د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي دوه الوتنې چې ټاکل شوې وه د اپرېل پر ۲۳مه او ۲۹مه افغانان له پاکستانه جرمني ته ولیږدولي، لغوه شوي دي.
فرانسپرس خبري اژانس راپور ورکړی چې د دغه وزارت ویاند سباستین فیشر د اپرېل پر ۲۳مه د دې خبرې تر څنګ ویلي چې تر راتلونکو دوو اونیو پورې د افغانانو د انتقال لپاره بله الوتنه هم نه ده پلان شوې.
فیشر د دې پرېکړې لامل د الوتنو په پلان کې پیچلتیا او اداري ستونزې یادې کړې دي، چې پکې د ویزو د بهیر ورستي کېدل هم شامل دي.
په تر تولو وروستۍ الوتنه کې، ۱۳۸ افغان کډوال د اپرېل پر ۱۶مه له اسلاماباده د جرمني لایپزیخ ښار ته انتقال شول.
په ورته وخت کې، په پاکستان کې میشت یو شمیر هغه افغانان چې د جرمني کیسونه لري وایي، د افغان کډوالو د اجباري اېستلو د بهیر په تیزېدو سره دې خبر دوی لا اندېښنمن کړې دي.
په اسلام اباد کې میشته د ښځو د حقونو یوه فعاله چې نهغواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته ویلي:
«وروستی ایمیل چې ما ته د جرمني د کیسونو له بهیر راغی، زما د کورنۍ د ټولو غړو د پاکستان د ویزې کاپۍ یې رانه غوښتې وې، نو که زه د دوی ۲۶۰۰ کسانو په ډله کې رانشم، او بېرته افغانستان ته وایستل شم، زما برخلیک به څه وي؟ شکنجه، بند یا بالاخره مرګ.»
یو بل افغان چې دې هم نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، وایي:
«موږ د جرمني کیس لرو او په اسلاماباد کې اوسو، کیس مو خپل پړوانه بشپړوي، موږ ته شپږ میاشتې وخت ټاکل شوی و، پنځه میاشتې یې تېرې شوي، شپږمه پیل شوې، خو تر اوسه هېڅ خبر نه دی راغلی.»
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۰مه ویلي، هغه افغانان چې لویدیځو هېوادونو ته د پناه غوښتنې کیسونه لري، که د اپرېل تر پایه پورې له پاکستانه ونه لېږدول شي، ممکن له دې هېواده وایستل شي.
د فرانسپرس د راپور له مخې، د اپرېل میاشتې له پیل راهیسې چې د بې اسناده او افغان تابعیت کارتونو درلودونکو افغانانو د ایستلو لړۍ پیل شوې، تر ۲۲مې نېټې له یو لکو زیات افغانان بېرته خپل هیواد ته ستانه کړل شوي دي.
د فبرورۍ میاشتې په ټاکنو کې د محافظهکار ائتلاف تر بریا او د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې یې په سخت چلند تر ټینګار ورسته، د دې ائتلاف غړو د افغان کډوالو د انتقال د الوتنو د بندېدو غوښتنې زیاتې کړې او پر اوسني حکومت یې د دغه بهیر د دوام په خاطر سختې نیوکې کړې دي.
له کله نه چې طالبان په ۲۰۲۱ کې افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل، جرمني په بېلابیلو پړاونو کې هغه افغانان چې له ګواښ سره مخ دي یا یې له جرمني ادارو سره کار کړی، دې هېواد ته انتقالوي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۴مه ویلي چې شاوخوا ۲۶۰۰ تنه زیان منونکي افغانان چې ورسره جرمني ته د راوستلو ژمنه شوې په پاکستان کې د انتقال په تمه دي، او د کورنیو چارو وزارت یې ویلي چې دا افغانان به ۱۶ نورو الوتنو کې جرمني ته راولېږدول شي.
په جرمني کې د ځینو افغانانو له خوا له څو جرمي پېښو ورسته دغه هیواد ته د افغانانو د انتقال موضوع له انتقادونو سره مخ ده.