د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۸

د رومانیا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د یوه افراطي ملتپال او یوه منځلاري کاندید سیالي


د ولسمشرۍ کاندید جورج سیمیون خپلو پلویانو ته د ویډیويي تماس له لارې د وینا پرمهال
د ولسمشرۍ کاندید جورج سیمیون خپلو پلویانو ته د ویډیويي تماس له لارې د وینا پرمهال

د رومانیا د ولسمشرۍ د لومړي پړاو د انتخاباتو وروستي نتایج ښيي چې افراطي ملتپال کاندید جورج سیمیون قاطع بریا ته رسېدلی دی خو نه دی توانېدلی چې دوهم پړاو ته د انتخاباتو د تلو مخه ونیسي ځکه کافي رایې یې نه دي ګټلي.

جورج سیمیون به د مې په اتلسمه د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د پلازمېنې بخارست له ښاروال نیکورسور دان سره مخامخ شي.

تمه ده چې جورج سیمیون او نیکورسور دان به د انتخاباتو په دوهم پړاو کې سیالي سره وکړي.

د انتخاباتو مرکزي دفتر نن (د مې پنځمه) سهار مهال اعلان وکړ چې د ۹۹،۶ سلنه رایو له شمېرنې وروسته سیمیون د AUR ګوند ۳۸ کلن مشر په سلو کې د ۴۰،۷ رایو په ګټلو سره د انتخاباتو مخکښ دی او سیال یې ۵۵ کلن ډن چې منځلاری سیاستوال بلل کېږي، تېره شپه ناوخته د واکمن ائتلاف پر غړې کرین انتونیسکو بریالی شو او په بهر کې د دېره رومانیایي کډوالو د رایو په مرسته یې دوهم ځای ترلاسه کړ او په دې توګه یې د رومانیا د دې مهمو انتخاباتو دوهم پړاو ته لاره وموندله.

له رایو وروسته نظرپوښتنې هم د انتخاباتو نتایجو ته ورته وې که څه هم په نظرپوښتنو کې اټکل کېده چې د سیمیون واټن به له خپل سیال ډن څخه ډېر او د ډن د ټولو رایو شمېر به تردې زیات وي.

نیکورسور ډن هم د رایو له اخیستو وروسته په بخارست کې خپلو پلویانو ته وینا وکړه.
نیکورسور ډن هم د رایو له اخیستو وروسته په بخارست کې خپلو پلویانو ته وینا وکړه.

د دې انتخاباتو نتایج له رومانیا څخه بهر هم تعقیبېږي ځکه ښاغلی سیمیون د اوکراین او ملداویا پر ځینو سیمو د رومانیا د مالکیت ادعا لري او همداراز له اوکراین سره د رومانیا پوځي مرستې یې هم د پوښتنې وړ بللې دي. نوموړي پر اوکراین د روسیې پر برید هم نیوکې کړې دي.

د رومانیا د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتایج له بهر څخه هم له نژدې څارل کېږي.

په تېره نوامبر میاشت کې روس پلوي ملتپال کالین جورجیسکو چې د یو وروسته پاتې کاندید په سترګه ورته کتل کېدل د انتخاباتو په لومړي پړاو کې د پام وړ بریا ترلاسه کړه خو وروسته له دې چې پر هغه دا تور ولګېد چې ګنې روسیې یې له نوماندۍ سره مرسته کړې، چارواکو د نوموړي د رایو نتایج لغو کړل او په دې توګه په نویو انتخاباتو کې له ګډون څخه بې برخې شو او د مې د څلورمې د انتخاباتو لپاره یولړ نوي قوانین وضع شول.

د دې انتخاباتو د نتایجو لغو کېدلو په بهر کې یولړ غبرګونونه وپارول. په دې کې یو، د امریکا د مرستیال ولسمشر جې ډي ونس غبرګون و.

ښاغلي ونس په فبروري میاشت کې د میونیخ په امنیتي کنفرانس کې په خپله وینا کې رومانیايي چارواکي تورن کړل چې د ګاونډیو هېوادونو د مشکوک او بې بنسټه فشار پربنسټ په اقداماتو لاس پورې کوي.

XS
SM
MD
LG