ځینو ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالۍ چارو عمومي مدیر نادر یار احمدي ویلي چې د کډوالو اوږدمهاله شتون د ایرانیانو اندېښنې راپارولي دي.
په ایران کې مېشت افغان کډوال بیا وايي چې افغانستان ته یې ستنېدل به دوی له تیاره او ناڅرګند راتلونکي سره مخ کړي.
۵۴ کلن محمد اصف په ایران کې د یوې څلور کسیزې کورنۍ مشر دی.
دی وايي، چې له څلوېښتو کلونو راهیسې په ایران کې ژوند کوي او خپل ژوند یې جوړ کړی، ماشومان یې هم په دغه هېواد کې ښوونځیو ته ځي.
خو اوس چې د دوی د سرشمېرنې فورمې نه نوي کېږي او باید افغانستان ته ستانه شي، دوی خپل او خپلو ماشومانو د راتلونکي په اړه اندېښمن دي او په خبره یې، خپل هېواد ته په ستنېدو سره به له نامعلوم برخلیک سره مخ شي.
محمد اصف د پنجشنبې په ورځ د غويي په ۲۹مه ازادي راډیو ته وویل:
"اوس یې نور اخطار راکړی چې وباسي مو، او له ایران نه باید ووځو، وايي که ولاړ نه شئ، د کار پیسې نه درکول کېږي، نه موږ خپل حساب کتاب کولای شو او نه هم د کور لپاره مخکې ورکړل شوې پیسې بېرته اخیستی شو. دا اعلان یې هم کړی چې اولادونه مو ښوونځیو کې نه نیول کېږي. زموږ اندېښنه د اولادونو په اړه ده. دوه میاشتې مخکې زما یوه ۱۰ کلنه لور فلج وه، شپه وه، درې روغتونونو ته مو یوړه، ویې نه منله. بالاخره په یوه روغتون کې د شپې له دریو بجو د سهار تر شپږو بجو یې رانه ۱۵ میلیونه تومانه واخیستل او د سهار شپږ بجې مې لور مړه شوه."
یو بل افغان کډوال او په ایران کې د یوې شپږ کسیزې کورنۍ مشر قدرتالله هم ورته اندېښنه لري:
"ټوله کورنۍ مې د سرشمېرنې کارتونه لري، موږ ته یې وویل چې د دریمې میاشتې یعنې جوزا تر ۲۸ نېټې وخت لرئ او د وتلو نوبت ونیسئ، که نه نو فورمه به مو باطله شي. زموږ اندېښنه دا ده چې زموږ لوڼې که افغانستان ته ولاړې شي، هلته زده کړې نه شي کولای. زموږ زامنو ته به هم د درس زمینه برابره شي که نه؟ اندېښنه مو د خپلو اولادونو د زده کړو په اړه ده. یوه لور مې له همدا اوس ژاړي او وایي، پلاره که افغانستان ته ولاړ شو، ما ته د زده کړو اجازه نه راکول کېږي، زه به څه کوم؟"
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو عمومي مدیر په دې وروستیو کې د کډوالو د سرشمېرنې د کارتونو د لغوه کولو او د بې اسنادو کډوالو لپاره د تعلیمي او روغتیايي خدمتونو د بندېدو اعلان وکړ.
د ایرنا په ګډون ځینو ایراني رسنیو د نادر یار احمدي په حواله راپور ورکړی چې د کډوالو دوامداره شتون د دغه هېواد په مهمو زیربناوو لکه تعلیم او روغتیايي سکتور باندې د پام وړ فشار راوستی او د ایرانیانو اندېښنې یې راپارولي دي.
دغه ایراني چارواکي ویلي چې د سرشمېرنې کارتونه چې مخکې د ۱۴۰۳ کال تر پایه د اعتبار وړ وو، له دې وروسته به یې موده ونه غځول شي.
ده زیاته کړې چې:
"د قانوني اسنادو نه لرونکي کسان به له دې وروسته زده کړو او روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی ونه لري، او ماشومان یې یوازې په معتبرو اسنادو خپلو زده کړو ته دوام ورکولی شي."
دغه ایراني چارواکي له افغانانو غوښتي چې په خپله خوښه له ایران ووځي او زیاته کړې یې ده، هغه کسان چې په خپله خوښه له ایران وځي، کېدای شي د ویزې ځانګړي امتیازات ترلاسه کړي.
په دې سره، نوموړي خبرداری ورکړی، هغه کسان چې په ناقانونه توګه پاتې کېږي، نیول کېږي یا ایستل کېږي او دا ډول فرصتونه به له لاسه ورکړي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت چارواکو د ۱۴۰۳ کال په حوت میاشت کې اعلان کړی و چې په ایران کې غیر قانوني افغان کډوال به له روغتیايي، تعلیمي او نورو خدمتونو بې برخې شي او دا پرېکړه به د ۱۴۰۴ کال د حمل له لومړۍ نېټې عملي شي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې په ایران کې د افغان کډوالو د سرشمېرنې د کارتونو د لغوه کېدو اعلان کوي، چې له ایران نه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ لا هم روانه ده او د راپورونو له مخې، هره ورځ له دغه هېواده افغانستان ته زرګونه افغانان ایستل کېږي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (یوناېناېچسيار) د یوه راپور له مخې، د روان کال له پیله د مې تر ۱۳مې نېټې پورې شاوخوا ۵۷۳ زره افغانان له ایران نه افغانستان ته ستانه کړل شوي چې له دې ډلې ۲۹۳ زره او ۶۰۰ یې په زوره ایستل شوي دي.
که څه هم څرګنده نه ده چې په ایران کې څومره افغانان د سرشمېرنې په کارتونو اوسیږي، خو د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني د تېر کال په دلوې میاشت کې د دغه هېواد رسنیو ته ویلي و چې په دغه هېواد کې شاوخوا شپږ میلیونه بهرني وګړي ژوند کوي چې ډېری یې افغانان دي.