د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۷

د پاکستان پوځ؛ هغه ۵۴وسله وال مو وژلي چې غوښتل يې له افغانستانه شمالي وزیرستان ته واوړي


د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د ۵۴ مشکوکو وسلوالو د وژنې ادعا کړې ده.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د یکشنبې په ورځ د (اپرېل پر ۲۷مه) پر خپلې وبیپاڼې په بیان کې ویلي، په تیرو دریو شپو کې د مشکوکو وسلوالو "یوې لویې ډلې" پر ډېورنډ کرښه له "افغانستانه د شمالي وزیرستان حسن خېلو ته د داخلېدو هڅه کوله" چې امنیتي سرتېرو یې مخه ونیوله او په نښته کې يې ووژل.

د مشکوکو وسلوالو "یوې لویې ډلې" پر ډېورنډ کرښه له "افغانستانه د شمالي وزیرستان حسن خېلو ته د داخلېدو هڅه کوله" چې امنیتي سرتېرو یې مخه ونیوله
د پاکستان پوځ

د پوځ په بیان کې راغلي، په نښته کې ټول وسلوال وژل شوي خو د سرتیرو د مرګژوبلې په اړه يې جزیات ورکړي نه دي.

د پوځ دا ادعا په داسې حال کې ده چې له پرون سهار راهیسې په ټول شمالي وزیرستان کې ګرځبندیز لګیدلی او خلکو ته امر شوی چې سړکونو او بازارونو ته دې نه وځي.

د پاکستان پوځ په نښته کې وژل شوي ټول کسان "خوارج" بللي دي.

پوځ دا اصطلاح اکثر د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې ته کاروي خو دا روښانه نه ده چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول.

ټي ټي پي یا کومې بلې ډلې هم د پوځ د ادعا په غبرګون کې څه ویلي نه دي او ازادي هم په خپلواکه توګه د پوځ ادعا تاییدولای نه شي.

د پاکستان پوځ او حکومت اکثر تور پورې کوي چې وسلوال په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي.

خو د طالبانو حکومت په بیا بیا دا تور رد کړی او وايي هېڅ وسلوالې ډلې ته یې په افغانستان کې پټنځای نه دی ورکړی او ټینګار کوي چې د هغه هېواد خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

اخوا تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي‌ پي) او نورې ډلې هم وايي، وسلوال یې په پاکستان کې دي او بل ځای پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

د پاکستان پوځ وخت په وخت په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې ادعاوې کوي.

پوځ د اپرېل پر ۲۶مه پر خپلې وبیپاڼې په بیان کې پر ۲۵مه او ۲۶مه نېټو د خیبر پښتونخوا په کرک، شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې د ۱۵ مشکوکو وسلوالو د وژنې ادعا وکړه.

د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال د بریدونه په کمساري ډول زیات شوي دي

په خیبر پښتونخوا کې له تېرو دریو کلونو راهیسې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي او وسلوالې ډلې اکثر پر پولیسو، امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، فعالانو، سیاستوالانو او دیني عالمانو حملې کوي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني راپور کې وویل، د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال د بریدونه په کمساري ډول زیات شوي دي.

د دغه مرکز په ټکو، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.

د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.

د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی.

ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل، "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG