د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وایي چې د امریکا د بهرنیو مرستو ځنډ په افغانستان کې پر بشري عملیاتو پراخې منفي اغېزې کړې دي.
اوچا په خپل تازه راپور کې چې د مې په ۲۲مه، یې په خپله ایکس (پخواني ټویټر) کې خپور کړی ویلي، د مرستو دا ځنډ د فبرورۍ میاشتې تر پایه ، د ۱۸۸ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو لامل شوي چې نږدې ۱.۶ میلیونه کسان یې اغېزمن کړي دي.
د راپور په ټکو، د دغو مرکزونو له تړل کېدو وروسته، شاوخوا ۱۷۰۰ ښځینه روغتیايي کارکونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
همهاله د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق خبرداری ورکړی، چې شاوخوا ۶.۳ میلیونه تنه، به په افغانستان کې چې ډېری یې ښځې او نجونې دي، د بودجې د کمښت له امله اړینو روغتیايي پاملرنو ته له لاسرسي بې برخې شي.
د دغه صندوق د افغانستان څانګې د مې په ۲۲مه ویلي چې ډیرې ګرځنده کلینیکونه او په لرې پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر افغانان هم روغتیايي خدمتونو او مرکزونو د نه لاسرسي په اړه شکایت لري لري.
د ارزګان ولایت یوې اوسېدونکې، چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي د غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل:
"کلینیک نشته، ماشومان چې ناروغ شي، له ډېر لرې ځای نه ورته دوا راوړو او ورکوو یې، نور یې بیا خدای ته سپارو چې ښه شي، که ښه نه شول، ښار ته یې وړلای نه شو."
د یادونې ده چې تر دې مخکې هم یو شمیر نړیوالو سازمانونو ویلي وو چې د افغانستان روغتیايي سیسیم چې کلونو جګړو ځپلی د امریکا د مرستو د ځنډېدو له امله له جدي ستونزو سره مخ دی.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) خبرداری ورکړی و چې د امریکا د مرستو د ځنډ له امله، ښایي تر ۱۰ سلنې زیات افغانان د روان میلادي کال تر پایه روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکړي.
دغه سازمان دغه شان ویلي و، چې د ۲۰۲۵ کال تر دریمې رُبعې پورې، ۲۲۰ روغتیايي مرکزونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي، او دا حالت به له ۲ تر ۳ میلیونو افغانانو له روغتیايي خدمتونو محروم کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په میاشت کې د یوه اجرائیوي فرمان په ترڅ کې د امریکا ټولې بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې، ویې ویل چې دا مرستې د امریکا له ګټو سره سمون نه لري.