د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» خبرداری ورکړی چې که یوازې ۲۵ سلنه بودجه ترلاسه کړي، له ۹.۳ میلیونه کسانو څخه چې روغتیایي خدمتونو ته اړتیا لري، ۷ میلیونه به یې له دې ورنه بېبرخې شي.
«اوچا» په خپل تازه راپور "د ناپامۍ بیه" کې چې د پنجشنبې په ورځ، (د مارچ په ۲۷ مه) خپور شوی ویلي، د بودجې د کمښت له امله به، تر ۲۰۲۵ کال پورې له ۱۹۶۲ زیات روغتیایي مرکزونه وتړل شي او دا کار به میلیونونه افغانان، چې دغو اساسي خدمتونو سره تړلي دي، له جدي خطر سره مخ کړي.
د بودجې د کمښت له امله به، تر ۲۰۲۵ کال پورې له ۱۹۶۲ زیات روغتیایي مرکزونه وتړل شي او دا کار به میلیونونه افغانان، چې دغو اساسي خدمتونو سره تړلي دي، له جدي خطر سره مخ کړياوچا
راپور زیاتوي چې له دې شمیر څخه به ۳.۱ میلیونه ماشومان، چې پنځه کلن شوي نه دي، او ۱.۱ میلیونه امیندوارې او شیدې ورکونکې مېرمنې له درملنې او د تغذیې له خدمتونو بېبرخې شي.
دغه شان د راپور په ټوکو د مړینې کچه به هم په ځانګړي ډول د ماشومانو او ښځو ترمنځ، د خوارځواکۍ او د ناروغیو د پراخېدو له امله، زیاته شي.
په ورته وخت کې، د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې لومړنیو روغتیایي خدمتونو ته لازم لاسرسی نه لري.
د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل،
" مونږ ته هیڅ نېږدې کلینیک نشته، ډیره لاره پلي ځو چې یو موټر پیدا کړو او ځان ډاکټر ته ورسوو، کلینیک کې هم بس ژر مو ګوري او نسخه راکوي وايي له بهر یې واخلئ، درمل وړیا نه راکوي، بیروبار هم زیات دی، خلک بهر ولاړ وي خو څوک ورته پام نه کوي "
مونږ ته هیڅ نېږدې کلینیک نشته، ډیره لاره پلي ځو چې یو موټر پیدا کړو او ځان ډاکټر ته ورسوو، کلینیک کې هم بس ژر مو ګوري او نسخه راکوي وايي له بهر یې واخلئد تخار اوسیدنکی
دغه شان د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ یو اوسېدونکی، چې دا هم نه غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي وايي،
" مخکې به دا خدمتونه د ولسوالیو د اطرافو خلکو ته وو چې اوس نشته، درمل او وسایل نه ورکوي، دا کیلینیکونه ګرځنده وو، دننه په کې خونې وې، خو د جاغوري له ښار او بازار لرې وو."
«اوچا» ویلي، د ۲۰۲۵ کال د لومړیو درېیو میاشتو په ترڅ کې، بشري مرستو لپاره یوازې ۱۳.۳ سلنه اړینه بودیجه برابره شوې.
د راپور په ټکو د مالي مرستو کمښت، په ځانګړي ډول د امریکا له خوا د مالي مرستو بندېدل به افغانان د روغتیا، خوړو او په نورو حیاتي برخو کې اغیزمن کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو، ایچ او) او همکارې ادارې یې «د روغتیا نړیوال کلستر» چې د ګڼو نړیوالو سازمانونو یوه شبکه ده، په خپلو جلا راپورونو کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا د حکومت له خوا د مالي مرستو د بندېدو له امله، په افغانستان کې ۷۰۰ روغتیایي مرکزونه تړل شوي دي.
د یادو ادارو په وینا، دې اقدام نږدې ۶ میلیونه کسان، د روغتیایي خدمتونو له ترلاسه کولو بېبرخې کړي دي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې په یوه اجرائیوي فرمان کې د امریکا ټولې بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې، ویې ویل چې دا مرستې د امریکا له ګټو سره سمون نه لري.
«اوچا» له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان سره خپلې مالي مرستې ډېرې کړي، تر څو د یو بشري ناورین مخه ونیول شي که نه نو دغه هیواد به د وروستیو کلونو له تر ټولو ناوړه بشري بحران سره مخ شي.