خبرونه
حماس د ۳ اسراییلي او ۵ تایلنډي بندیانو د خوشې کولو پروسه پیل کړه

حماس د پنجشنبې په ورځ د دریو نورو اسراییلي برمته شویو او پنځه تایلنډي بندیانو د خوشې کولو پروسه پیل کړه، دا د دې میاشتې په پیل کې په غزه کې د اوربند له پیل راهیسې درېیم ځل دی چې بندیان په دې ډول خوشي کېږي. اسراییل تمه لري چې نور ۱۱۰ فلسطینیان هم خوشې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندي د څلورو ښځینه اسراییلي برمته پوځیانو په بدل کې د اسراییل له خوا ۲۰۰ فلسطیني بندیان خوشې شول. په دې ډله کې هغه ۱۲۰ وسله وال هم شامل وو چې د وژونکو حملو په تور په دایمي حبس محکوم شوي وو.
فلسطیني او اسراییلي اسیران په غزه کې له حماس سره، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، د اوربند د موافقې په اساس خوشې شول.
د قطر، مصر او متحدوایالتونو په منځګړتوب په غزه کې د شپږو اوونیو په مخه د اوربند د موافقې له مخې د اسیرانو پر تبادلې سربېره غزې ته د بشري مرستو د رسولو بهیر هم پیلېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
حماس او اسراییلو د یرغملو او بندیانو د خوشې کولو پر دوام موافقه وکړه

د اسراییلو او حماس چارواکي وايي، د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې د اسراییلي یرغملو د مړو د سپارلو په برخه کې موافقه شوې ده.
اسراییلو له شنبې ورځې راهیسې د ۶۰۰ فلسطیني بندیانو د خوشې کولو بهیر، د یرغملو د خوشې کولو پرمهال د حماس د وسله والو د ناوړه چلند په غبرګون کې وځنډاوه. حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، ویلي و، چې د اسراییل له زندانونو د دې بندیانو په خوشې کولو کې ځنډ له اوربند څخه جدي سرغړونه ده او د خبرو دوهم پړاو به د دې بندیانو تر خوشې کېدو پورې پیل نه شي.
دې لانجې دا ویره رامنځ ته کړې وه چې د غزې اوربند مات نه شي. د دې اوربند د لومړي پړاو شپږ میاشتې د بلې اونۍ له پیل سره سم پای ته رسېږي. خو حماس بېګا اعلان وکړ چې د دې ډلې د مخکښ چارواکي خلیل الحیا په مشرۍ پلاوی په قاهره کې د خبرو پرمهال له اسراییلو سره په دې اړه موافقې ته رسېدلی دی.
حماس په یو بیان کې ویلي چې دا موافقه به د څلورو نورو مْړو اسراییلي یرغملو د جسدونو سپارلو او د سلګونه فلسطیني بندیانو خوشې کېدو ته لاره اواره کړي. یوه اسراییلي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي ځکه د خبرو اجازه نه لري، هغه موافقه تایید کړه چې له مخې یې د اسراییلي یرغملو مړي دې هېواد ته سپارل کېږي خو اسراییلي رسنیو ویلي چې دا تبادله نن کېدونکې ده.
۲۵۵ افغانان د جرمني پلازمېنې برلین ته ورسېدل

۱۵۵ تنه افغانان پرون (د کب ۷مه) په یوه چارتر الوتنه کې له اسلام آباد څخه د جرمني پلازمېنې برلین ته ولاړل.
د جرمني د کورنیوچارو وزارت پرون وویل چې د دې افغانانو له نیمايي ډېرو ته د زیانګالو خلکو د منلو د یوه ځانګړي پروګرام په ترڅ کې د جرمني ویزې ورکړل شوې دي.
د راپورونو له مخې د جرمني حکومت د یکشنبې ورځې له پارلماني انتخاباتو مخکې دې هېواد ته د افغان کډوالو د لېږد بهیر په موقتي ډول ځنډولی و، چې په نتیجه کې یې له اسلام آباد څخه دوه الوتنې کنسل شوې.
د جرمني د بهرنیوچارو وزارت د معلوماتو له مخې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته په تېرو څه باندې دریو کلونو کې له ۳۵ زرو ډېر افغانان د جلا پروګرامونو په ترڅ کې دې هېواد ته تللي دي. د دې پروګرام په اساس ۳ زره افغانانو ته چې ژوند یې په افغانستان کې په خطر کې دی ډاډ ورکړل شوی چې جرمنې ته به انتقالېږي.
په عین حال کې له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو غوښتنې په تېرو څو اونیو کې وروسته له هغه زیاتې شوې چې د افغانانو په ګډون بهرنیو کډوالو په خونړیو حملو لاس پورې کړ. په وروستي مورد کې یوه ۲۴ کلن افغان کډوال د سلواغې یا دلوې په ۲۵مه لسګونه کسان تر موټر لاندې او ټپیان کړل چې دوو تنو یې وروسته په روغتون کې سا ورکړه.
چارواکي وايي، کییف او واشنګټن د اوکراین طبیعي زېرمو ته د امریکا د لاسرسي پر سند موافقه کړې

رویټرز خبري آژانس د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکوي چې متحدوایالتونو او اوکراین د هغه سند د مسودې په اړه موافقه کړې چې له کییف څخه د ملاتړ په بدل کې د اوکراین طبیعي زېرمو ته د امریکا لاسرسي ته لاره اواروي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ هڅه کوي د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه ژرترژره پای ته ورسوي. د دې سند له مسودې څخه یوې باخبره سرچینې ویلي دي چې په دې موافقه کې د امریکا له خوا اوکراین ته د هېڅ راز امنیتي تضمین یا د وسلو د دوامداره مرستې یادونه نه ده شوې. یوې بلې سرچینې ویلي دي چې په راتلونکي کې اوکراین ته د وسلو د مرستو د مسئلې په اړه لاهم د واشنګټن او کییف ترمنځ بحثونه روان دي.
واشنګټن په دې اړه توافق تراوسه رسما نه دی تایید کړی خو ټرمپ خبریالانو ته وویل چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ واشنګټن ته رسېږي او یوه ډېره لویه معامله به لاسلیک کړي.
له دې مخکې بلومبرګ راپور ورکړ چې تمه ده د اوکراین کابینه به نن چارشنبې (د فبروري ۲۶مه) د دې موافقې د لاسلیک سپارښتنه وکړي. فرانسپرس خبري آژانس د اوکراین د یوه جګپوړي چارواکي له قوله خبر ورکړی چې د دې هېواد حکومت د دې موافقې پر جزییاتو کار کوي.
د روسیې د بهرنیوچارو وزیر تهران ته ورسېد

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره نن (د کب ۷مه) تهران ته ورسېد.
د ایران د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې لاوروف له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره ګوري. د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویلي دي چې د لاوروف سفر یوورځنی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې لاوروف د عراقچي په بلنه تهران ته تللی دی. دې وزارت همداراز څرګنده کړې ده چې د روسیې جګپوړی ډیپلومات به د تهران او مسکو د اړیکو او د ځینو نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړي.
په فراه کې د یوه ماین چاودنې دوه کسان وژلي دي

په فراه ولایت کې نن (د کب ۷مه) د یوه ماین په چاودنه کې د یوې کورنۍ دوو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې د فراه د سرې میاشتې ادارې چې طالبان یې اداره کوي، ویلي دي چې دا چاودنه د ګلستان ولسوالۍ په دهک کلي کې د بهرنیو ځواکونو په یوه پخواني مرکز کې دننه شوې ده.
راپور زیاتوي چې په پېښه کې همداراز د استوګنې درې کورونه هم ویجاړه شوي دي. د چاودنې د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
په فراه ولایت کې تېره میاشت هم په یوه چاودنه کې درې کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي وو. دا چاودنه د سلواغې په ۲۲مه هغه مهال وشوه چې د ابونصر فارابي بندر ته نژدې یو موټر د سړک د غاړې پر یوه ماین برابر شو.
د ماینونو او د جګړې له مهاله د پاتې چاودیدونکو موادو چاودنې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې تل د خلکو د مرګ ژوبلې سبب کېږي.
د تورخم لاره لاهم بنده ده

د تورخم لاره نن د څلورمې پرله پسې ورځې لپاره بیاهم بنده ده.
د طالبانو یوه سیمه ایز چارواکي ویلي دي چې د دې لارې د خلاصولو په اړه د خبرو لپاره له پاکستاني چارواکو سره د دوی خبرې پرون (د کب ۶مه۹ بې نتیجې پای ته ورسېدې.
په تورخم کې د طالبانو کمیسار عبدالجبار حکمت پرون وویل چې د پاکستان لوری له دوی څخه غواړي چې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې دې تاسیسات نه جوړوي او د پاکستان له لوري د تاسیساتو د جوړولو مخه دې نه نیسي.
د هغه په وینا د ننګرهار د مرستیال والي عزیزالله مصطفی په مشرۍ د طالبانو پلاوي د پاکستان دا غوښتنه رد کړه. پاکستاني چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د تورخم لاره تېره جمعه د کب په دریمه نېټه بنده شوه. ښاغلي حکمت مخکې ویلي و، چې دا لاره پر ډیورنډ کرښه د طالبانو د ځواکونو له خوا د تاسیساتو د جوړولو له کبله د پاکستان له لوري بنده شوې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې د دې لارې له بندېدو سره د تورخم دروازې دواړو خواوو ته شاوخوا دوه زره موټر ولاړ پاتې دي.
په عین حال کې د راپورونو له مخې سلګونه کسان چې ناروغان او د هغو پایوازان پکې دي، هم د تورخم په دروازه کې بند پاتې دي.
د اسټرالیا او جنوبي افریقا د کرکټ لوبه ونه شوه

د اتلانو د جام یا چمپینز ټرافي د سیالیو په لړۍ کې د جنوبي افریقا او اسټرالیا د کرکټ د لوبډلو ترمنځ لوبه د باران له کبله ونه شوه.
دا لوبه نن د ماسپښین په یوه نیمه بجه پلان شوې وه خو د راولپنډۍ د کرکټ د لوبغالي پېچ د پرله پسې باران د ورېدو له کبله پوښلی و، نو د لوبې امپایرانو په سیمه ایز وخت د مازیګر په پنځو بجو اعلان وکړ چې لوبه نه کېږي.
اسټرالیا او جنوبي افریقا چې له افغانستان او انګلینډ سره په بي ګروپ کې دي دواړو خپلې دوه مخکینۍ لوبې ګټلې دي. ټاکل شوې چې د اسټرالیا بله لوبه به د جمعې په ورځ په لاهور کې له افغانستان سره وي او جنوبي افریقا به د شنبې په ورځ د کراچۍ په لوبغالي کې له انګلینډ سره مخامخ شي.
امریکا د م. م په عمومي اسمبله کې د اروپايي متحدانو د پرېکړه لیک له اصطلاحاتو سره مخالفت وکړ

متحدوایالتونو پرون په ملګروملتونو کې د خپلو اروپايي متحدانو له خوا په وړاندې شوي پرېکړه لیک کې د هغو کلمو مخالفت وکړ چې روسیه پر اوکراین د برید په خاطر پړه ګڼي.
متحدوایالات د اوکراین د جګړې په اړه د ناڅاپي لوی بدلون په ترڅ کې د ملګروملتونو په عمومي اسمبله کې د روسیې او بیلاروس ترڅنګ ودرېد او د اروپا له خوا په وړاندې شوي پرېکړه لیک کې یې له هغه څه سره مخالفت وکړ چې د اوکراین جګړه د روسیې یرغل بلل شوی دی. دا پرېکړه لیک په ۹۳ مثبتو، ۱۸ مخالفو او ۶۵ ممتنع رایو تصویب شو.
په عین حال کې متحدوایالاتو د واشنګټن له خوا یوه بل چمتو شوي پرېکړه لیک ته وروسته له هغه له رایې ورکولو ډډه وکړه چې دا جمله ورزیاته شوه چې روسیې د ملګروملتو د منشور پرخلاف پر خپل کوچني ګاونډي هېواد برید وکړ.
دې پرېکړه لیک ته د ملګروملتونو ۱۹۳ غړو ۹۳ مثبتې، ۸ مخالفې او ۷۳ نورو ممتنع رایې ورکړې. اوکراین دې پرېکړه لیک ته مثبته او روسیې مخالفه رایه ورکړه.
د عمومي اسمبلې له خوا تصویب شوي پرېکړه لیکونه حتما اجرایي صلاحیت نه لري خو د نړیوالو د نظر سنجۍ په توګه په پام کې نیول کېږي.
طالبانو او د برتانیا حکومت په افغانستان کې د دوو برتانوي وګړو نیول تایید کړي دي

د طالبانو چارواکو او برتانیا تایید کړې ده چې یو برتانوی وګړی او د هغه مېرمن په افغانستان کې نیول شوي دي. د برتانیا د بهرنیوچارو وزارت پرون دوشنبې په یوه بیان کې ویلي دي چې د نیول شویو کسانو له کورنیو سره همکاري کوي.
اسوشیتیدپریس خبري آژانس پرون د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت د ویاند عبدالمتین قانع له قوله راپور ورکړ چې ۴ کسان چې دوه یې د افغانستان د پاسپورت او تذکرو لرونکي برتانویان دي، دریم یو چینایي الاصله امریکایی او څلورم د هغه ترجمان چې د دې قضیې د حل هڅه یې کوله نیول شوي دي.
قانع د دې کسانو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي او ویلي یې دي چې د برتانوي وګړو د خلاصون په اړه غور روان دی.
سنډې ټایمز ورځپاڼې مخکې راپور ورکړی و، چې ۷۹ کلن برتانوی پیټر رینولډس او ۷۵ کلنه مېرمن یې باربي په بامیان ولایت کې نیول شوي دي. د اسوشیتیدپریس د راپور له مخې پیټر او مېرمنې یې په افغانستان کې د ریبیلډ په نوم ټولنه لرله چې سوداګرو، دولتي او نادولتي موسسو او د پوهنې ادارو ته یې تعلیمي او روزنیز پروګرامونه برابرول.
د دې برتانوي وګړو کورنۍ د خپل پلار او مور د خوشې کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دوی د طالبانو د لومړۍ واکمنې له نسکورېدو راهیسې د ۱۸کلونو لپاره په افغانستان کې اوسېدل او په تېرو دریو کلونو کې چې طالبان واکمن شوي هم هلته اوسېدل.
د طالبانو د حکومت د زندانونو د چارو ادارې د روان کال په لړم میاشت کې ویلي و، چې د افغانستان په زندانونو کې دا مهال د ګاونډیو هېوادونو د وګړو په ګډون ۱۵۰ بهرني زندانیان شته.
د سالنګ لویه لاره موقتا د ټولو مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو پرمخ بنده شوه

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د سالنګ لویه لاره د واورو د ورېدو او د لید د ساحې د لنډېدو له کبله د ټولو مسافروړونکو او باروړونکو موټر پرمخ موقتا بنده شوې ده.
د دې وزارت ویاند محمداشرف حقشناس پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا لویه لاره نن سه شنبې (د کب ۷مه) د نیمې شپې په دوو بجو بنده شوه. نوموړی وايي چې د هوا له له ښه کېدو او د توفان له ختمېدو وروسته به په واورو پوښلې سیمې وتوږل شي او لاره به خلاصه شي.
ښاغلی حقشناس له موټرچلوونکو او مسافرو غواړي چې تر بلې خبرتیا پورې پردې لاره له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
د سالنګ لویه لاره چې د هېواد د شمال ۹ ولایتونه له پلازمېنې سره نښلوي د ژمي په موسم کې د درنو واورو د ورېدو له کبله څوځلې بندېږي خو بېرته پرانیستل کېږي.