د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۱

افغان کډوال د جرمني د الوتنو په ځنډ اندېښمن دي


جرمني ته تلونکې الوتکه
جرمني ته تلونکې الوتکه

په پاکستان کې د بشري حقونو یو شمیر افغان فعالان چې په دې ورستیو کې یې له پاکستانه جرمني ته الوتنه لغوه شوې، وایي سخت وضعیت کې دي.

په پاکستان کې د بشري حقونو یوه فعاله وايي جرمني ته د تګ لپاره یې ټول تیاری نیولی وو خو الوتنې یې لغوه شوې.

هغې چې دې چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادۍ راډیو ته وویل، اوس په دې هیواد کې د خپل ځان او کورنۍ د برخلیک په اړه اندېښمنه ده.

«د کومې ژمنې له مخې چې راسره شوې وه پاکستان ته راغلم، ټول بهیر بشپړ شو او موږ جرمني ته د تګ لپاره پوره تیاری نیولی و، هر څه چمتو و، خو الوتنې لغوه شوې. دلیل یې معلوم نه دی او موږ ته هم نه دي ویل شوي. اوس ډېر اندېښمن یو، ځکه پاکستان هم د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر چټک کړی، او موږ نه پوهېږو څه وکړو.»

یو بل کس چې د ده الوتنه هم جرمني ته لغوه شوې او نه یې غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي، ازادۍ راډیو سره خبرو کې په دې اړه اندېښنه وښوده، او د جرمني له حکومته یې وغوښتل چې په شرایطو برابر کسان ژر تر ژره ته انتقال کړي.

دا اندېښنې داسې مهال دي چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت تازه اعلان کړی چې دوه پروازونه چې ټاکل شوې وه د اپرېل په ۲۳مه او ۲۹مه افغانان له پاکستانه جرمني ته انتقال کړي، لغوه شوي دي.

فرانس پرېس خبري اژانس د دې وزارت د ویاند سباستین فیشر په حواله راپور ورکړی چې دا مهال په راتلونکو دوو اونیو کې د افغانانو د انتقال لپاره بله الوتنه نه ده پلان شوې.

د دې پرېکړې دلیل د الوتنو د تنظیم د بهیر ستونزې او اداري مسایل ښودل شوي، چې پکې د ویزو د بهیر ورستي کېدل هم شامل دي.

په ورته وخت کې د "شنبه های ارغواني غورځنګ" جرمني ته د افغانانو د انتقال بهیر د احتمالي درېدلو له امله د اندېښنې ښودلې په ترڅ کې ویلي، دا کار د د هغه هیواد د لسګونو افغان محلي کارکوونکو او بشري حقونو فعالانو ژوند له خطر سره مخ کوي.

دې غورځنګ د اپرېل په ۲۴مه نېټه په دې اړه په یوې خپرې کړې اعلامیه کې د جرمني له حکومت غوښتي چې د خپلو هغو محلي کارکوونکو او بشري حقونو فعالانو د لېږد بهیر ته دوام ورکړي چې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ دي او دا بهیر دې چټک کړي.

د دې غورځنګ بنسټ‌اېښودونکې، مریم معروف اروین، ازادۍ راډیو ته وویل:

«موږ په دې اعلامیه کې ډېر ټینګار کړی، او د انتقال د بهیر د دوام او په کې د پوره دقت غوښتنه مو کړې ده. موږ هیله لرو چې جرمني د یو داسې هیواد په توګه چې کلونه کلونه د ښځو او بشري حقونو د مبارزې په برخه کې په لومړي صف کې ولاړ دی، افغان ښځې د جنسیتي اپارتاید رژیم ته یوازېې پرېنږدي. موږ د بشري حقونو له ټولو بنسټونو، مدني ټولنو، فعالانو او رسنیو هم غوښتی چې په پیاوړې همغږۍ سره هڅه وکړي چې افغان ښځو ته عدالت غوښتنه وکړي.»

په تر تولو وروستۍ الوتنه کې، ۱۳۸ افغان کډوال د اپرېل پر ۱۶مه له اسلام‌اباده د جرمني لایپزیخ ښار ته انتقال شول.

له پاکستانه د افغان کډوالو د انتقال دا دوه الوتنې داسې مهال لغوه کېږي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۰مه ویلي، هغه افغانان چې لویدیځو هېوادونو ته د پناه غوښتنې کیسونه لري، که د اپرېل تر پایه پورې له پاکستانه ونه لېږدول شي، ممکن له دې هېواده وایستل شي.

د یادونې ده چې د فبرورۍ میاشتې په ټاکنو کې د محافظه‌کار ائتلاف تر بریا او د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې یې په سخت چلند تر ټینګار ورسته، د دې ائتلاف غړو د افغان کډوالو د انتقال د الوتنو د بندېدو غوښتنې زیاتې کړې او پر اوسني حکومت یې د دغه بهیر د دوام په خاطر سختې نیوکې کړې دي.

له کله نه چې طالبان په ۲۰۲۱ کې افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل، جرمني په بېلابیلو پړاونو کې هغه افغانان چې له ګواښ سره مخ دي یا یې له جرمني ادارو سره کار کړی، دې هېواد ته انتقالوي.

لا هم په شرايطو برابر ۲۶۰۰ کسان په پاکستان کې دغه هیواد ته د انتقال په تمه دي او د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا افغانان به ۱۶ نورو الوتنو کې جرمني ته راولېږدول شي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG