د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۳

خبرونه

د امریکا ولسمشر د امریکا د ملي راډیو او تلویزیون د بودجې د بندولو فرمان لاسلیک کړ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر د امریکا د ملي راډیو او تلویزیون د بودجې د بندولو فرمان لاسلیک کړ.

ډونالډ ټرمپ په یوه اجرايي فرمان کې د امریکا د عامه خپرونو ادارې ته، چې یادو دولتي رسنیو ته بودجه ورکوي، امر کړی چې د دې رسنیو مالي ملاتړ بند کړي.

د اسوشیټډ پریس خبري آژانس د راپور له مخې، دا فرمان د عامه خپرونو ادارې او نورو فدرالي ادارو ته لارښوونه کوي چې د ملي راډیو (NPR) او د عامه تلویزیون (PBS) لپاره فدرالي بودجه بنده کړي.

د ولسمشر ټرمپ اجرايي فرمان همداراز، دا ادارې مکلفوي چې د رسنیو د غیر مستقیم دولتي تمویل سرچینې له منځه یوسي.

د امریکا ولسمشر ویلي چې د دې اقدام دلیل یې دا دی چې د یادو رسنیو راپورونه بې پرې نه وو.

ویل شوي چې د دې دوو دولتي رسنیو بودجه شاوخوا نیم میلیارد ډالره ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکا د اوکراین لپاره د اف- ۱۶ جټ الوتکو پیلوټان روزي او تجهیزات ورته برابروي

اف- شپاړس جنګي جټ الوتکې
اف- شپاړس جنګي جټ الوتکې

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت هغه معامله تایید کړه چې له مخې یې متحدایالات اوکراین ته د مخکې ورکړل شویو اف ۱۶ جنګي الوتکو پیلوټان روزي او پرزې او تجهیزات ورته برابروي.

د بهرنیوچارو وزارت پرون (د مې ۳مه) په یوه بیان کې وویل چې کانګرس ته یې د څه باندې ۳۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت د دې معاملې په اړه خبر ورکړی دی.

اوکراین د ۲۰۲۴ کال په نیمايي کې د پخواني ولسمشر جوبایډن له ادارې څخه اف ۱۶ الوتکې ترلاسه کړې وې او د دې هېواد ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د روان کال په پیل کې اعلان وکړ چې جنګي جټ الوتکې یې ترلاسه کړې دي خو د شمېر یادونه یې ونه کړه.

متحدایالات دا اعلان وروسته له هغه کوي چې ولسمشر ډونالډټرمپ د بایډن د ادارې له خوا کییف ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د پوځي او مالي مرستو پر ورکړه کلک انتقادونه کړي دي.

پاکستان له هند سره په کړکېچ کې له عربي هېوادونو د مرستې غوښتنه کوي

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

پاکستان د خلیج له هېوادونو غواړي چې په هندي کشمېر کې د وروستۍ حملې پرسر د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ په اوارۍ کې مرسته وکړي.

د اسوشیتیدپریس خبري آژانس د راپور له مخې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا غوښتنه پرون د خلیج د هېوادونو له استازو سره په کتنه کې وکړه. د راپور له مخې ښاغلي شریف د سعودي عربستان، کوېټ او متحده عربي اماراتو له سفیرانو سره په جلا کتنو کې هغوی ته د کشمیر په پهلګام سیمه کې د اپریل د ۲۲مې نېټې د حملې په اړه د پاکستان د دریځ په اړه معلومات ورکړل.

په دې حمله کې ۲۶ کسان چې اکثر هندوان وو، ووژل شول. هند پاکستان د دې برید په ملاتړ تورن کړی خو اسلام آباد دا تور رد کړی دی.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د تېرې دوشنبې په ورځ وویل چې هند په نژدې راتلونکي کې پر پاکستان د برید پلان لري.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکوروبیو د چارشنبې په ورځ د هند د بهرنیوچارو له وزیر اس جېشنکر او د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره په ټلفوني خبرو کې هغوی وهڅول چې د کشمیر له حملې وروسته د دواړو هېوادو په اړیکو کې رامنځ ته شوی کړکېچ په سوله ایز ډول حل کړي.

روسیه وايي چمتو ده د داعش ډلې پرضد مبارزه کې له طالبانو سره همکاري وکړي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې پرضد مبارزه کې له طالبانو سره مرسته وکړي. د ښاغلي کابلوف اشاره د داعش ډلې خراسان څانګې ته وه.

کابلوف چې د افغانستان لپاره د روسیې سفیر هم پاتې شوی له ریا دولتي خبري آژانس سره په مرکه کې وویل چې داعش د مسکو او کابل ګډ دښمن دی. هغه زیاته کړه چې روسیه د داعش د خراسان څانګې پرضد په مبارزه کې د طالبانو د حکومت د مبارزې ستاینه کوي. کابلوف څرګنده کړه چې روسیه به له ځانګړو لارو چارو د طالبانو له چارواکو سره په دې برخه کې مرسته وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین هم تېر کال ویلي و، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د تروریزم پرضد مبارزه کې د روسیې متحد دی.

د نړۍ هېڅ هېواد هم تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو روسیې د کابل رسمیت پېژندنې ته د نژدې کېدو په ترڅ کې تېره میاشت طالبان رسما د تروریستي ډلو له فهرست څخه وایست.

کابلوف په دې مرکه کې دا یادونه هم وکړه چې مسکو او کابل په بېلابېلو برخو کې د خپلو اړیکو په ښه کولو بوخت دي او زیاته یې کړه چې روسیې طالبانو ته دا وړاندیز کړی دی چې مسکو ته خپل سفیر واستوي او د طالبانو ځواب ته په تمه ده.

د موسیقۍ ګروپR.E.M، د ازادې اروپا په نوم سندره بیا نشر کړه

په ۱۹۸۱ کال کې د "ازادې اروپا راډيو" په نوم سندرې له خپریدو سره د بدیل راک ډله R.E.M نړۍ ته معرفي شوه.

په دې کار سره دغې د موسیقۍ ډلې نړۍ ته د ازادې اروپا راډیو کار یو ځل بیا ورپیاد کړ چې په هغو هیوادونو کې خپرونې کوي چې رسنۍ پکې تر تهدید لاندې دي یا محدودې دي.

د می په ۳ مه د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې او د ازادې اروپا راډیو د ۷۵ کلیزې په مناسبت اعلان وکړ چې خپله سندره به بیا نشر کړي.

اسراییل دمشق ښار ته نژدې د ولسمشرۍ ماڼۍ پر شاوخوا سیمو برید کړی دی

عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

وروسته له دې چې د اسراییل د پوځ هوایي ځواکونو د سوریې چارواکو ته خبرداری ورکړ چې د دروزي اقلیت کلیو ته د ځواکونو له لېږلو ډډه وکړي، د اسراییل هوايي ځواک دمشق ښار ته نژدې د ولسمشرۍ ماڼۍ پر شاوخوا سیمو برید وکړ.

تر دې برید وړاندې د سوریې د حکومت د پلوي وسله‌والو او د دروزي اقلیت د ملیشو ترمنځ دمشق ښار ته نژدې څو ورځې جګړه روانه وه. په دې نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د اسراییل پوځ اعلان کړی چې د دوی جنګي الوتکو د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې یوه سیمه بمباري کړې ده. په خپاره شوي بیان کې نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو او دفاع وزیر اسراییل کاتز ویلي چې دا برید د سوریې مشرانو ته یو پیغام دی.

د دوی په ګډ بیان کې راغلي: «دا د سوریې رژیم ته یو واضح پیغام دی. موږ به د دمشق په جنوب کې د ځواکونو استقرار یا د دروزي ټولنې ګواښلو ته په هیڅ ډول اجازه ورنه کړو.»

د سوریې د حکومت پلوي رسنیو ویلي چې برید د ښار پر یوه غونډۍ د ولسمشرۍ ماڼۍ په شاوخوا سیمو کې شوی دی.

ملګرو ملتونو د افغانستان په شمال کې د وچکالۍ د زیان لپاره  ۱۶.۶ میلیون ډالره ځانګړي کړي دي

ملګرو ملتونو د افغانستان په شمال او شمال ختیځو سیمو کې د وچکالۍ له کبله له رامنځته شویو شرایطو سره د مبارزې لپاره ۱۶.۶ میلیون ډالره ځانګړي کړي دي.

دا خبره د ملګرو ملتونو ویاند سټیفتن دوجاریک پرون (پنحشنبې) وکړه.

د سرمنشي ویاند، وویل: «دا نوې بودجه هم لومړنۍ او هم تر ټولو لویه ګډه مرسته ده چې په افغانستان کې د وچکالۍ پر وړاندې د مخنیوونکو اقداماتو ملاتړ کوي.»

په دې پیسو کې ۶.۶ میلیون ډالره د عاجلو مرستو د مرکزي صندوق (CERF) له خوا او ۱۰ میلیون ډالره د افغانستان د بشري مرستو له صندوقه ورکول کېږي.

د دوجاریک په وینا، دا بودجه به د وچکالۍ تر شدت وړاندې د نغدو پیسو او مادي مرستو له لارې د خوړو امنیت، کرنې او مالداري، اوبو، حفظ‌الصحې، روغتیا، تغذیې او ساتنې په برخو کې خلکو ته ورکړل شي.

هغه د وضعیت پر بیړنی وباله ویې ویل: «که موږ سمه ساینسي پوهه او معلومات ولرو، نو کولی شو ژر اقدام وکړو، ډېر خلک وژغورو، او محدودې سرچینې په اغېزمن ډول وکاروو—په ځانګړي ډول اوس چې د تمویل له سخت کمښت سره مخامخ یوو، او دې کمښت د افغانستان بشري بحران لا ژور کړی دی.»

دا اعلان وروسته له هغه وشو چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مرستیال سرمنشي، تام فلیچر، افغانستان ته خپل سفر پای ته ورساوه. هغه په کابل کې له بشري مرستندویو شریکانو، لکه غیردولتي مؤسسو، د ښځو په مشرۍ بنسټونو او د مدني ټولنې له استازو سره ولیدل.

افغانستان د ۲۰۲۵ کال په نړۍ کې د آزادۍ په شاخص کې ۱۷۵م مقام ته ټيټ شو

افغانستان د ۲۰۲۵ کال په نړۍ کې د آزادۍ په شاخص کې ۱۷۵م مقام لري، چې دا د رسنیو د جدي محدودیتونو او د ژورنالېزم د آزادۍ د کمېدو څرګندونه کوي.

د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) د ۲۰۲۵ کال د نړيوالې رسنۍ آزادۍ د شاخص له مخې، افغانستان په ۱۸۰ هېوادونو کې۱۷۵م ځای لري، چې دا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د رسنیو لپاره د دوامداره خراب وضعیت ښکارندوی دی. که څه هم افغانستان د تیر کال پرتله درې درجې لوړ شوی، خو له سلو څخه یې یوازې ۱۷.۸۸ نمرې ترلاسه کړي، چې د رسنۍ د آزادۍ دوامداره بحران ته اشاره کوي.

بې پولې خبریالانو نن (جمعه) په خپل کالنی راپور کې دا هم ویلي چې اکثره ښځینه خبریالانو د ګواښونو او اندېښنو له کبله په افغانستان کې دندې له لاسه ورکړي دي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان: ملګري ملتونه دې د افغان خبریالانو ستونزو ته پام وکړي

افغانستان د ۲۰۲۵ کال د مطبوعاتو د آزادۍ په نړیوال شاخص کې ۱۷۵م مقام لري، چې دا د رسنیو د جدي محدودیتونو او د ژورنالېزم د آزادۍ د کمېدو څرګندونه کوي.

د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) د ۲۰۲۵ کال د رسنیو د آزادۍ د نړیوال شاخص له مخې، افغانستان په ۱۸۰ هېوادونو کې۱۷۵م بللی چې دا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د رسنیو لپاره د دوامداره خراب وضعیت ښکارندوی دی. که څه هم افغانستان د تیر کال پرتله درې درجې لوړ شوی، خو له سلو څخه یې یوازې ۱۷.۸۸ نمرې ترلاسه کړي، چې د رسنۍ د آزادۍ دوامداره بحران ته اشاره کوي.

بې پولې خبریالانو نن (جمعه) په خپل کالنی راپور کې دا هم ویلي چې اکثره ښځینه خبریالانو د ګواښونو او اندېښنو له کبله په افغانستان کې دندې له لاسه ورکړي دي.

سلګونه کډوالې کورنۍ له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته ستنې شوې

د کډوالو د بېرته ستنېدو د بهیر په دوام کې سلګونه کورنۍ د پنجشنبې په ورځ له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستنې شوې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر دولتي خبري آژانس ویلي چې ۸۴۱ کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي، چې له دې ډلې ۲۷۰ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې،۲۵۶ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۱۰۵کورنۍ د نیمروز د ورېښم پل له لارې، ۸ کورنۍ د پکتیکا د انګور اډې له لارې، ۱۹ کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لارې، او ۱۸۳ کورنۍ د هرات د اسلام‌کلا له لارې هېواد ته راستانې شوې دي.

په راپور کې زیاته شوې چې یادو کورنیو ته د طالبانو له لوري مرستې هم ورکړل شوې دي.

د چهارشنبې په ورځ هم ۹۵۵ کورنۍ له بېلابېلو سرحدي لارو افغانستان ته راستنې شوې وې.

ملګرو ملتونو ویلي چې د خپلو شریکانو په همکارۍ به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې بېرته ستنېدونکو ته سرپناه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې یوازې په تېر اپریل میاشت کې، له ایران او پاکستان څخه تر ۲۵۰ زرو ډېر افغانان خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG