د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند د همکاریو د پراخولو لپاره د لېواتیا ښودلو خبره کړې ده.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دا موضوع د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د افغانستان، ایران او پاکستان په چارو کې عمومي مشر انند پرکاش د یکشنبې په ورځ د ثور په ۷مه په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په کتنه کې مطرح کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، دواړو لورو د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او زیربنایي پروژو په اړه خبرې کړي او انند پرکاش ویلي چې هند غواړي له افغانستان سره خپلې همکارۍ پراخې کړي او په ټکو یې غواړي په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د زیربنایي پروژو په برخه کې فعالرول ولوبوي.
سیمه کې ورځ بلې ته زیاتېدونکو ننګونو ته په کتو دا ډول لیدنې اهمیت لري، طبعاً که د طالبانو اړیکې له هند سره پراخې شي د پاکستان لپاره به اندېښمنوونکي ويسیمع یوسفزی
وړاندې زیاته شوې چې هند هڅه کوي هغه پروژې چې له څو مودې راهیسې په ټپه ولاړې وې بیا پیل کړي او نوې پانګونه وکړي، او دواړو خواوو دویزو په ورکولو او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
دا لیده کاته په داسې حال کې کېږي چې د هند او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې دي.
خو ځینې سیاسي شنونکي وايي، له هند سره د افغانستان د اړیکو پراخېدل د پاکستان لپاره د اندېښنې لامل کېدای شي.
له دې ډلې سمیع یوسفزي ازادي راډیو ته وویل،
"سیمه کې ورځ بلې ته زیاتېدونکو ننګونو ته په کتو دا ډول لیدنې اهمیت لري، طبعاً که د طالبانو اړیکې له هند سره پراخې شي د پاکستان لپاره به اندېښمنوونکي وي، خو اوس مهال نه شو ویلی چې دا لیدل کتل د هند او پاکستان تر منځ وروستیورامنځته شویو پېښو پورې مستقیم تړاو لري".
دا په داسې حال کې ده، چې شپږ ورځې وړاندې د هند تر ولکې لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کې په یوه خونړي برید کې د ۲۶ کسانو وژل اوتر ۲۰ ډېر نورو ټپي کېدو وروسته، هند پاکستان د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ او د سند د اوبو تړون ځنډولو او پر پاکستان یې د بندیزونو لګولواقدام وکړ.
پاکستان هم د دغو اقداماتو په غبرګون کې د هندي الوتنو پر مخ خپل هوايي حریم وتاړه او د واګه بندر چې د افغانستان او هند تر منځ یوه مهمه سوداګریزه لار ده، هم بند کړ.
د دغو دواړو هېوادونو دغو متقابلو اقداماتو سربېره پر دې چې د هند او پاکستان پر اړیکو یې سیوری غوړولی، د افغانستان صادرات یې همزیانمن کړی دی.
په همدې حال کې د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي ازادي راډيو ته وویل، د پاکستان او هند ترمنځ په اړیکو کې د انډول ساتل د افغانستانلپاره ډېر مهم دي.
له پاکستان سره اړیکې باید کمې نه شي، خو له هند سره د اړیکو درلودل هم ډېر مهم دي ځکه چې هند اوس په سیمه کې دټکنالوژۍ او اقتصادي اړخه تقریبا زبرځواکه هېواد دیطارق فرهادي
"له پاکستان سره اړیکې باید کمې نه شي، خو له هند سره د اړیکو درلودل هم ډېر مهم دي ځکه چې هند اوس په سیمه کې دټکنالوژۍ او اقتصادي اړخه تقریبا زبرځواکه هېواد دی، د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده چې که د زده کړو بورسیې ترې ترلاسهکړي او افغان ځوانان وکړای شي هلته زده کړې وکړي".
وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې طالبان پر افغانستان واکمن شول، هند په کابل کې خپل سفارت وتاړه، خو له ۲۰۲۲ کالراهیسې د هند یو تخنیکي پلاوی په کابل کې د دغه هېواد په سفارت کې شته چې د دغه هېواد د بشري مرستو په برخه کې د هڅو همغږي کوي.
هند د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې په ممبۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ چارې طالبانو ته وسپارلې.
د افغانستان سفارت په نوي دهلي کې د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې وروسته له هغه وتړل شو چې د افغانستان د تېر پرځېدلي جمهوري نظام ډیپلوماټانو په هند کې د استوګنې نوې ویزې ترلاسه نه کړی شوې.
د راپورونو له مخې، د طالبانو حکومت په دوحه کې د طالبانو د سفیر سهیل شاهین زوی نجیب شاهین په ګډون خپل نوي ډیپلوماتان په هند کې دافغانستان سفارت ته معرفي کړي دي.
د طالبانو حکومت تر اوسه هېڅ هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی، خو ځینو هیوادونو د طالبانو ډیپلوماتان منلي او خپل استازي یې افغانستان تهوراستولي دي.