په داسې حال کې چې له ګاونډیو هېوادونو، ايران او پاکستانه د افغان کډوالو د نيولو او شړلو بهیر چټک شوی، د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) وايي، چې له ۲۰۲۵م کال د اپريل له لومړۍ نېټې ، شاوخوا ۵ لکه افغان کډوال له دغو هیوادونو په زور افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
دې ادارې د جمعې په ورځ، د می په ۳۰مه، په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې افغانستان اوس له بل هر وخت زیات ملاتړ اړتيا لري، ځکه چې راستنېدونکي له نامعلوم برخليک سره مخ دي او هڅه کوي چې خپل ژوند له سره جوړ کړي.
دغه اداره زياتوي چې د کډوالو ستنولو بهير بايد خوندي، په خپله خوښه او باعزته وي.
داسې مهال، چې يو شمېر راستنېدونکي وايي چې دوی په ډېر بد وضعیت کې ایستل شوي دي.
له پاکستان يو تن ویستل شوي چې نه یې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي، وويل:
"ټول سیستم ګډ وډ شو، هر څه مو هلته پاتې شول، يوازې په هغو جامو کې چې اغوستې مو وې، وشړل شوو. ډېر بې رحمه چلند يې راسره وکړ، ان زمونږ ماشومان هم له موږ ورک شول، وروسته مو وليدل چې هغوی يې په بل موټر کې تورخم ته راوستي وو."
د یادونې ده چې پاکستان د بې اسناده کډوالو تر څنګ د ۲۰۲۵م کال د اپريل له لومړۍ نېټې د (اې سي سي) یا د افغان تابعيت کارت لرونکي کډوالو ایستل هم پیل کړي دي.
په ورته وخت کې د ايران حکومت هم ويلي، چې د کډوالو د سرشمېرنې کارتونه، چې تر ۱۴۰۳ هجري لمريز کال پورې يې اعتبار درلود، نور نه تمديديږي.
په دغه هیواد کې افغان کډوال وايي سختو ستونزو سره مخ دي، يو افغان کډوال چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته وويل:
“زه د پوليسو له وېرې آن نشم کولای تر کوڅې لاړ شم او له دوکان څه واخلم، ځکه وېرېږو چې خدای مه کړه ونه نیول شو او ونه شړل شو. په ايران کې ډېرې ستونزې دي، مونږ افغانان رښتيا هم له سخت حالت سره مخ يو.”
د کډوالو د عالي کمشنرۍ "یو این ایچ سي ار" د معلوماتو له مخې، د روان ميلادي کال له پيله د مې تر ۲۷مې نېټې پورې، له ايران څخه شاوخوا ۵۹۳ زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې يې څه باندې ۳۴۳ زره کسان شړل شوي دي.
دغه شان، د اپريل له پيله د مې تر ۲۷مې، له پاکستان څخه ۲۱۷ زره او ۴۰۰ افغانان بېرته افغانستان ته تللي، چې له دې شمیر له ۴۱ زرو ډېر يې په زور ستانه کړل شوي دي.
شا او خوا لس ورځې مخکې د ملګرو ملتونو دې ادارې خبرداری ورکړی و، دا چې د افغانستان نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړ دي دا هیواد د بیا ستنېدونکو منلو ته چمتو نه دی.
خو د طالبانو حکومت د کډوالو او بیرته ستنېدونکو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو یې تل ویلي، هڅه کوي چې راستنېدونکو کډوالو ته ټول لازم امکانات برابر کړي، هغه امکانات چې ستانه کړل شوي یې له نه شتون شکایت کوي.