خبرونه
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي چې تهران له امریکا سره اتومي تړون ته نهدی رسېدلی او لا هم واټن شته

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي چې هیواد یې لاهم له امریکا سره د ایران د اټومي پروګرام په اړه هوکړې ته نه دی رسیدلې او ترې لرې دی.
عباس عراقچي پرون په ایکسپاڼه کې ولیکل چې رسنۍ په لنډ وخت کې د ایران او امریکا ترمنځ د یوې هوکړې اټکلونه کوي خو دی ډاډه نه دی چې خبرې دې پړاو ته رسیدلې دي.
ښاغلي عراقچي زیاته کړه چې ایران د یوې دیپلوماتیکي حل لارې غوښتونکی دی چې د ټولو خواوو ګټې پکې خوندې شي خو دې مرحلې ته د رسیدو لپاره اړتیا ده چې پر ایران ټول لګیدلي بندیزونه لرې شي او د ایران اټومي حقونه د یورانیم د غني کولو په شمول خوندې شي.
تر دې څرګندونو مخکې سي این این تلویزیون راپور ورکړی و چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه به په نږدې راتلونکې کې د واشنګتن او تهران ترمنځ موافقه وشي.
د امریکا او ایران ترمنځ د ایران د اټومي تاسیساتو په اړه پنځم پړاو خبرې د مې په درویشتمه د عمان په منځګړیتوب وشوې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
امریکا کې د یو شمېر افغان کډوالو د موقتي خوندیتوب د وضیعت پر لغوه کیدو د انتقادونو دوام

دوو امریکايي سناتورانو د افغانانو لپاره د موقتي خوندیتوب وضعیت لغوه کول "یو تاریخي خیانت" بللی دی.
جین شاهین او لیزا مورکاوسکي، چې د امریکا د سنا مجلس غړې دي، د دې هېواد د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزیرانو ته په یو لیک کې لیکلي چې د افغانانو لپاره د موقتي خوندیتوب وضعیت لغوه کېدل، د زرګونو افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي، په ځانګړې توګه د هغو افغانانو چې د امریکا تر څنګ ولاړ وو.
د دغو سناتورانو په وینا، په افغانستان کې د وضعیت د خرابوالي په پام کې نیولو سره، د هغو افغانانو لپاره چې اوس په امریکا کې ژوند کوي، د موقتي خوندیتوب وضعیت لغوه کول هغوی د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د حقیقي ګواښ، ځورونې، تاوتریخوالي او حتی مرګ له خطر سره مخامخ کوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا د کورني امنیت وزارت شاوخوا درې اونۍ وړاندې اعلان وکړ چې د افغان کډوالو لپاره د موقتي خوندیتوب وضعیت (TPS) پروګرام به د مې میاشتې په ۲۰مه پای ته ورسېږي، او لغوه کېدل به یې د جولای له ۱۲مې عملي شي.
د TPS یا موقتي خوندیتوب وضعیت پروګرام د هغو بهرنیو وګړو لپاره ده چې د جګړو، طبیعي پېښو یا نورو "غیرعادي" شرایطو له امله نشي کولای خپل هېواد ته ستانه شي.
د "افغان ایوک" په نوم د یوې امریکايي ادارې د معلوماتو له مخې، دا مهال نږدې ۱۱ زره افغانان په امریکا کې له دې موقتي خوندیتوب څخه برخمن دي.
افغانستان کې له هرو څلور لویانو یو یې تنباکو کاروي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې له هر څلورو لویانو یو تن تنباکو کاروي.
"له تنباکو پرته " نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې ددې سازمان د څانګې مشر ډاکټر اډوین سنیزا سالواډور ویلي، افغانستان کې په ځانګړې توګه د تنکیو ځوانانو ترمنځ د تنباکو کارول له یوې ورځې بلې ته زیاتیږي چې نوموړې ترې د ځوانانو پر ساتنه ټینګار کړی دی.
بلخوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په افغانستان کې د تولید ترڅنګ، تمباکو له یو شمېر نورو هېوادونو نه هم واردېږي.
د دې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل:
"تېر کال، له ایران، پاکستان او سعودي عربستان څخه شاوخوا یو نیم زره ټُنه د یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت تنباکو وارد شوي وو. په افغانستان کې د تنباکو مصرف کم دی، نو واردات هم کم دي، او سربېره پردې، دا د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې هم تولیدېږي."
د روږدیتوب د برخې یو شمېر متخصص ډاکتران د تمباکو کارول روغتیا ته زیانرسونکي بولي او ټینګار کوي چې استعمال یې ان د مړینې لامل کېدای شي.
روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې دا مهال په ټوله نړۍ کې تر یو میلیارد زیات کسان سګریټ څکوي او نږدې ۳۵۰ میلیونه نور له لوګی پرته تنباکو کاروي.
یاد سازمان دا ورځ په ۱۹۸۷ میلادي کال کې د "د تنباکو پرته نړیوالې ورځې" په توګه ونوموله، چې موخه یې د تنباکو اعتیاد او د کارونې منفي اغیزو ته د خلکو پام اړول دي.
طالبانو په هرات کې د بادي برېښنا دوه پروژې پرانیستلې

د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د شنبې په ورځ (د جوزا ۱۰مه) په هرات ولایت کې د بادي او لمریزې برېښنا دوې تولیدي پروژې پرانیستلې. دا خبره د ملا عبدالغني برادر دفتر په یوه خبرپاڼه کې کړې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پروژه به چې د خصوصي سکټور او افغانستان برېښنا شرکت له لوري پلي کېږي، څه باندې ۴۸ میګاواټه برېښنا تولیدوي، چې په کې څه باندې ۴۳ میګاواټه بادي او پنځه میګاواټه لمریزه انرژي شامله وي.
د طالبانو د حکومت په وینا، د دغو پروژو ارزښت نږدې ۶۸ میلیونه ډالرو ته رسېږي، چې له دې ډلې ۶۴ میلیونه ډالر د بادي او ۳.۵ میلیونه ډالر د لمریزې برېښنا لپاره ځانګړي شوي دي.
ملا عبدالغني برادر وویل چې دا پروژې به د افغانستان د انرژۍ سکتور د پراختیا ترڅنګ د وارداتي برېښنا پر ځای د کورني تولید پیاوړتیا، چاپېریال ساتنې، نوې ټکنالوژۍ ترویج او اقتصادي ودې ته لاره هواره کړي.
افغانستان که څه هم یوه ډیره اندازه بریښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي خو لا هم دا هېواد د بریښنا له سخت کمي سره مخ دی، په ګڼو کلیو او بانډو کې یې بریښنا هیڅ وجود نه لري او په ښارونو کې خلک د بریښنا له پرلپسې برچاویوو او لوړو لګښتونو شکایت کوي.
هند له افغانستان سره د ۱۱ زره ډوزه واکسین مرسته وکړه

د هند له لوري افغانستان ته په ورکړل شویو واکسینونو کې د انفلوینزا او مننجیت واکسینونه شامل دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پرون (جمعه) وویل چې د هند حکومت د افغانستان د روغتیايي سیستم د ملاتړ لپاره ۱۱ زره ډوزه واکسین مرسته کړې ده چې د ساري ناروغیو پر وړاندې به د هېواد هڅې پیاوړې کړي.
په دې مرسته کې ۵۵۰۰ ډوزه د انفلوینزا واکسین او ۵۵۰۰ ډوزه د مننجیت واکسین شامل دي.
دا واکسینونه د دې خطرناکو او ساري ناروغیو د خپرېدو په مخنیوي کې مهم رول لري.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت له هند څخه د دې پر وخت مرستې په خاطر مننه او قدرونه کړې ده.
د چارواکو په وینا، دا واکسینونه به په ځانګړي توګه د ماشومانو او زړو خلکو په څېر د زرګونو زیانګالو افغانانو ژوند وژغوري.
هند تر دې وړاندې هم په ځلونو افغانستان ته د درملو او په ځانګړي ډول واکسینونو مرستې کړي دي.
یونسیف: تر ۲۲ میلیونه زیات افغانان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

یونیسف وايي، په افغانستان کې د ۱۲ میلیونه ماشومانو په شمول، تر ۲۲ میلیونه زیات خلک، په بیړني ډول بشري مرستو او کومکي خدمتونو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) پرون (جمعه) په یوه راپور کې ویلي چې دا اندېښمنوونکي شمېرې د افغانستان روان بشري بحران په ډاګه کوي.
یونیسف وايي، په وروستیو کې یې تر ۸۲۹ زره په زیاتو ماشومانو کې شدیده خوارځواکي تشخیص کړه. په هغوی کې شاوخوا ۳۷ زره ماشومانو – چې ۵۹ سلنه یې نجونې وې – په ځانګړي ډول درملنه ترلاسه کړه.
یونیسف په افغانستان کې په ۳۴ ولایتونو کې د ۲۴۰۶ ثابتو روغتیایي مرکزونو له لارې لومړني، ثانوي او تخصصي روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
هند تایید کړه چې افغانانو ته یې د وېزو ورکړه بیا پیل کړې

د هند د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ تایید کړه چې دغه هیواد شاوخوا څلور کاله وروسته افغانانو ته د ویزو ورکړه بیا پیل کړې ده.
د هند د باندنیو چارو وزارت پرون (جمعه) وویل چې د نوي معرفي شوي سیستم له مخې به، په شپږو کټګوریو کې وېزې ورکړل شي.
د پخواني پروګرام ځای، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل له سقوط وروسته معرفي شوی و، د وېزې یوه نوي ماډل نیولی دی.
په نوي ماډل کې طبي، تحصیلي، سوداګري، او دیپلوماتیکې ویزې شاملې دي.
تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو راپور ورکړی و چې هند د افغانانو لپاره د وېزو د ورکولو پروګرام بیا پیل کړی دی خو د هند د باندنیو چارو وزارت په دې اړه رسماً څه نه و ویلي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندھیر جایسوال، په یوه خبري غونډه کې وویل: «موږ اوس د افغان اتباعو لپاره د وېزو یو نوی ماډل لرو. تمه دا ده چې دا نوی چوکاټ به د دواړو هیوادونو ترمنځ د خلکو اړیکې لا پیاوړې کړي.»
داعش د سوریې په جنوب کې د دوو بریدونو مسوولیت ومانه

د اسلامي دولت ډلې (داعش) د سوریې په جنوب کې د دوو بریدونو مسوولیت په غاړه واخیست، چې یو یې د نوي دولت د پوځ پر ځواکونو شوی دی.
دا لومړی ځل دی چې د بشار اسد د حکومت تر نسکورېدو وروسته، داعش ډله د دې هېواد د نوي پوځ پر ځواکونو برید کوي.
دغه ډله وایي چې دا برید د پنجشنبې په ورځ، د مې په ۲۲مه، د سویدا ولایت په الصفا سیمه کې شوی دی.
داعش په یو جلا بیان کې ادعا کړې چې په همدې اوونۍ کې یې بل بمي برید د سوریې د ازاد پوځ پر غړو کړی چې د امریکا له ملاتړه برخمن ځواکونه دي. د داعش په وینا، په دې برید کې یو ملېشه وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د سوریې حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي او د سوریې د ازاد پوځ ویاند هم په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
ساینسپوهان وايي د اقلیمي بدلون له کبله د انسانانو مړینې زیاتې شوي

