د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

د بښنې نړیوال سازمان: د جرمونه نړیواله محکمه دې افغانستان کې د بشري حقونو ټول سرغړاوي وڅېړي


د بښنې د نړیوال سازمان سرمنشي اګنیس کالامارد - عکس له ارشیف څخه اخیستل شوی.
د بښنې د نړیوال سازمان سرمنشي اګنیس کالامارد - عکس له ارشیف څخه اخیستل شوی.

 د بښنې نړیوال سازمان د جرمونو له نړیوالې محکمې غواړي چې د افغانستان په اړه په خپلو تحقیقاتو کې د بشري حقونو ټولې سرغړونې شاملې کړي. 

د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنیشنل په افغانستان کې د بشریت پرضد د جرمونو او د جنسیت له مخې د خلکو په ځورونه کې د احتمالي مسوولیت په خاطر د طالبانو د لوی مشر ملاهبت الله آخوندزاده او د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنه د افغان ښځو، نجونو او د جنسیت بدلو د ټولنو لپاره د عدالت د ټینګښت په برخه کې یو مهم ګام بللی دی. خو د بښنې د نړیوال سازمان مشرې په عین حال کې په افغانستان کې د بشري حقونو د نورو سرغړونو په اړه د تحقیقاتو د پراخېدو غوښتنه کړې.

په یوه بیان کې چې پرون- د سلواغې پنځمه د ایمنسټي انټرنېشنل پر ایکس پاڼه خپور شو، د دې سازمان د عمومي منشي اګنیس کالامارد له قوله راغلي چې په دې برخه کې د جرمونو د نړیوالې محکمې د لوی څارنوال کریم خان د اعلان هرکلی کوي. مېرمن کالامارد ویلي چې دا په افغانستان کې دننه او له دې هېواده بهر د افغان ښځو، نجونو او د جنسیت بدلو یا نورو هغو کسانو لپاره چې د خپل جنسیتي هویت په خاطر د طالبانو له خوا ځورول شوي یو مهم او هیله بښونکی پرمختګ دی.

خو مېرمن کالامارد د جرمونو له نړیوالې محکمې څخه دا هم غواړي چې د ۲۰۲۳ کال له مې میاشتې راهیسې د بشري حقونو په برخه کې شوې ټولې سرغړونې چې د نړیوالو قوانینو په اساس بشري جنایتونه ګڼل کېږي هم وڅېړي.

د بښنې د نړیوال سازمان مشرې له قانوني پړاوونو پرته د انسانانو وژنې، شکنجې او د ناوړه چلند نور ډولونه، په غیرقانوني ډول د خلکو توقیفونه، بندي کول او عمدي ورکول او همداراز د اسلامي دولت ډلې- داعش د خراسان څانګې له خوا د هزاره ټولنو او نورو مذهبي اقلیتونو په ګډون د ملکي وګړو سیستماتیکه او پراخه ډله ایزه وژنه په هغو سرغړونو کې یاد کړي چې په اړه یې باید څېړنه وشي.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ښځو د څانګې مرستیاله هیدر بار وايي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړوونکو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې تازه اعلان لومړنی ګام دی او ورپسې باید نور اقدامات هم وشي. مېرمن بار بېګا ناوخته له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه: غږ هیدر بار

(څرګنده خبره ده چې د طالبانو دېر نور چارواکي هم شته چې د جنسیت له مخې ځورونو کې ښکېل دي. دوی هم باید د جرمونو د نړیوالې محکمه له خوا عدالت ته راکاږل شي خو باید ووایم چې یوازې د جرمونو نړیواله محکمه افغان ښځو ته عدالت نه شي ورکولای بلکې د جنسیت په اساس د ښځو پر وړاندې د تشدد د ټولو ډولونو د له منځه وړلو له کنوانسیون څخه د طالبانو د سرغړونو قضیه چې ګڼو دولتونو یې د وړاندې کولو ژمنه کړې هم باید ترلاس لاندې ونیول شي.)

د بښنې د نړیوال سازمان مشرې له ښاغلي کریم خان څخه دا غوښتنه هم کړې چې پر خپله هغه پرېکړه بیا غور وکړي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو او د پرځېدلي جمهوري دولت د وسله والو ځواکونو له خوا د شویو جنایتونو په اړه تحقیقات یې په موقتي ډول له لومړیتوب څخه ایستلي دي.

مېرمن کالامارد وايي چې که د امریکا د پوځ او د استخباراتو د مرکزي ادارې CIA او د نورو نړیوالو ځواکونو له خوا د شویو بشري جنایتونو موارد له لومړیتوب څخه وایستل شي نو ښايي داسې یو ذهنیت رامنځ ته شي چې د جرمونو نړیواله محکمه له بېلابېلو مسایلو سره د مور- میرې چلند کوي.

افغانستان په تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې د بېلابېلو حکومتونو او ډلو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو ډګر و، خو پوښتنه دا ده چې نړیوالو اوس ولې دا مسئله ډېره جدي نیولې ده؟ څارونکي د دې علت د طالبانو اقدامات بولي چې د ټولنې پر نورو برخو سربېره د هېواد نیمایي وګړي- ښځې یې په نښه کړي دي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG