د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۶

سراج الدین حقاني له دوه میاشتنې ځنډ وروسته ملا هبت الله اخندزاده سره کتلي دي


Afghanistan
Afghanistan

د طالبانو د حکومت له مشر سره د دوی د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني د خپلمنځي اختلافونو د راپورونو له خپرېدو او له دوو میاشتو زیات وخت لپاره په بهر کې اوسېدو او بېرته راسنېدو وروسته، نوموړي بالاخره له هبت الله خندازاده سره لیدلي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ (د مارچ ۲۸مه) په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې دا ناسته په کندهار ولایت کې په لوړه امنیتي کچه ترسره شوې ده.

په کندهار ولایت کې په لوړه امنیتي کچه ناسته ترسره شوې ده چې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په کې حضور درلود.
د طالبانو د حکومت ویاند

نوموړي زیاته کړې چې د سراج الدین حقاني سربیره، د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد، د دوی د استخباراتو عمومي مشرعبدالحق وثیق، د دوی دفاع وزارت مرستیال عبدالقیوم ذاکر او د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري د هیواد امنیتي راپور خپل مشر ته وړاندې کړی دی.

که څه هم نوموړي د دې غونډې د وخت او محتوا په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او نه هم د دې غونډې کوم رسمي عکس خپور شوی، خو ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دې غونډه کې د امنیتي ارګانونو وړاندیزونه اورېدل شوي او د عملیاتو او د چارو په اړه ورته لارښوونې شوې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې ناستې د جزییاتو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

دا لومړی ځل دی چې طالبانو په علني توګه په لوړه کچه امنیتي غونډه کې افغانستان ته له راستنیدو وروسته د سراج الدین حقاني ګډون تایید کړی دی.

تر دې وړاندې، د طالبانو د حکومت د مشر او د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په ګډون چې شاو او خوا دوه میاشتې مخکې یې له کابله متحده عربي اماراتو او بیا سعودي عربستان ته سفر کړی و، د طالب چارواکو ترمنځ د اختلافاتو راپورونه خپاره شوي دي.

خو نه ده او نه هم ده ته نږدې سرچینو په دې اړه چې د طالبانو له مشر ملا هیبت الله اخوندزاده سره د هغه اختلافات زیات شوي دي، د خپروشویو راپورونو اړوند تبصره کړې ده.

په دې لوړه کچه غونډه کې د هغه بیا راڅرګندېدل د امریکا د عدلیې وزارت له تور نوملړه د هغه له نوم لرې کولو او د سراج الدین حقاني د نیولو په اړه د معلوماتو لپاره د ۱۰ ملیون ډالرو جایزې له لغوه کیدو سره هم مهاله دي.

دا ناسته وشوه خو لا څرګنده نه ده چې ایا له دې ناستې وروسته به سراج الدین حقاني خپل خاموشه احتجاج ته دوام ورکوي او یا به بیا وزارت ته ستېږي، خو زما په اند هڅه کېږي هغه بې نزاکتي چې د طالبانو تر منځ شوې، حل کړي څو د خلکو تر منځ پارېدلې اندېښنې لرې شي
سمیع یوسفزی

ځینې کارپوهان په دې باور دي چې دا ناسته د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو د کمولو په موخه شوې ده.

له دې ډلې سمیع یوسف زي ازادي راډیو ته وویل،

"دا ناسته وشوه خو لا څرګنده نه ده چې ایا له دې ناستې وروسته به سراج الدین حقاني خپل خاموشه احتجاج ته دوام ورکوي او یا به بیا وزارت ته ستېږي، خو زما په اند هڅه کېږي هغه بې نزاکتي چې د طالبانو تر منځ شوې، حل کړي تر څو د خلکو تر منځ پارېدلې اندېښنې لرې شي."

د سیاسي چارو پوه اسحاق اتمر هم وایي،

"د طالبانو مشر د خپل دفاع او کورنیو چارو وزیران او نور کسان له کابله کندهار ته غوښتي، که څه هم تر اوسه د ناستې پایلې افشا شوې نه دي چې ایا لا هم دوی کوم اختلاف لري یا کومې بشپړې هوکړې ته سره رسېدلي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو یوې سرچینې د حوت میاشتې په لومړۍ نېټه ازادي راډیو ته ویلي وه چې د طالبانو د حکومت په کابینې کې څو وزیرانو د دوی د مشر د پریکړو او نارضایتیو له امله په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړې د بندیز په غبرګون کې استعفاوې کړې وې چې د ملاهبت الله اخندزاده لخوا ونه منل شوې.

خو هغه مهال د طالبانو د حکومت یوې بلې سرچینې دا ادعاوې رد کړې وې.

تر دې مخکې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د روان کال په جنورۍ میاشت کې ورسته له هغه له افغانستان څخه ووت چې ظاهراً څرګندونې یې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د کړنو په اړه د نیوکې په توګه انګېرل کېدې.

د طالبانو د یوې سرچینې په خبره، د ځینو طالب مشرانو نارضایتۍ هغه وخت لا څرګندې شوې چې ملا هبت الله اخندزاده د ستانکزي د نیولو امرصادر کړ.

خو طالب چارواکو تل هڅه کړې چې نړۍ ته ځانونه یو موټی وښيي او هر ډول خپلمنځي نارضایتۍ پټې کړي.

XS
SM
MD
LG