د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

د افغان لوبډلې روزونکی وايي، د افغانستان د کرکټ ټولنه په یوازې ځان ټولې ستونزې نه شي اوارولای


د ملي لوبډلې روزونکی جاناتان ټراټ او افغان لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ
د ملي لوبډلې روزونکی جاناتان ټراټ او افغان لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ

په داسې حال کې چې د افغان نجونو او ښځو پر تعلیم او کار د طالبانو د محدودیتونو په غبرګون کې د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د لوبو د احتمالي بایکاټ په برخه کې اندېښنې پرځای پاتې دي، د ملي لوبډلې مشر روزونکی جاناتان ټراټ وايي، افغان لوبغاړي پوهېږي چې په هېواد کې یې ځینې مسایل پر سم لوري نه دي روان خو دی زیاتوي چې افغان لوبغاړي زړور کسان دي.

ښاغلي ټراټ له بي بي سره په یو مرکه کې چې لنډیز یې رویټرز خبري آژانس خپور کړی دی ویلي، افغان لوبغاړي د سم او ناسم ترمنځ په توپیر پوهېږي خو دوی په یوه نازک وضعیت کې دي.

افغان لوبډله د اتلولۍ د جام د لوبو په لړۍ کې نن د انګلستان له سیالې لوبډلې سره مخامخ کېږي او دا په داسې حال کې ده چې د پارلمان د لسګونه وکیلانو په ګډون د برتانیا له ۱۶۰ ډېرو سیاستوالو په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم او کار د طالبانو د محدودیتونو له کبله له افغانستان سره د انګلستان د دې لوبې د ځنډېدو غوښتنه کړې ده.

ټراټ وايي افغان لوبغاړي هڅه کوي چې افغانانو ته خوښۍ راوړي، دوی هیجان لري، زړور دي او ویاړي چې خپلو خلکو ته خوښي ورکړي خو په عین حال کې په دې هم پوهېږي چې په افغانستان ځینې مسایل پر سم لوري نه دي روان.

ښاغلی ټراټ، چې په جنوبي افریقا کې زېږېدلی او د انګلستان د لوبډلې توپوهونکی پاتې شوی په دې مرکه کې وايي، زه د نړیوالو اندېښنې وینم او خپله هم اندېښنه لرم ځکه زه هم لوڼې لرم چې کرکټ کوي.

د انګلستان کرکټ بورډ ویلي چې له روانو لوبو مخکې یې له حکومت، د کرکټ له نړیوالې شورا او لوبغاړو سره خبرې کړي او زیاتوي چې په دې سیالیو کې له افغانستان سره لوبو ته به دوم ورکړي. د انګلستان کرکټ بورډ ویلي دي چې د افغانستان د کرکټ ټولنه په یوازې ځان د افغانستان ستونزې نه شي اوارولای.

XS
SM
MD
LG