د روانې اپریل په ۱۰ مه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې که دغه افغان پناه غوښتونکي د همدې میاشتې تر دیرشمې انتقال نه شي نو دوی ېې ښايي له دې هیواده افغانستان ته اخراج کړي.
په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان پناه غوښتونکي چې درییمو کډوال منونکو هیوادونو ته د تګ کیسونه لري له دې هیواده د دوی د ایستلو په تړاو د پاکستان وروستي اعلان سخت اندېښمن کړي دي.
دوی وايي په افغانستان کې یې ژوند د مرګ له ګواښ او په پاکستان کې یې د ډیپورټ له خطر سره مخ دي.
دغه افغان پناه غوښتونکي وايي د پاکستان د اعلان له مخې په دې هیواد کې میشت ډېری د مدني ټولنو افغان استازي، د بشري حقونو مدافعین، خبریالان او د تېر جمهوري حکومت منسوبین د ډیپورټ له ګواښ سره مخ کیږي.
په اسلام اباد کې میشت یو افغان پناه غوښتونکې چې د امریکا متحده ایالاتو سره د ایس ای وي کیس لري ازادي راډيو ته وویل:
«دا مسله تر ډېره هغه چاته جدي ده چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال د امریکا متحدین پاتې شوي، ځکه طالبان وخت په وخت هغه افغانان چې د امریکا له متحده ایالاتو سره یې کار کړی نیسي، بندیان کوي یې، او شکنجه ورکوي، نو د پاکستان وروستی اعلان ډېر اندېښمنونکی دی.»
په پاکستان کې میشت یو بل افغان پناه غوښتونکې میر رحمان ازادي راډيو ته وویل:
«د پاکستان وروستۍ پرېکړه ډېره خواشینونکې او تهدیدونکې پرېکړه ده، ځکه تر ډېره دغه افغانان چې پاکستان ته راغلي، دوی ټول یې په افغانستان کې د مرګ له ګواښونو سره مخ ول، په دوی کې د مدني ټولنو استازي، د بشري حقونو فعالین، د نجونو د زده کړو غوښتونکې، خبریالان او د تېر جمهوري حکومت منسوبین شامل دي.»
دا اندېښنې وروسته له هغې دي چې د اپریل په ۱۰ مه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې هغه زرګونه افغانان چې لویدیځو هیوادونو ته یې د پناه اخیستلو غوښتنلیکونه ورکړي که د اپریل تر پایه له پاکستانه انتقال نه شي ښايي له دې هیواده وویستل شي.
د دغه وزارت مرستیال طلال چوهدري په یو خبري کنفرانس کې که څه هم د کوم ځانګړي هیواد نوم وانه خیست خو د راپورونو پر بنسټ د امریکا له لوري د افغان پناه غوښتونکو د لېږد د پروګرام د ځنډ له امله شاوخوا ۲۵ زره افغانان په پاکستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته د جنورۍ پر ۲۰مه په امریکا کې د کډوالو د بیا مېشتېدنې پروګرام د دریو میاشتو لپاره وځنډاوه.
دغه راز یو شمېر نور افغانان بیا د برېټانیا، جرمني، کاناډا او فرانسې په ګډون لوېدیځو هېوادونو ته د لېږد په تمه د اسلام اباد تر څنګ د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې مېشت دي.
دغه افغانان تر ډېره پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته د طالبانو د ګواښونو له امله پاکستان ته تللي دي.
که څه هم د تېرې مارچ میاشتې په وروستیو کې په پاکستان کې میشتو زرګونه افغان پناه غوښتونکو په یو سرخلاصي لیک کې د پاکستان له صدارعظم غوښتنه وکړه چې دوی د اخراج له امر مستثنی کړي او دا چې دوی ته دې د کیسونو تر څېړنې پورې په دې هیواد کې د پاتې کېدو اجازه ورکول شي، خو د پاکستان وروستي اعلان ته په کتو داسې فکر کیږي چې دغه هیواد د افغان پناه غوښتونکو دې غوښتنې ته ډېر پام نه دی کړی.
پاکستان د روانې اپریل میاشتې له لومړۍ نېټې په دې هیواد کې د میشتو بې اسناده او اې سي سي کارت لرونکو د نیولو او له دې هیواده د ایستلو پراخ عملیات پیل کړي چې تر دې دمه یې زرګونه کسان افغانستان ته اړولي دي.