په دې غونډه کې استازو د افغانستان د بشري، سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت ارزونه وکړه او په دې هېواد کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې.
د دې غونډې موخې او پایلې، د تاجکستان د کوربتوب اهمیت، او دا چې ایا دا ډول ناستو کې هڅه کېږي چې د طالبانو د حکومت پر وړاندې یو ګډ دریځ غوره شي، هغه موضوعات دي چې نوریاس نوري یې د روسیې او منځنۍ اسیا د چارو شنونکي، غوث جانباز سره بحث کړي. مرکه له دې پوښتنې پیلېږي:
تاجکستان، چې د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو برخلاف، د طالبانو له حکومت سره ښې اړیکې نه لري، د دې غونډې کوربه و. ایا دا ډول غونډو کې د دې هڅه هم کېږي چې ټول د طالبانو د حکومت پر وړاندې یو واحد دریځ غوره کړي؟