د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۴

په ماین ککړو سیمو کې د کډوالو مېشتېدل؛ ماین پاکان وايي ښايي د خلکو مرګژوبلې زیاتې شي


د ماین یو قرباني
د ماین یو قرباني

په افغانستان کې د ماین پاکۍ موسسه MDC خبرداری ورکوي چې سږ کال ښايي په دغه هیواد کې د ماینونو له امله د تلفاتو شمېر زیات شي ځکه د دغې موسسې د مسولینو په خبره له پاکستان او ایرانه ستنېدونکې ډېری کډوال هغه سیمو ته ځي چېرته چې لا هم ماینونه شته.

د خوست ولایت یوه اوسېدونکي شریف الله چې د لس کسیزې کورنۍ سرپرست دی او په ماین چاودنه کې یې یوه پښه پرې شوې ازادي راډيو ته وویل:

«په خوست کې د یو ماین په چاودنه کې مې چپه پښه له منځه لاړه، اوس مهال ناروغ یم خو تداوۍ مې له هندوستان نه غیر په بل ځای کې امکان نه لري، زه معاش نه لرم، اقتصادي وضعیت مې ډېر خراب دی، خو خپله ځان ته ډاډ ورکوم، د کور ټول وسایل مې وپلورل تر څو کورنۍ ته پرې یوه مړۍ نفقه واخلم، اوس مهال کې کورنۍ له ډېرو ستونزو سره مخ ده.»

افغانستان چې واردمخه پکې د ماینونو خطرات ډېر زیات دي د کډوالو په راستنېدو له دې امله خلکو ته د مرګژوبلو د اوښتو اندېښنې زیاتې شوي.

د MDC په نوم د ماین پاکۍ موسسه خبرداری ورکوي چې ښايي سږکال د ځمکنیو ماینونو د چاودونو له امله د تلفاتو شمیر زیات شي ځکه چې له ایران او پاکستانه دا کډوال لوړو خطر لرونکو سیمو ته ځي.

د دې موسسې مشر شهاب حکیمي ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د ۱۲ ولایتونو په ۱۲۰۰ کیلو متره مربع ځمکه کې لا هم ماینونه شته.

نوموړی وايي د دغه ماینونو له امله هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان وژل کیږي او احتمال لري چې د ایران او پاکستان نه د کډوالو په راستنېدو او په بیلابیلو سیمو کې د ځای پر ځای کولو سره د ماینونو له امله په تلفاتو کې زیاتوالی راشي.

«څه وخت وروسته چې دا خلک خپلو سیمو ته ستانه شي، تلفات زیاتیږي، ځکه چې د افغانستان ډیری سیمې لا هم ماینونه لري، او دا تلفات به ډیری ماشومانو ته اوړي، په ۱۶۳ ولسوالیو کې باید له سره سروې وشي، ځکه په دغه سیمو کې ډېرې جګړې شوي دي، او د ماینونو په ګډون له هر ډول وسلو نه په کې ګټه اخیستل شوې ده، نو ځکه ویلای شو چې په دې سیمو کې خطرات زیات دي او سروې هم نه ده شوې.»

په وروستیو کې ایران او پاکستان له دې هیوادونو د افغان کډوالو د ایستلو پروسه ګړندۍ کړې او زرګونه کسان یې افغانستان ته ستانه کړي دي.

د ایم ډي سي د پخوانیو معلوماتو پر بنسټ وروسته له هغې چې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل، په افغانستان کې د ماین پاکولو پروګرامونو لپاره ۷۰ سلنه بودیجه کمه شوې ده، چې د ماین پاکولو پروګرامونو پلي کول یې ستونزمن کړي، او د ماین پاکولو لپاره د نړیوالې ټولنې دوامداره مرستې ته بیړنۍ اړتیا ده.

په ورته وخت کې د ماین چاودنې په وروستۍ پېښه کې چې د اپریل په په ۱۸ مه د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې وشوه د سیمه ییزو طالب چارواکو په وینا شپږو ماشومانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

په دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د قربانیانو عمرونه د ۹ او ۱۴ کلونو ترمنځ دي.

د بدخشان ولایتي روغتون یوه چارواکي، په یوه لیکلي پیغام کې ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې درې ماشومان مړه شوي او درې نور ماشومان ټپیان شوي چې د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لیږدول شوي دي.

دوه اونۍ وړاندې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په یو راپور کې وویل په تېر ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د ماینونو له امله ۵۶۴ کسان وژل شوي، چې ۴۳۴ یې ماشومان وو.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا هم تېره میاشت په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې هره میاشت له ۵۵ ډېر کسان د ماینونو او ناچاوده مهماتو له امله مرګژوبله ویني.

په راپور کې راغلي وو چې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا درې میلیون او درې لکه خلک په ماینونو له ککړو سیمو سره په یو کیلومترۍ کې ژوند کوي.

افغانستان چې له لسیزو راهیسي په جګړو کې رایسیار دی د جګړې ښکیلو اړخونو تر ډېره د بیلابیلو وسلو د کارونو ترڅنګ د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره ځمکنۍ ماینونه کارولي دي.

طالبان هم د تېر جمهوري حکومت پر مهال د جګړې یو مهم لوری وو او تل د ماینونو په اېښودلو تورن شوي اوس له نړۍ غواړي چې د ماین پاکونې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

په وروستیو کې د طالبانو د حکومت د طبیعي پیښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې سرپرست نورالدین ترابي په کابل کې په یوه غونډه کې په افغانستان کې د ماین پاکۍ په برخه کې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG