د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې چې د اپریل په۱۷مه په ریلیف ویبپاڼه کې خپور شوی ویلي، د مارچ له ۲۰مې د اپریل تر ۱۶مې پورې ۹۷ زره او ۳۰۰ افغان کډوال له ایران څخه ایستلي چې له دې شمیر ۵۵ زره او ۴۰۰ کسان په زور ایستل شوي.
دا شمیر ستنېدنه وروسته له هغې ده چې د ایران حکومت د فبرورۍ په ۲۳مه اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د سرشمېرنې پاڼې د مارچ له ۲۰مې وروسته نه تمدیدوي.
د UNHCR د معلوماتو له مخې، د اپریل له لومړۍ نېټې تر ۱۶مې پورې له پاکستان بیا نږدې ۸۴ زره او ۸۰۰ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي، چې له دې شمیر ۱۹ زره او ۶۰۰ کسان په زور ایستل شوي دي.
یو ان اچ سي ار وایي چې د دې کډوالو ۵۰ سلنه یې ښځې او نجونې او ۵۸ سلنه یې ماشومان دي.
پاکستان د اپریل له لومړۍ د بې اسناده او هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې، چې (اې سي سي) یا افغان تابعیت کارتونه لري او دا بهیر یې اوس نور هم چټک کړی دی.
اخوا د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو او سوداګرو سره د لیدنې پر مهال، دوی سره د کډوالو په ملاتړ او د بېرته ستنیدو په برخه کې ورته د اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې کړې دي.
د سوداګرۍ وزارت د اپریل په ۱۷مه، په خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې د نورالدین عزیزي په حواله دا هم ویلي، چې د کډوالو د داوطلبانه بېرته ستنېدو، بیا مېشتنېدنې او د ژوند د شرایطو د ښه والي لپاره پراخ اقدامات پیل شوي دي.
نوموړي دغه شان د افغان کډوالو د ایستلو د مسئلې د حل لپاره په دوه اړخیزو خبرو او د UNHCR د معیارونو له مخې د دوی په اګاهانه، داوطلبانه، باعزته او خوندي ستنیدنې ټینګار کړی دی.
په ورته وخت کې، په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت یو شمېر افغانان د کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر چټکېدو اندېښمن کړي او له نړیوالو سازمانونو غواړي چې د دوی د جبري ایستلو مخه ونیسي.
په پاکستان کې یو افغان کډوال سراج ازادي رادیو ته وویل:
«دا یوه ډېر سخت وضعیت دی، ډېری دا کډوال د پخواني حکومت مامورین وو، او که افغانستان ته لاړ شي، معلومه به شي چې څه ورسره کیږي. ډېری هغه کسان چې د مخکیني حکومت کارکوونکي وو او دیپورټ شوي، تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم. موږ له نړیوالو، بشري سازمانونو او د پاکستان له حکومت غواړو چې دې موضوع ته پام واړوي»
عارف الله وزیري بیا په ایران کې میشت افغان کډوال دی، نوموړې هم ازادي رادیو ته وویل:
«موږ نه شو کولای د خپل ورځنیو اړتیا لپاره تر نانوایۍ او دوکان ولاړ شو. ان د ایران پولیس پارکونو او کورونو ته راځي، افغانان ځوروي، وهي ټکوي او ډېر بد چلند ورسره کوي. موږ له مسؤلینو او بنسټونو غواړو چې زموږ مرستې ته راودانګي»
د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ډیری افغانان د بې وزلۍ، بېکارۍ، امنیتي ګواښونو او د خپلو لوڼو د زده کړو له امله له هېواده وتلي، او ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي دي. چې اوس هلته هم له ګڼو ستونزو او د نیولو او ایستلو له خطر سره مخ دي.