د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

په ننګرهار کې بې‌سرپرسته مېرمنې: غربت او اقتصادي ستونزو مو ژوند سخت کړی


په ننګرهار کې بې‌سرپرستې او بې‌وسه مېرمنې وايي، غربت او اقتصادي ستونزو دومره سرګردانه کړي، چې نه له خپلو حقوقو خبرې دي او نه هم د ښځو له نړیوالې ورځې.

دا مېرمنې شکایت کوي، چې په تېرو شل کلونو کې د ښځو د ژوند د ښه‌والي او اقتصادي ستونزو د هواري لپاره ګڼې مرستې اعلان شوې، خو دوی ته نه دي رسېدلي.

"زموږ ستونزې هیچا نه دي حل کړي"

د ننګرهار د یوې لیرې پرتې سیمې اوسېدونکې پلوشې ازادي راډیو ته وویل:

"افغانستان ته ډېرې مرستې راغلې، خو متأسفانه عاجزو او فقیرو ښځو ته هېڅ نه دي رسېدلي. موږ لا هم شاقه کارونه، د بزګرۍ او دهقانۍ سختې ګالو ، خو زموږ ستونزې هیچا حل نه کړې او نه مو څوک غږ اوري."

۳۵ کلنه فاطمه، چې خاوند یې په تیرو جګړو کې وژل شوی او د درېیو ماشومانو سرپرستي ور تر غاړې ده، وايي:

"دا درې ماشومان مې دي، خاوند مې مړ دی، هېڅ نه لرو. که چا خیرات راکړ، ګذاره کوو، که یې را نه کړي، د الله په رحمت ناست یو. یو نیم څوک مرسته کوي، نور له الله پرته څوک نه لرو."

"بې‌روزګاري او فقر ښځې له سختو ستونزو سره مخ کړي"

د جلال‌اباد ښار اوسېدونکې پرخه وايي، تېرو جګړو له ګڼو کورنیو د نفقې ګټونکي اخیستي، چې دا مهال د یوې مړۍ ډوډۍ په لټه دي. هغې وویل:

"زموږ په څنګ کې غریبې او بې‌وسې مېرمنې سخت ژوند لري. په تېرو حکومتونو کې بې‌سرپرستو کورنیو ته معاش ورکول کېده، چې تر یوه حده یې ستونزې حلولې، خو اوس هغه مرستې خورا کمې شوې دي. پخوا یتیمانو او کونډو ته کلنۍ ۶۰ یا ۶۵ زره افغانۍ ورکول کېدې، خو اوس یوازې ۲۰ زرو ته راکمې شوې دي."

پرخه زیاتوي، چې زرګونه ښځې، چې پخوا یې په دفترونو کې کار کاوه او د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره یې معاش ترلاسه کاوه، د ښځو پر کار او زده کړو محدودیتونو بې روزګاره کړي دي.

"د تعلیم بندیز به د افغانستان راتلونکی له ستونزو سره مخ کړي"

پرخه وايي، طالبانو د "امر ثاني" تر نامه لاندې د میلیونونو نجونو د تعلیم او تحصیل حق اخیستی، چې ژوند یې ورته تریخ کړی دی.

هغې له اوسنیو چارواکو وغوښتل، "د نجونو پر مخ دې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو دروازې پرانیزي. که دا بندیزونه دوام وکړي، افغانستان به په روغتیايي او نورو برخو کې له جدي ستونزو سره مخ شي."

پرخه د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې وايي، دا بندیزونه د افغانستان راتلونکي ته سترې ستونزې جوړولی شي، ځکه تعلیم د هر انسان حق دی. اسلام هم ښځو ته د زده کړو اجازه ورکړې.. "

ایا د نجونو پر زده کړو د بندیز زیان جبرانېدای شي؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:56 0:00

د طالبانو دریځ

د راپور تر خپرېدو پورې طالب چارواکو د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو پخوا یې ادعا کړې، چې له کونډو، یتیمانو، معلولینو او بې‌سرپرستو کورنیو سره مرستې کوي.

طالب چارواکي همدارنګه د نجونو د زده کړو په اړه هم د څو کلونو راهېسې د یوې تګلارې د جوړیدو ژمنې کوي، خو د نجونو د زده کړو سره د طالبانو د مشر د مخالفت له کبله له څه باندې درې کلونو راهېسې افغان نجونې له زده کړو منعه دي.

"وعدې شوې، خو بندیزونه نه دي لیرې شوي"

په ختیځو ولایتونو کې نجونې او مېرمنې وايي، هر کال د مارچ اتمې په ګډون د ښځو د حقونو ګڼې نړیوالې ورځې لمانځل کېږي، خو تر اوسه د افغان ښځو د ژوند د بهبود لپاره هېڅ عملي ګام نه دی اخیستل شوی، چې د دوی پر ژوند مثبته اغېزه ولري.

پرخه وايي:

"موږ ته د مرستو اعلانونه کېږي، د بندیزونو د کمیدو ژمنې راسره کېږي، خو بندیزونه نه دي پورته شوي او زموږ اقتصادي ستونزې نه دي هوارې شوې."

XS
SM
MD
LG