د کندهار ولایت اوسېدونکی محمد شاه وايي چې هر کال د لوی اختر یا د قربانۍ د اختر له رارسېدو سره د څارویو بیې لوړېږي.
نوموړی زیاتوي"پخوا به برابر پسونه ۹ تر لسو زرو افغانیو پورې پیدا کېدل خو اوس ګران شوي او په دې اندازه پسونه تر دولسو، شپاړسو او ان اتلس زرو افغانیو پورې دي. د اختر شپو ته لا هم پسې ګرانېږي، نو ښه دا ده چې د پسونو د قاچاق مخه ونیول شي، ځکه په خلکو به نه کمېږي دلته، او که امکان یې درلود دلته یې هم نرخونه کنټرول کړل شي."
د څارویو بیې پورته کېږي چې یو مهم لامل یې ګاونديو هیوادونو ته قاچاق دی.
لوی اختر یا د قربانۍ اختر ته له دوو اونیو کمه موده پاتې ده.
د کابل یوه اوسېدونکي ادریس جبران هم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل"له بده مرغه ګڼ شمیر کاروباریان د قربانۍ څاروي ګاونډیو هیوادونو ته وړي، چې له امله یې د څارویو بیې په کور دننه په بې ساري ډول لوړې شوې دي. دا حالت ډیرې کورنۍ له اقتصادي فشار سره مخامخ کوي او د قربانۍ له ستر عبادت څخه بې برخې پاتې کېږي، نو اړوندې ادارې دې ورته جدي پاملرنه وکړي او د څارویو د قاچاق مخه دې ونیسي تر څو زمونږ ټول هیوادوال د قرباني له اجر او ثواب څخه بې برخې نه شي."
په دې اړه مو د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند غلام محمد کاظم وپوښت خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې؛ خو تازه په کندهار کې د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست پاکستان ته د سلګونه پسونو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی دی.
د طالبانو تر کنترول لاندې باختر خبري اژانس د جمعې په ورځ د غبرګولي په دوهمه په خپله ویب پاڼه د دغه ریاست د ویاند محمد حنیف حقمل په حواله لیکلي، دا پسونه چې شمیر یې ۸۴۶ ته رسېده د کندهار له معروف او ریګستان ولسوالیو څخه هغه هیواد ته قاچاق کېدل چې مخه یې نیول شوې ده.
د طالبانو حکومت بهر ته د څارویو په غیر قانوني صادراتو بندیز لګولی دی.
په خبر کې راغلي، چې د دې پېښې يه تړوا څو کسان نیول شوي چې له څېړنو ورسته به یې دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
له دې مخکې له افغانستان څخه ایران ته هم د څارویو د قاچاق په اړه راپورونه خپاره شوي وو.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت بهر ته د څارویو په غیر قانوني صادراتو بندیز لګولی دی.
د یادونې ده چې په افغانستان کې طبیعي پېښو له دې ډلې پرله پسې وچکالیو او سیلابونو د نورو سکتورونو تر څنګ مالداري هم سخته زیانمنه کړې او د مالدارانو ډېر شمیر څاروي تلف شوي خو کره شمیر یې نه دی معلوم.
خلک وايي، دا وضعیت په افغانستان کې د څارویو د کمښت لامل شوی او بیې یې لوړې شوي خو که ګاونډیو هیوادونو ته یې د قاچاق مخه ونه نیول شي بیې به یې نورې هم لوړې شي.