د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له پاکستانه ستنو شویو افغان کډوالو وضعیت یو ناورین بللی او دوی سره یې د نړیوالې ټولنې د مرستو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان د اپریل پر ۱۶مه، په خپله ایکس پاڼه په افغانستان کې خپل د بشري مرستو د عملیاتو ماموریت مرستیالې موتیا ایزورا مسکون یو ویډیويي پیغام خپور کړی دی..
دا پیغام تورخم کې ثبت شوی او نوموړې پکې ویلي چې اوسنی وضعیت د هر وخت په پرتله پیوستون او سمدستي اقدام ته اړتیا لري.
نوموړې دا هم ویلي چې دوی راستنو شویو سره چې په ورځني ډول یې شمیر زرګونو ته رسېږي همکاري کړې، خو تر ډېر فشار لاندې دي او راستانه شوي کسان اوبو، خوړو، روغتیايي خدمتونو او نورو برخو کې پراخو مرستو ته اړتیا لري.
«مونږ خپلو مرستو رسولو لپاره، سم دستي ډیرو سرچینو ته اړتیا لرو، که نه نو له هغو کسانو به ملاتړ ونه شو کړای، چې دلته سرحد ته راستانه شوي او ورته اړتیا لري، مونږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې ورنه سترګې پټې نه کړي، دا کورنۍ په تمه نشي پاتې کیدای.»
د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، په تېرو دوو اونیو کې نږدې ۶۰ زره افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
په همدې حال کې یو شمېر تازه رایستل شوي افغانان وايي، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
یو له دوی څخه، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل:
«په خدای باور وکړئ، زموږ ټول وسایل هلته پاتې شول، زموږ ریکشا او موټرسایکلونه یې هم ضبط کړل، په تورخم کې هم له موږ سره ډېره مرسته ونه شوه»یو راستون شوی افغان کډوال
ده زیاته کړه: «یوازې ۱۰ زره افغانۍ راکړل شوې چې شاوخوا ۵ زره یې کرایه ته ورکړې، هغه هم داسې چې دوه درې کورنیو یو موټر کرایه کړ، اوس ډېر له ستونزو سره مخ یو»
یو بل را ایستل شوي افغان چې اوس په ننګرهار کې دېره دی او ده هم ونه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل:
«یوه اونۍ کې چې له پاکستانه، افغانستان ته راغلی یم، په تورخم کې یې ماته ۵۸۰۰ افغانۍ راکړې، دغه شان ۶ زره افغانۍ نورې هم مرسته شوې، نور ماته مرسته نه ده شوې»
د یادونې ده چې افغانستان ته په ډیر شمیر سره د کډوالو دا ستنېدنه داسې مهال ده چې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې «اوچا» د راپور پر بنسټ روان میلادي کال کې شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
په دې وروستیو کې د امریکا له خوا د بهرنیو مرستو ځنډیدو، چې پخوا یې افغانستان ته ۴۳ سلنه بشري مرستې برابرولې، د دغه هیواد پر بشري وضعیت منفي اغېز کړی دی.
راپورونه وايي، له پاکستانه د راستانه شوو کډوالو شمېر په زیاتېدو دی، چې دې کار د افغانستان پر محدودو منابعو فشار ډېر کړی او د بیړنیو مرستو اړتیا یې لا پسې زیاته کړې ده.
پاکستان د اپریل له لومړۍ راهیسې د بې اسناده او هغو افغان کډوال چې (اېسيسي) یا د افغان تابعیت کارت لري د اېستلو بهیر پیل او چټک کړی دی.