معترضو ښځو د جمعې په ورځ (مارچ ۷مه) رسنیو ته په خپلو استولو بیانونو او پرېکړهلیکونو کې په افغانستان کې د ښځو د بشري وضعیت په بېساري ډول بد بللی او ویلي یې دي چې طالبانو ښځې له ټولنې په بشپړه توګه لرې کړي دي.
د دغو بنسټونو او خوځښتونو په پرېکړهلیکونو کې راغلي، چې ښځې په افغانستان کې له هر ډول اساسي، بشري، ټولنیزو، اقتصادي، کلتوري او سیاسي فعالیتونو منع شوې دي او د کار او تعلیم حق یې ترې اخیستل شوی.
د افغانستان د عدالت غوښتونکو ښځو د خوځښت یوې معترضې، رسنیو ته په استولیو ویډیوګانو کې ویلي:
"د ښځو پر وړاندې د تعلیمي، حرفوي او ټولنیزو بندیزونو د لیرې کولو لپاره پر طالبانو نړیوال فشارونه زیات کړئ. د ښځو پر وړاندې د طالبانو جنایتونه باید نړیوالو محکمو ته راجع شي."
په پاریس کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه نړیواله ناسته
دا اعتراضونه داسې مهال ترسره کېږي، چې د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) نن په پاریس کې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه یوه لویه غونډه جوړوي.
یونسکو پر خپله وېبپاڼه لیکلي، چې د دې ناستې موخه په نړیواله کچه د ښځو د حقونو په اړه پوهاوی زیاتول او ملاتړ جلبول دي.
یونسکو زیاتوي، چې دا ناسته د دغه سازمان د ۲۲۰مې غونډې د اجرایوي بورډ په غوښتنه جوړیږي.
که څه هم یونسکو د ناستې د ګډونوالو په اړه څه نه دي ویلي، خو دا ناسته داسې مهال ترسره کېږي، چې سبا د مارچ اتمه، د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ ده.
په پاکستان کې مېشتې د افغان ښځو د حقونو فعاله ماریا نوري وايي، چې دوی له دې غونډې د مثبتو پایلو تمه لري:
"موږ خوشحاله یو، چې یونسکو د افغانستان د ښځو د ستونزو په اړه خبرې کوي، خو یوازې خبرې کول کفایت نه کوي. موږ غواړو، چې دا ناستې نتیجه ورکړي او د افغان ښځو د وضعیت واقعي بدلون ته لار هواره کړي."
د طالبانو حکومت تر اوسه د یونسکو د دې ناستې په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې د افغان ښځو مسئله "کورنۍ موضوع" بللې او ادعا یې کړې، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه ورکړي.
خو طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته د زده کړو او کار په ګډون پر افغان نجونو او ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي، چې د بشري حقونو یو شمېر ادارو دا "جنسیتي اپارتاید" بللی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغان ښځو د حقونو د اعادې لپاره پر طالبانو فشارونه زیات کړي.