د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

د مجرمانو د ایستلو په اړه په جرمني کې د افغانستان د دیپلوماتیکو استازولیو د اعلان هرکلی


‏په جرمني کې میشت یو شمېر افغانان په دغه هیواد کې د افغانستان د ډیپلوماټیکيو استازلیو د اعلامیې په هر کلي سره وايي، له مجرمانو سره باید د جرمني د قانون پر بنسټ چلند وشي.

وروسته له هغې چې د پنجشنبې په ورځ د جرمني په مونشن ښار کې یو افغان تبعه د موټر په وسیله ګڼ خلک ټپیان کړل په برلین کې د افغانستان سفارت او په بن او مونشن کې د افغانستان قونسلګریو په یوه ګډه اعلامیه کې د مجرمانو په ایستلو کې د جرمني له فدرال حکومت سره همکارۍ ته چمتوالی وښود.

‏په جرمني کې میشت یو شمېر افغانان په دې اړه د افغانستان د ډیپلوماټیکيو استازلیو د اعلامیې په هر کلي سره وايي، له مجرمانو سره باید د جرمني د قانون پر بنسټ چلند وشي.

د جرمني په پلازمینه برلین کې میشت افغان سید بهار ازادي راډيو ته وویل:

«دلته په جرمني کې میشت یو شمېر افغانان چې په بیلابیلو جرمونو کې ښکیل دي باید له دې هیواده وویستل شي، موږ له دې پرېکړې ملاتړ کو ځکه موږ دلته له تېرو پنځوس شپیته کالو راهیسي جرمنیانو سره د ورورۍ په فضا کې ژوند کوو، دوی موږ ته مینه راکوي، خو یو نیم افغان چې جرم کوي په دې سره د افغانانو حیثیت او عزت له خاورو سره خاورې کوي، حکومت دې د دوی په وړاندې جدي قانوني چلند کوي.»

د دې هیواد په فرانکفورت ښار کې میشت یو بل افغان کډوال جواد ازادي راډيو ته وویل:

«زه له تېرو لسو کالو راهیسي په فرانکفورت کې اوسیږم، دلته ځینې افغانان چې جرمونه کوي، خلک وژني، غلاوې کوي، قسم دی موږ پرې شرمیږو، دلته د نورو هیوادونو خلک هم شته خو هغوی د دې ځای له قانون سره سم عمل کوي، موږ د فدرال له حکومته غواړو چې مجرمین له دې هیواده وباسي.»

یو شمیر دوی د جرمني صدراعظم ته په یو لېږلي سر خلاصي لیک کې هم، ورستي جرمي پېښې غندلي، او جنایت یې بللی خو د جرمني له حکومت او خلکو یې هم غوښتل چې ټولو افغانانو ته په یوه سترګه ونه کتل شي.

تازه په برلین کې د افغانستان سفارت او په بن او مونشن کې د افغانستان قونسلګریانو په یوه ګډه اعلامیه کې د جرمني په مونشن ښار کې د یو افغان له خوا په موټر د عامو خلکو د وهلو پېښه چې ۳۹ کسان په ټپیان شول غندلې او ویلي، د مجرمینو په ایستلو کې د جرمني له فدرال حکومت سره همکارۍ ته چمتوالی ښودلی دی.

مخکې بیا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو که چیرې په جرمني کې د افغانستان سفارت او قونسلګري وروسپارل شي دوی هم د مجرمینو د ستنولو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه په جرمني کې د افغان ډیپلوماټیکو ماموریتونو له ډیپلوماټانو سره هم خبرې وکړو خو له هڅو سره سره ونه توانېدو.

د یادونې ده چې د د پنجشنبې په ورځ ( د فبروري په دیارلسمه) د جرمني په مونش ښار کې د فرهاد ن په نوم یو افغان تبعه د کارګرو د ټولنې پر یوه لاریون خپل موتر وربرابر کړ چې ۳۹ کسان په کې ټپیان شول او ورسته یوه ښځې او دوه کلنې لور یې د سختو ټيونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

د راپورونو پر بنسټ برید په هغه کسانو شوی چې د معاشونو د لوړولو په هدف د اعتراض لپاره راټول شوي وو.

د جرمني چارواکي وايي چې دا برید په مذهبي انګېزه شوی دی.

په جرمني کې دا برید د هغو انتخاباتو په درشل کې وشو چې د کډوالو موضوع پکې برخلیک ټاکونکې ګڼل کېږي.

دا پیښه په داسې ورځ وشوه، چې په همدې ورځ د جرمني په یو بل ښار کې د یو تورن افغان محکمه روانه وه.

دغه افغان کډوال چې د "سلیمان اې " په نوم سره معرفي شوی د تیر کال په مې میاشت کې یې د جرمني په منهایم ښار کې د ښې اړخو پر یوې غونډې برید کړی وه او د یو پولیسو په ګډون څو نور کسان ټپیان کړي وو چې ورسته بیا یاد پولیس د سختو ټپیونو له امله ساه ورکړه.

د پنجشنبې ورځې له دې پېښې وروسته د جرمني صداعظم اولاف شولتس دا پېښه وحشتناکه بللې او ویلي دي، شکمن افغان کډوال دې مجازات او له جرمني وشړل شي.

خو د جرمني د حکومت ویاند ستیفن هیر بیسترایټ د جمعې په ورځ وویل، چارواکو که څه هم افغانستان ته د مجرمو افغان کډوالو د استولو پر پلان جدي کار پیل کړی دی، خو د دې الوتنو وخت نه دی معلوم.

د یادونې ده چې له دې وړاندې جرمني د روان ۱۴۰۳ کال په سنبلې میاشت کې په یوه چارتر پرواز کې ۲۸ افغانان بیرته افغانستان ته ډپیورټ کړي وو.

XS
SM
MD
LG