ساینسپوهان وایي چې شاوخوا څلور میلیارده انسانان، چې د نړۍ نیمایي نفوس جوړوي، د تېر کال له مې میاشتې څخه تر سږ کال پورې لږ تر لږه یوه میاشت زیات له شدیدې ګرمۍ سره مخامخ شوي، چې د دوی په وینا دا ګرمي د بشري فعالیتونو له امله د اقلیمي بدلون پایله ده.
په هغه راپور کې چې د جمعې په ورځ (۹ جوزا) خپور شو، راغلي: «که څه هم سېلونه او طوفانونه اکثره سرلیکونه جوړوي، خو ګرمي په حقیقت کې تر ټولو وژونکې اقلیمي پدیده ده.»
په همدې حال کې د ګرمۍ له کبله د زیات شمېر مړینو راپور، نه ورکول کېږي یا په ناسم ډول دا ډول مړینې د زړه د ناروغۍ او یا د پښتورګو د ناروغۍ په څېر علتونو ته منسوب کېږي.
ساینسپوهانو له تایید شويو علمي لارو کار اخیستی، تر څو وارزوي چې اقلیمي بدلون څنګه د شدیدې ګرمۍ په پېښو کې د حرارت په زیاتوالي اغېز کړی او دې پېښو له اقلیمي بدلون پرته څومره امکان درلود. د دوی د دې ارزونې نتیجه دا شوه چې په نژدې ټولو هېوادونو کې د شدیدې ګرمۍ د ورځو شمېر لږ تر لږه دوه برابره شوی دی.
د کارابین ټاپوګان له هغو سیمو څخه دي چې له دې اضافي ګرمۍ ډېر اغېزمن شوي. د بېلګې په توګه، پورتوریکو په دې موده کې ۱۶۱ ورځې شدیده ګرمي تجربه کړې، حال دا چې که اقلیمي بدلون نه وای، هلته یوازې د ۴۸ ورځو شدیدې ګرمۍ تمه کېده.
طالبانو غزه کې وضیعت "نسلوژنه" بللې او له نړیوالو یې د ناورین د پای ته رسیدو لپاره اقدامات غوښتي

افغانستان کې د طالبانو حکومت د اسراییلو له خوا پر غزه د بریدونو دوام «نسلوژنه او ستر بشري جنایت» بللي دي.
په هغه اعلامیه کې د طالبانو د حکومت د ریس الوزا ملا محمد حسن اخند له خوا خپره شوې په غزه کې د اسرایلو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په شمول د ولسي وګړو مرګژوبله غندل شوې او په کې د بشري مرستو د لارو د تړل کیدو او د ټپیانو او وژل شویو کسان په انتقال د خنډونو یادونه شوې او زیاتوي چې دغلته "هره ورځ خطرناکې او غیرمتوازنه وسلې کارول کېږي."
طالبانو له ټولو هېوادونو غوښتي چې د غزې بشري ناورین د پای ته رسیدلو لپاره «مثبت او عاجل اقدامات» وکړي.
اعلامیه پر داسې مهال خپرېږي چې پر غزه د اسراییلو بریدونو دوام او دغلته د رامنځ ته شویو بشري ناورین په اړه د ملګرو ملتونو په شمول نړیوالو بنسټونو هم اندیښنې ښودلې دي.
اسرایل پر غزه دا بریدونه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه وروسته له هغه پیل کړل چې حماس پر اسراییل یو ناڅاپي برید وکړ، چې د اسرایل د چارواکو په وینا په ترڅ کې یې شاوخوا ۱٬۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.
د غزې چارواکي وایي، له هماغې نېټې تر دې دمه پر غزه د اسرایلو په بریدو کې تر ۵۴ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
اسراییل وایي، تر هغه به جګړه ونه دروي څو چې ټول یرغمل شوي کسان خوشې او حماس بې وسلې نه شي.
امریکا او اروپايي ټولنه حماس د ترهګرې ډلې په توګه پېژني.
پاکستاني پولیس وايي چې کشمیر کې په یوه نښته کې دوه پولیس او څلور وسله وال وژل شوي دي

پاکستاني پولیس وایي چې پرون د پاکستان امنیتي ځواکونو د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د وسله والو پر یوه پټنځای چاپه ووهله چې په پایله کې یې دوه پولیس او څلور پاکستاني طالبان ووژل شول.
اسوشیتد پریس اژانس د کشمیر د پولیسو د مشر عبدالجبار په وینا خبر ورکړ چې د راولاکوټ په سیمه کې دا عملیات ترسره شول. د کشمیر دا سیمه نیمه د هند تر واک لاندې ده او نیمه د پاکستان تر ادارې لاندې ده.
د پولیسو مشر عبدالجبار زیاته کړه چې وژل شوي وسله وال د پاکستان د تحریک طالبان غړي و چې د افغان طالبانو متحدین دي.
ښاغلي جبار تور ولګاوه چې (ټي ټي پي) د هند د ګټو لپاره په سیمه کې هڅې کوي او دې ډلې غوښتل هلته د راتلونکو بریدونو لپاره اډه جوړه کړي خو پولیسو د دې ډلې د اډې د جوړیدو هڅه شنډه کړه.
تر اوسه هند د دې پیښې په تړاو څه نه دي ویلي.