نوموړې ته یوې منسوبې وینا کې چې ځینې کورنیو رسنیو خپره کړې ده، ویل شوي: که طالبان د نړۍ د هېوادونو په وړاندې مقاومت وکړي، هېڅ ډول زیان به ورته ونه رسېږي.
دا څرګندونې ظاهراً د نړیوالې جنايي محکمې د وروستۍ غوښتنې او ځینو نورو نړیوالو فشارونو په غبرګون کې شوي دي. کورنیو رسنیو د دې څرګندونو نېټه پرون دوشنبه ښودلې ده.
د طالبانو د حکومت مشر ملا هبت الله اخونزاده ته په منسوبې دې وییا کې له خلکو غوښتل شوي چې د دوی ترڅنګ ودریږي، او زیاته شوې، " څوک ضرر نه شي ورسولای، که یې شرق په مقابل کې ودریږي او که یې غرب په مقابل کې ودرېږي ضرر نه شي ورسولای، دا مو عقیده او په دې مو ایمان دی، پر دغه ولاړ یوو.."
د کورنیو رسنیو د معلوماتو له مخې، دغه څرګندونې نوموړي پرون دوشنبه په کندهار کې د یوې جهادي مدرسې د زده کوونکو د فراغت په غونډه کې کړې دي.
د طالبانو مشر دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې د تېرې اونۍ پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۳ مه) نړیوالې جنايي محکمې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده او د سترې محکمې د رئیس عبدالحکیم حقاني د نیولو د حکم غوښتنه اعلان کړه.
د دې محکمې څارنوال کریم خان د دې حکم د اعلان پر مهال وویل چې د طالبانو دغه مشران د بشریت پر ضد په جنایتونو او د جنسیت پر اساس په ځورونو کې ښکېل دي. خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې جنايي محکمې غوښتنه دوه ګونی چلند بللی او ادعا یې کړې چې دا اقدام د سیاسي انګیزو له مخې شوی دی.
نړیوال غبرګونونه
د نړیوالې جنايي محکمې له دې پرېکړې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جنورۍ ۲۵ مه نېټه په خپل ایکس پاڼه ولیکل:
"که طالبان نور امریکايي وګړي یرغمل کړي، امریکا به د طالبانو د جګپوړو مشرانو پر سر لویه جایزه وټاکي، ښايي له هغې هم لویه چې د اسامه بن لادن لپاره ټاکل شوې وه."
خو په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین د دې څرګندونو په غبرګون د جنورۍ ۲۸ مه په خپل ایکس پاڼه (پخوانۍ ټویټر) ولیکل:
"د طالبانو د حکومت تګلاره د مسایلو له سولهییز حل سره ده، خو که خبره د زور او فشار شي، د افغانانو جهاد هغه درس دی چې ټول یې باید زده کړي."
د بشري حقونو فعالانو اندېښنې
یو شمېر ټولنیز او د بشري حقونو فعالان وايي، طالبان باید له نړۍ سره د تقابل پر ځای د تعامل لاره غوره کړي.
ټولنیز فعال فضل ربي شینواري ازادي راډیو ته وویل:
"طالبان له نړیوالو سره د تقابل پر ځای باید د تعامل لاره غوره کړي، ځکه چې د دوی اقداماتو د افغانانو ژوند له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی."
د ښځو د حقونو فعاله راحل تلاش بیا وايي:
"د طالبانو سخت دریځ څرګندوي چې د افغانانو ګټې هغوی ته مهمې نه دي. د نړیوالو محکمو له وېرې انکار په حقیقت کې د خپلو خلکو د حقوقو تر پښو لاندې کول دي."
که څه هم طالبان په وار وار د بشري حقونو د نقض انکار کوي او ادعا کوي چې د ټولو افغانانو حقوق یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي کړي، خو افغان میرمنې او نړیواله ټولنه دا ادعاوې نه مني.
له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو او په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر د کار بندیز او پر افغان ښځو د نورو پراخو محدودیتونو له امله طالبانو حکومت په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ دي.