د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي که رښتیا وي چې طالبانو نور امریکايي اتباع هم یرغمل کړي پر مشرانو به یې دومره لویې جایزې وټاکي چې د اسامه بن لادن تر جایزو هم ډېرې وي. د افغانستان د حقوقپوهانو د ټولنې له مشر میرعبدالواحدسادات سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده
آیا د امریکا نوی ولسمشر به طالبان د ښځو د حقونو درناوي ته وهڅولای شي؟
د قطر په پلازمینه دوحه کې وروسته له څو اونیو خبرواترو موافقه وشوه چې د غزې جګړه به د اوس لپاره دریږي، د حماس او اسراییل د اوربند څومره هیله عملي دی؟، اسدالله لودین په دې اړه په امریکا کې د پوهنتون د استاد او د منځني ختیځ د چارو د څيړونکي ډاکټر عبیدالله برهاني نظر پوښتلی دی.
لسګونو افغان ښځينه فعالانو له هغې ډلې شبنم صالحي د کرکټ نړیوالې شورا ته د افغان ټیم په ملاتړ لیک استولی. هغې ویلي د کرکټ ملي ټيم باید بایکاټ نه شي. صفي الله ستانکزي له اغلې صالحي سره مرکه کړې .
په واخان کې د پاکستاني پوځ د حضور په اړه اوازې تودې شوې دي، ورسره همهاله د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د چین له سفیر سره او د پاکستان د پوځ د استخباراتو ريیس بیا د تاجکستان د ولسمشر سره کتلي دي. په دې اړه هوسۍ احمدزي د چارو له شنونکي بلال احمد فاطمي سره مرکه کړې. دا مرکه دلته اوریدلی شئ.
د بشارالاسد مخالفو ډلو چې اوس یې سوریه په لاس کې ده ادعا کوي چې د اسد د رژیم تر نسکورېدو وروسته یې د کپتګان په نوم نشه يي موادو څو کارخانې موندلي او ویجاړې کړي دي. په دې اړه مرسلین ارسلا په امریکا کې د بروکینګز انسټیټیوټ له څېړونکې مېرمنې ونډا فیلباب برون سره مرکه کړې ده. دلته یې واورئ.
د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی نوراغا تر اعتیاد مخکې په جلال اباد ښار کې خیاطي کوله. نوراغا وايي چې د نشې له امله مې مور ډېرې ښېراوې راته کوي او زما د اعتیاد له امله ځورېږي. نوراغا زیاتوي چې، ګټلې پیسې به مې پر نشو ورکولې. نوراغا ولې او څنګه معتادشو؟ دلته یې واورئ
د نشه يي موادو استعمال د مغزو پر بېلا بېلو برخو ناوړه اغېزې کوي او فعالیت یې ګډوډوي چې په دې لړ کې یوه هم د حافظې کمروزي ده.
طارق د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکی دی. دا ځوان چې پنځه کاله یې په ترکیه کې تېر کړي او هلته معتاد شوی وايي چې، که مې نشه نه کولای اوس به مې په بهر کې ښه ژوند درلودای.
نور راوښيه