احمد عمر، چې څو ورځې وړاندې له پاکستانه ستون شوی ازادي راډيو ته یې وویل "پخوا د یو کور کرایه تر څلور زره وه، هماغه کور اوس په اته یا لس زره هم نه ورکوي، پنځه ورځې کیږي چې له پاکستانه راستون شوی یم، دلته مو یو کور په اته زره افغانۍ کرایه کړی دی، ماته د دومره پیسو پیدا کول ډېره سخته ده، د کور د کرایې تر څنګ د برښنا بلونه او نور لګښتونه هم شته."
له ایرانه ستون شوی محمد چې د پنځه کسیزې کورنۍ سرپرست دی وايي څلور کاله یې په ایران کې مزدوري وکړه خو یوه میاشت مخکې افغانستان ته ډیپورت شو.دا چې دا مهال په پلازمینه کابل کې ژوند کې له ورته ستونزې سر ټکوي"په دې ورځو کې، هیڅ کرايي کور نه پیدا کیږي، که کوم یو پیدا هم شي کرایه یې دوه برابره زیاته وي، د یوې خونې څلور زره افغانۍ کرایه ده، د کورونو له مالکانو سره اصلا خبرې نه کیږي، موږ په میدان پاتې یو، له دې ژونده مرګ بهتر دی."
په کابل او ننګرهار کې د معاملاتو د لارښونې د یو شمېر دفترونو مسولین هم دا ستونزه تاییدوي او وايي چې له پاکستان او ایرانه د افغانانو د ستنولو د بهیر په چټکېدو سره د کورونو کرایې څو برابره لوړې شوي دي.
د کابل په کلوله پشته سیمه کې د معاملاتو د لارښونې د یو دفتر مسول تمیم ازادي راډيو ته وویل" خلک راځي وايي، چې له پاکستان یا له ایرانه راستانه شوي یو زموږ لپاره د څلور یا پنځه زره افغانیو ترمنځ کور کرایه کړئ، خو مخکې چې کوم د دوه خونو کورونه په اوه زره وو کرایې یې اوس دولس زره ته رسېدلی دی، د څلورو خونو د یو کور کرایه شل یا پنځه ویشت زره افغانۍ یا ان څلور سوه ډالرو ته لوړه شوې ده."
په ننګرهار کې د معاملاتو د لارښونې د یو دفتر مسول رفیق بیا ازادي راډيو ته وویل چې په دې ولایت کې اصلاً کرایې کورونه نه پیدا کیږي"هغه کډوال چې له پاکستان څخه راغلي دي رهنماوو ته راځي او د کرایي کورونو پوښتنه کوي، خو موږ ورته د نه ځواب ورکوو، اصلا کور نه پیدا کیږي، هره ورځ شاوخوا سل کسان د کرایې کورونو پوښتنه کوي خو کرایه کورونه نشته، له دې سره زموږ کار هم په ټپه ولاړ دی."
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې تازه د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې د کورونو له خاوندانو غوښتني چې له راستنو شویو افغانانو سره د کرایې په برخه کې همکاري وکړي او دوی ته په مناسبه کرایه کورونه ورکړي.
په اعلامیه کې دغه شان د معاملاتو د لارښوونو له دفترونو هم غوښتنه شوې چې د اصولو خلاف له کمیشنونو اخیستلو ډډه وکړي.
د طالبانوحکومت د عدلیې وزارت په مرستندویو موسسو هم غږ کړی چې راستنېدونکو سره مرسته وکړي او د هغوی د اړتیا د پوره کولو په برخه کې هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.
په افغانستان کې د کرايي کورونو د کمښت او د کرایې د لوړېدو شکایتونه داسې مهال دي چې په تېرو څو میاشتو کې زرګونه افغان کډوال له ایران او پاکستانه ایستل شوي دي.
دغه افغانان تر ډېره هیڅ مالي امکانات نه لري.
د اپریل په ۱۴مه د جرمني DPA اژانس د ملګرو ملتونو لپاره د کډوالو د عالي کمشنرۍ په حواله راپور ورکړ چې په تېرو دوه اونیو کې پاکستان له دې هیواده ۱۲۷ زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه کړي دي.
دغه شان د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان آی او ایم ویلي چې د تېر کال د جنورۍ له میاشتې تر ډېسمبره له یو میلیون او ۲ سوه زرو ډېر افغانان چې قانوني اسناد یې نه درلودل له ایرانه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
ډیری دوی ازادي راډيو ته ویلي چې د خوړو او سرپناه له کمښت سره مخ او بېړنیو مرستو ته اړ دي.