راز، د نیول کیدو له امله ویره، ځورونې او ایستل، د استوګنې د اسنادو نه درلودل، د ټولنیزو او اقتصادي فشارونو زیاتوالی، او د کورنۍ دغړو نیول یا ایستل بیا له پاکستانه د دې کسانو د بېرته ستنېدو اصلي لاملونه بلل شوي دي.

یو افغان کډوال چې په دې وروستیو کې له پاکستانه افغانستان ته ستون شوی او اوس د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې اوسېږي او نه یېغوښتل چې په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې د خپلو ستونزو په اړه وویل:

«موږ چې تورخم ته راغلو ویل چې د تاسو کارت ته په کتو ۳۷۵ ډالر درکوو، خو چې راغلو نه ډالر وه او نه هېڅ نور، دلته چې راغلي یو له ګڼو ستونزو سره مخ یو، دلته مو مالي وضعیت ډېر خراب دی، هر چېرې چې ولاړ شو هماغه زموږ د کارت نمبر مو اخلي خو تر اوسه یې کومه مرسته راسره نه ده کړې»

په ایران کې یو افغان کډوال، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته هم وویل:

«موږ لا ایران کې یو او تر اوسه نه یو ایستل شوي، خو په ایران کې وضعیت ډېر وخیم دی، کورنۍ ډېرې ځوروي او کډې یې له کورونو ایستهاچوي، نیول ډېر دي، خلک ډېر ځورول کېږي، څه موده وړاندې مې ورور له خپلې کورنۍ سره دلته راروان وه، خو بیرته وشړل شو»

د کډوالو نړیوال سازمان (ای او ایم) هم د مې میاشتې د دریمې اونۍ په راپور کې ویلي چې په دې موده کې ۴۸ زره او ۲۴ کسان له افغانستانه وتلي، چې ۶۴ سلنه یې پاکستان او ۳۶ سلنه یې ایران ته تللي دي.

دوی د دې لاملونه تر ډېره د روغتیايي ستونزو د حل هڅې، تعلیم، یا د کورنۍ غړو سره لیدل او په دې هیوادونو کې د ژوند کولو اراده بللې ده.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې د دوی د افغانستان د ډي ټي ایم پروګرام هر هغه کس حسابوي چې د اسلام کلا، میلک، سپین بولدک، غلام خان او تورخم د پولو له لارې دغه هیواد ته ننوځي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (یو ان اچ سي ار) څلور ورځې وړاندې په خپله ایکس پاڼه لیکلي وه چې د روان کال د اپریل او میپه تیرو دوو میاشتو کې له نیم ملیون ډیر افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.

د د سازمان په خبره، ډیری دا کسان په زوره ستانه کړل شوي چې ډېره برخه یې له ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان او ایرانه دي.

XS
SM
MD
LG