د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۱۶

د نړیوالو مذهبي ازادیو امریکايي کمیسیون د افغانانو د بېرته ستنولو په خاطر د پاکستان د اقداماتو په اړه اندېښنه ښودلې ده


له پاکستانه افغانستان ته له ګواښ سره مخامخ افغانانو د جبري ایستلو په اړه تر اندیښنو وروسته، د نړیوالو مذهبي ازادیو په چارو کې د متحده ایالاتو کمیسیون (یو اس ای ار اف) وایي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د افغان کډوالو د بیرته ستنولو لپاره د پاکستان د حکومت "چټکو او روانو اقداماتو" په اړه اندیښنه لري.

دغه کمېسیون په خپله ویب پاڼه تازه خپره کړې خبرپاڼه کې، د دې کمیسیون د مشر سټیفن شنک په حواله ویلي چې "په افغانستان کې د هغو کسانو لپاره چې له اسلامه د طالبانو له سخت دریځي تعبیر سره سلا نه دي، لکه د عیسویانو، شیعه هزاره ګانو، احمدیه او سیکهانو لپاره وضعیت خراب دی."

نوموړي زیاته کړې چې دی "په ژوره توګه اندیښنه لري چې د مذهبي لږکیو ټولنې په ځانګړې توګه ښځې او نجونې له له جدي خطر سره مخ شي."

ښاغلي شنک د نړیوالو مذهبي ازادیو په چارو کې د امریکا کمیسیون په بیان کې دا خبرداری هم ورکړی چې "طالب چارواکي ممکن له هغو افغانانو د غچ اخیستنې اقدام وکړي چې له پاکستانه ورستانه شوي دي."

په دې بیان کې د یاد کمیسیون د مرستیال میر سولوویچیک له قوله هم راغلي چې “د طالبانو رژیم داسې وحشتناک شرایط رامنځ ته کړي چې افغان مذهبي لږکي له سختو ځورونو، بدني سزاګانو او خپل سریو بندخونو کې اچوي.”

یو شمېر مذهبي لږکي چې له خطر سره مخ او په دې وروستیو کې له پاکستانه په زوره افغانستان ته ستانه کړل شوي هم ازادي راډیو ته یې وویل چې په افغانستان کې په وېره کې ژوند کوي.

یوې شیعه مذهبې مېرمنې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یې د خپل ژوند کړاوونه داسې بیان کړل:

“زموږ ویزې ختمې شوې وې، هره شېبه د پاکستان پولیسو ځورولم، اخر یې راډیپورت کړم،دلته شیعه مذهبي خلک په خطر کې دي، طالبان اصلاً نه مني، عصبي ستونزې مې پیدا کړي او له وېرې هېڅ بېرون نه وځم،کور کې بندي یم، تل اوښکې تویوم، واقعا زما وضعیت هېڅ ښه نه دی،بل دا چې خاوند مې نشته او زه دلته له دوو ماشومانو سره مې ډېره راته سخته تمامېږي.”

شیعه مذهبې هما هم ادعا کوي چې د طالبانو له وېرې یې پاکستان ته پناه وړې، دې هم ورته اندېښنه مطرح کړه:

“ستونزې مو اتیا سلنه زیاتې شوې دي، د دې لپاره چې طالبانو مې ورونه بندیان کړي او د خاله زوی مې وژلی، هغوی اصلاً شیعه مذهبي کافران بولي، په هره پلمه چې وایي ورونه دې ولې پوځیان وه او د خاله لورګانې دې ولې کارکوونکې وې په هر حالت یې دوی وژلې، نو ځکه موږ مجبور شوو پاکستان ته راکډول شوو.”

دغه راز د نړیوالو مذهبي ازادیو په چارو کې د امریکا کمیسیون د افغانستان د شیعه هزاره ګانو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې دوی د اسلامي دولت نومې یا داعش خراسان څانګې لخوا له ځورونو او تاوتریخجنو حملو سره مخ شوي او د دې کمیسیون د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته لسګونه زره افغانان له ځورونو تښتېدلي دي.

د دې کمیسیون په ټکو، د هغو کسانو سربیره چې له افغانستانه وتلي، په هیواد کې پاتې لږ شمیر مذهبي لږکي مجبور دي چې په پټه خپل مذهبي دودونه ترسره کړي ځکه په ټکو یې، دوی له غچ اخیستنې ویره لري.

د نړیوالو مذهبي ازادیو په چارو کې د امریکا کمیسیون د دغه هېواد له حکومته غوښتي چې د طالبانو هغه چارواکي چې د مذهبي ازادیو په سرغړونو تورن دي، پرې هدفمن بندیزونو دې ولګولي.

دا اندېښنې مو د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد سره شریکې کړې، خو نوموړي په دې اړه د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د نړیوالو مذهبي ازادیو په چارو کې د متحده ایالاتو کمیسیون د مذهبي لږکیو په ځانګړي توګه د هغو کسانو چې له پاکستانه ایستل کیږي، د بد وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) هم د ۲۰۲۵ کال لپاره په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې د می په لومړۍ نیټه د طالبانو د حکومت لخوا په مذهبي لږکیو باندې د فشار په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

یوناما د بېلګې په توګه، په خپل راپور کې د روان کال په جنورۍ او فبرورۍ میاشت کې په بدخشان کې د طالبانو د امر بالمعروف د محتسبانو ظلم ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې دوی یاد ولایت کې د اسماعیلیه ټولنې ۵۰ تنه غړي چې د شپې له خوا له خپلو کورونو ایستلي او د حنفي مذهب منلو ته یې اړ ایستلي دي.

د یوناما په راپور کې ویل شوي چې طالبانو هغه کسان وهلي چې په ټکو یې، د دوی له امر نه سرغړونه کوي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ هم د ۱۴۰۳ کال قوس میاشت کې ویلي و چې په افغانستان کې مذهبي لږکي لا هم له جدي ګواښ سره مخ دي او د ژغورنې لپاره یې باید هڅې وشي.

XS
SM
MD
LG