د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۵

واشنګټن د افغانانو د بیا مېشتولو مسوله اداره بندوي؛ افغان ایواک دا پرېکړه "د ژمنو خلاف" بولي


امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې هېواد کانګرس ته خبر ورکړی دی، چې د افغانانو د مېشتولو د هڅو تنظیموونکې اداره (CARE) بندوي.
اسوشېیټډ پرېس خبري اژانس د مې په ۳۰مه راپور ورکړی چې د دې ادارې مسؤلیتونه به د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان چارو دفتر ته وسپارل شي.

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان پناه غوښتونکي، چې د امریکا متحده ایالاتو ته د تګ پي ۱ او پي ۲ کیسونه لري، د افغانانو د مېشتولو د هڅو د تنظیموونکې ادارې یا CARE د تړل کېدو په اړه د دې هېواد اعلان اندېښمن کړي دي.

دوی وايي که دا اداره تړل کېږي، په دې سره په دوهمو هېوادونو کې مېشت زرګونه هغه افغانې کورنۍ، چې په افغانستان کې یې د امریکا ګټو ته کار کړی، بې سرنوشته کېږي.

په پاکستان کې، په اسلام‌اباد کې مېشت د پي ۲ یو کیس لرونکی، چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل چې له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې په دې تمه په پاکستان کې مېشت دی، چې یوه ورځ به متحده ایالاتو ته انتقال شي، خو په خبره یې اوس یې دا هیله له منځه تلونکې ده.

"په سر کې دوی د پي ۲ پروسه وځنډوله، چې تر اوسه یې نه د شروع کېدو او نه د بندېدو په اړه کوم خبر نشته، اوس د CARE د دفتر تړل د افغانانو ترمنځ اندېښنې نورې هم زیاتوي، ځکه موږ په افغانستان کې د امریکا د ګټو لپاره کار کړی او بېرته افغانستان ته مو تګ ناممکن دی."

په اسلام‌اباد کې یو بل مېشت افغان پناه غوښتونکی، چې دا هم د پي ۲ کیس لري، وايي په داسې حال کې چې په پاکستان کې افغان کډوال تر بل هر وخت له ستونزو سره مخ دي، د امریکا له لوري د CARE ادارې تړل د دغه افغان پناه غوښتونکو لپاره یو بل اندېښمنوونکی خبر دی.

دی وايي، په وروستیو کې پاکستاني حکومت د افغان پناه غوښتونکو د نیولو او شړلو پروسه تېزه کړې ده، او دا چې که افغان پناه غوښتونکي له دې هېواده ایستل کېږي، په افغانستان کې ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي.

"عموماً هغه افغان پناه غوښتونکي، چې ویزې نه لري، د شړلو له خطر سره مخ دي. هره ورځ پولیس کور په کور ګرځي او هغه افغانان نیسي، چې ویزې نه لري، او دوی د تورخم له لارې افغانستان ته اړوي، او دا تر ډېره هغه افغانان دي چې په خپل وطن کې یې ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ دی."

په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو یوه مدافع ټولنه "افغان ایواک" د بهرنیو چارو وزارت دا اقدام غندلی دی.

د افغان ایواک ټولنې مشر شان وندایور په خپله د ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه کې، په یوه بیان کې لیکلي، چې د ډونالډ ټرمپ حکومت د افغانانو د مېشتولو د هڅو یوازینۍ تنظیموونکې اداره، چې د افغانانو په مېشتولو متمرکزه وه، ختمه کړه.

نوموړي ویلي: "عامو خلکو ته له وضاحت ورکولو پرته، د انتقال له پلان او یا ماموریت باندې د نوي تاکید پرته" د دغې ادارې بندول "د امریکا د ارزښتونو او ژمنو سره خیانت" دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو لیک کې د دې هېواد کانګرس ته خبر ورکړی دی، چې د افغانانو د مېشتولو د هڅو تنظیموونکې اداره (CARE) بندوي.

اسوشېیټډ پرېس خبري اژانس د مې په ۳۰مه راپور ورکړی او د دغه لیک پر بنسټ یې ویلي دي، چې د دې ادارې مسؤلیتونه به د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان چارو دفتر ته وسپارل شي.

په راپور کې راغلي، چې دا لیک د مې په ۲۹مه کانګرس ته استول شوی دی.

اسوشېیټډ پرېس ویلي، دا کار د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د تشکیلاتو د نوي چوکاټ بندۍ یوه برخه ده، چې له مخې یې اداري جوړښت او کاري ځواک کم شي.

په همدې حال کې د کډوالو د برخې یو شمېر شنونکي وايي، چې د امریکا متحده ایالات په دې کار سره خپل متحدین هیروي.

له ډلې یې، په اسلام‌اباد کې مېشت د کډوالو د برخې یو پوه، چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل:

"له بده مرغه داسې ښکاري، چې د امریکا متحده ایالاتو ته نور د افغان پناه غوښتونکو موضوع لومړیتوب نه لري، او دا د هغه کسانو په حق کې ظلم دی، چې په افغانستان کې یې د امریکا په ماموریت کې برخه اخیستې ده. که څه هم افغان پناه غوښتونکي فکر کاوه، چې د ټرمپ له درې میاشتني فرمان د مودې له پای ته رسېدو وروسته به دا پروسه بېرته پیل شي، خو نه یوازې پروسه پیل نه شوه، بلکې وضعیت نور هم خرابېدونکی دی."

دی وايي، د امریکا له لوري د لېږد د روښانه پلان پرته، د CARE دفتر له منځه وړل به د افغان کډوالو ملاتړ په جدي ډول ګډوډ کړي.

د افغانانو د مېشتولو د هڅو تنظیموونکې اداره، په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو دوه میاشتې وروسته جوړه شوې وه.

د دغې ادارې د جوړولو هدف دا و، چې له هغو افغانانو سره مرسته وکړي، چې په تېرو شاوخوا ۲۰ کلونو کې له امریکايي ځواکونو سره یې کار او همکاري کړې وه، او په متحدو ایالتونو کې د اوسېدو شرایطو ته برابر دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته تر بیا ځلي رسېدو وروسته، د روان کال په جنورۍ کې د یو ځانګړي اجرايي فرمان په ترڅ کې، امریکا ته د شرایطو برابر افغان پناه غوښتونکو د ورتګ مخه ونیوله.

سپینې ماڼۍ ویلي وو، چې په دې برخه کې لا نورو امنیتي څېړنو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG