د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

فوزیه کوفي وايي، سیاسي اپوزیسون ته دې د بدیل رامنځته کولو فرصت ورکړل شي


فوزیه کوفي
فوزیه کوفي

د افغانستان د پرزول شوي جمهوریت د ولسي جرګې پخوانۍ استازې فوزیه کوفي وایي چې سیاسي اپوزیسیون ته باید د پایښت او تنفس فضا ورکړل شي، چې د افغانستان لپاره یو بدیل رامنځته کړي.

اغلې کوفي دا خبره پرون د مونشن د امنیتي کنفرانس په څنډه کې یوې ناستې ته وکړه.

د شنبې په ورځ (۱۵ فبروري) د جرمني د عامه خدماتو ټلوېزیون (ZDF) د مونشن د امنیتي کنفرانس په څنډه کې «افغانستان ته ځانګړې پاملرنه» تر عنوان لاندې یوه ناسته جوړه کړه.


په دې ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره حنا رباني کهر او د امریکا د استازو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې غړی جېسن ک

د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې پای ته رسول د مونشن د ۶۱م امنیتي کنفرانس اساسي اجنډا ده.

رو (Jason Crow) هم ګډون درلود.

غونډه دZDF د نړیوالو چارو خبریالې کترین ایګندورف (Katrin Eigendorf) پر مخ بېوله.

فوزیه کوفي د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغان مېرمنې د افغانستان د بدلون لپاره له نړیوالې ټولنې څخه څه تمه لري، وویل:
"زه فکر کوم چې دا مهال یوازینی حل فشار راوړل دي. په پای کې، سیاسي اپوزیسیون ته باید د تنفس او بقا فضا ورکړل شي، څو د افغانستان لپاره یو بدیل رامنځته کړي. ټول د اپوزیسیون، ډیموکراسۍ او د ښځو د حقونو په اړه خبرې کوي، خو آن زموږ لپاره، د ښځو د غورځنګ په توګه، د یوې ستراتیژۍ تنظیمول اسانه نه دي. زه فکر کوم چې سیمه باید له ټولو اړخونو سره ښکېله شي."

کله چې له جېسن کرو وپوښتل شول چې د امریکا نوې اداره د بهرنيو سیاستونو په بدلون بوخته ده او د واشنګټن د مرستو کمېدل د افغانستان پر خلکو ناوړه اغېز کړی، نو هغه، چې دوه ځله یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې، وویل:
"زه د نوې ادارې له ټولو پالیسیو سره موافق نه یم، خو زه خپلو هڅو ته دوام ورکوم. د یوې موضوع په اړه تر بحث او خبرو اترو مخکې، هغه په اجندا کې نه شي شاملېدای."

حنا رباني کهر د پاکستان د چارواکو د هغو دیپلوماتیکو هڅو یادونه وکړه، چې د طالبانو د سخت‌دریځو پالیسیو د نرمولو لپاره یې د بندو دروازو تر شا کړي، خو نوموړې د دغو هڅو د جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

مونشن امنیتي کنفرانس:

د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې پای ته رسول د مونشن د ۶۱م امنیتي کنفرانس اساسي اجنډا ده.

په دې کنفرانس کې د امریکا د مرستیال ولسمشر جي. ډي ونس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلینسکي سره وکتل او پر سیمه‌ییزو او نړیوالو مسایلو یې خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG