د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۳

قزاقستان؛ د افغانستان په کانونو، تیلو، ګازو او نورو زیربنايي برخو کې پانګه اچونه کوو


عبدالغني برادر اخوند د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال سیریک ژومانګارین
عبدالغني برادر اخوند د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال سیریک ژومانګارین

قزاقستان اعلان کړی، چې د افغانستان په ټرانسپورټ، کانونو، تېلو، ګازو او نورو اقتصادي برخو کې پانګونې ته چمتو دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه موضوع د دوشنبې په ورځ د اپرېل پر ۲۱مه د قزاقستان د صدراعظم مرستیال سریک ژومانګارین او ورسره مل پلاوي یې په کابل کې د طالبانو د حکومت ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سره دلیدنې پر مهال مطرح شوې ده.

قزاقستان د افغانستان په ټرانسپورټ، کانونو، تېلو، ګازو او نورو اقتصادي برخو کې پانګونې ته چمتو دی

وړاندې خبرپاڼه کې راغلي، قزاقستان د تورغونډۍ – هرات – سپین بولدک د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو لپاره د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښتطرحه برابره کړې او د کانونو، تېلو ، ګازو او په افغانستان کې د انټرنت د لین رغونې په برخو کې پانګونې ته چمتو دی.

په دې بیان کې د قزاقستان د صدراعظم د مرستیال سریک ژومانګارین په حواله راغلي، "قزاقستان د یوه پرمختللي او خپلواک افغانستان ملاتړ کوي".

خو یو شمېر اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې قزاقستان په افغانستان کې د پانګونې له لارې په جنوبي اسیا کې د خپل اقتصادي نفوذ دپراخولو او د خپلو صادراتو د ترانزیت او بدیلې لارې د موندلو په لټه کې دی.

له دې ډلې بشیر دودیال ازادي راډيو ته وویل، که څه هم د طالبانو حکومت مشروعیت نه لري، خو ځینې هېوادونه د خامو موادو، د افغانستانموقعیت او ترانزیت ته په پام سره د خپلو اقتصادي ګټو په خاطر له طالبانو سره تعامل کوي.

"هغوی ته بشري او مدني مسایل مهم نه دي، هغوی ته یې خپلې اقتصادي ګټې مهمې دي، دوی غواړي چې د افغانستان لهلارې چې له سیاسي او اقتصادي اړخه حساس موقعیت لري، په خپله ګټه یې وکاروي".

د اقتصادي انګیرنو تر څنګ ځینې سیاسي شنونکي بیا په دې باور دي چې کابل ته د قزاقستان د پلاوي سفر ښايي د افغانستان په اړه د مسکو پر وروستیو اقداماتو اغېزو پورې تړاو ولري.

پخواني ديپلومات او د سياسي چارو پوه عزيز الدین معارج ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، سره له دې چې د طالبانو حکومت سرپرسته اداره دهاو اساسي قانون نه لري، په داسې حالت کې د هېوادونو پانګونه بحث پارونکې ده.

اصلا د پردې تر شاه د قزاقستان د پلاوي د راتګ هدف روسیه ده، چې د طالبانو له چارواکو یې محدودیتونه لرې کړي دي، بل دایران او چین پر وړاندې د لویدځو هېوادونو له پلانونو خبر دي
عزيز الدین معارج

"اصلا د پردې تر شاه د قزاقستان د پلاوي د راتګ هدف روسیه ده، چې د طالبانو له چارواکو یې محدودیتونه لرې کړي دي، بل دایران او چین پر وړاندې د لویدځو هېوادونو له پلانونو خبر دي، نو ځکه لومړی د منځنۍ اسیا هېوادونو لکه قزاقستان چې دافغانستان مسلې اړوند بې طرفه دي، دوی مخکې کوي او د دوی په وسیله خپلې ګټې اعمالوي".

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې سترې محکمې څلور ورځې وړاندې اعلان وکړ چې طالبان یې د دغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړه ایستليدي.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت تل له بېلابېلو هېوادونو سره د تعاملاتو او اقتصادي اړیکو د ټینګښت خبره کړې، خو تر اوسه هېڅ هېوادپه رسمیت نه دی پېژندلی.

خو د قزاقستان، چین، روسیې، ایران او ځینو نورو هېوادونو په ګډون یو شمېر هېوادونو د دوی ډیپلوماتان منلي او خپل استازي یې هم افغانستانته استولي دي.

طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له یو شمېر بهرنیو هېوادونو او شرکتونو سره د کانونو او نورو اقتصادي برخو کې ګڼ تړونونه لاسلیک کړي دي.

د طالبانو حکومت دغه پانګونه اقتصادي فرصت بولي، خو ځینې کارپوهان په دې باور دي چې د دې پانګونو لاسته راوړنه په شفافیت، سیاسيثبات او د حساب ورکوونکي مدیریت پورې تړلې ده.

XS
SM
MD
LG