د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

هیلت کلسټر؛ د امریکا د مرستو بندیدو ۲،۴ میلیون افغانان له روغتیايي خدماتو بې برخې کړې دي


یوشمېر ښځې د جوزجان ولایت د آقچې ولسوالۍ په یوه روغتیايي مرکز کې
یوشمېر ښځې د جوزجان ولایت د آقچې ولسوالۍ په یوه روغتیايي مرکز کې

د روغتیايي خدماتو چتر هیلت کلسټر وايي، د امریکا د نړیوالو مرستو له بندیدو سره په تقریبا ټول افغانستان کې څه کم دوه نیم میلیون خلک له روغتیايي خدماتو بې برخې شوې دي.

هیلت کلسټر په یوه تازه راپور کې وايي، د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۳۱ کې ۳۲۰ روغتیايي مراکز بند شوي دي.

هلت کلستر چې د ملګروملتونو له ادارو او نورو مرستندویو ټولنو جوړ چتر دی په دې راپور کې چې پرون (د کب ۳مه) خپور شو وايي، تر ټولو زیات روغتیايي مرکزونه چې شمېر یې ۵۹ ته رسېږي، په دایکنډي ولایت او ورپسې ۵۱ مرکزونه په فاریاب کې بند شوي دي.

د مرستو بندېدو صحي خدماتو ته د افغان وګړو لاسرسي اغېزمن کړی دی.

د راپور له مخې په هرات کې ۲۲، په غزني کې ۲۱، په بلخ کې ۲۰، په پکتیا کې ۱۷، په ننګرهار کې ۱۶ او په لوګر، ارزګان او پکتیکا کې په هر یوه کې لس لس او په نورو ولایتونو کې هم له یوه نیولې تر اوو پورې روغتيايي مرکزونه بند شوي چې دې ټول ۲،۴ میلیون افغانان زیانمن کړي دي.

هیلت کلسټر وايي د امریکا د مرستو بندېدو حیاتي روغتیايي خدماتو ته په تېره د زیانګالو وګړو پر لاسرسي د پام وړ اغېز کړی دی.

د اقتصادي چارو کارپوه د پوهنتون استاد دوست محمد احمدزی په دې باور دی چې د متحدوایالتونو د مرستو بندیدل افغانستان له بشري او اقتصادي ننګونو سره مخامخ کولای شي.

ښاغلی احمدزی وايي "د امریکا د مرستو بندیدل متاسفانه ښه خبر نه دی. له دې سره کېدای شي په افغانستان کې روان اقتصادي، بشري او روغتیايي حالت اغیزمن شي، بشري مرستې لکه خوراکي توکي او طبي خدمات هم متاثر او اغیزمن شي. دا وضعیت به د افغانستان لپاره یولړ بشري او اقتصادي ننګونې هم پیدا کړي. په داسې یوه حالت کې پر افغانستان واکمن حکومت ته په کار ده چې له نړیوالو سره خپل اړیکي پیاوړي او د بشري مرستو لپاره ډيپلوماتیکې هڅې زیاتې کړي."

د روغتیايي مرکزونو د بندېدو له وجې پر فعالو مرکزونو فشار زیات شوی دی.

د هیلت کلستر د راپور له مخې هغو روغتیايي مرکزونو ته چې لاهم په افغانستان کې فعال دي اوس ډېر خلک مراجعه کوي چې په نتیجه کې یې پر هغوی فشار زیات شوی دی.

نوموړې خیریه شبکه وايي چې مرستندویې موسسې په خپلو کې همغږۍ ته اړتیا لري ترڅو د دې مرکزونو د تمویل بدیلې لارې ولټوي او په نتیجه کې خلکو ته د حیاتي روغتیايي خدماتو رسول بیا پیل شي.

د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوري په شلمه له لوړې سره سم هغه فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې د دې هېواد ټولې بهرنۍ مرستې د دریو میاشتو لپاره وځنډېدلې.

ښاغلي ټرمپ د دې پرېکړې په توجیه کې ویلي دي چې د امریکا بهرنۍ مرستې او د دې مرستو په رسولو کې بیروکراسي د امریکا له ملي ګټو سره سمون نه لري.

XS
SM
MD
LG