دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت تازه خبرداری ورکړی چې که رسنۍ د طالبانو حکومت له سیاستونو، اسلامي اصولو او د افغانستان له کلتور څخه سرغړونه وکړي، د دوی فعالیتونه به بند کړل شي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د یوه یوټیوب چینل چلوونکی او مسول مدیر سید رحیم سعیدي د طالبانو پر ضد د تبلیغاتو په تور د طالبانو لهخوا په درې کاله بند محکوم شوی دی.
یاد مرکز دوشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا پرېکړه ناعادلانه بللې او له قید او شرط پرته یې د نوموړي د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې دا پرېکړه د روان کال د عقرب په ۶مه نېټه د سعیدي د کورنۍ او مدافع وکیل له موجودیت پرته اعلان شوې او په ورته وخت کې یې د بیا کتنې لپاره هڅو هم نتیجه نه ده ورکړې.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو پربنسټ سید رحیم سعیدي، چې ناروغ دی، د پلچرخي زندان ته لیږدول شوی دی.
په اعلامیه کې همدا شان راغلي چې ښاغلی سعیدي د رسنیزو محتواوو د تولید په برخه کې له دوه لسیزو څخه زیاته تجربه لري چې د چنګاښ « سرطان» په میاشت کې له خپلو دوو همکارانو سره د طالبانو لهخوا نیول شوی و.
د طالبانو حکومت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت تازه خبرداری ورکړی چې که رسنۍ د طالبانو حکومت له سیاستونو، اسلامي اصولو او د افغانستان له کلتور څخه سرغړونه وکړي، د دوی فعالیتونه به بند کړل شي.
د دې وزارت ویاند، خبیب غفران، د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون سره په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوې، ویلي چې دا کار به د رسنیزو سرغړونو د څېړنو د کمېسیون له لارې ترسره شي.
وړاندې خبریالانو ادعا کړې وه چې د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د کمېسیون کار چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، نه یوازې د اطلاعرسونې په برخه کې اغېزمن نه دی، بلکې طالبان ترې د بیان د ازادۍ د ځپلو د وسیلې په توګه ګټه اخلي.
د رسنیو ملاتړي بنسټونه هم وايي چې د ملي او فرهنګي ارزښتونو ساتنه د د خبریالانو د کار له اساسي اصولو څخه دي خو طالبان په بېلابېلو پلمو هڅو کوي چې رسنۍ د خپل حکومت د سیاستونو او کړنلارو منلو ته مجبوره کړي.
د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې غړي، اسماعیل ازاد، د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
«دا طبیعي ده چې رسنۍ باید د هېواد ملي او فرهنګي ارزښتونه وساتي، خو هغه څه چې سرغړونه بلل کېږي، باید د رسنیو د سرغړونو د کمېسیون له لارې وڅېړل شي، او وروسته پرې پرېکړه وشي. دا چې خبرداری ورکول کېږي چې یوه رسنۍ به د دې او یا هغه دلیل له مخې بنده شي، دا د محدودیت یوه بڼه ده.»
د افغانستان په شمال کې د یوې سیمه ییزې راډیو خبریال، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي د خپل غږ د بدلولو په شرط په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
«هغه څه چې د طالبانو چارواکي یې وایي، که د دې خلاف څه خپاره کړو، د دوی له پالیسۍ سره مخالفت دی، موږ ته اجازه نه شته چې په خپل زړه موضوعات که هغه د خلکو د ستونزو په اړه هم وي خپاره کړو. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ویاند دا څرګندونې د محدویت یوه بڼه ده چې په عملي کولو به یې رسماً د خبریالۍ او رسنیو جنازه اعلان شي.»
که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې وړاندې یو شمېر رسنۍ د اقتصادي ستونزو له امله بندې شوې او هېڅ خبریال د رسنیز کار په تړاو نه دی نیول شوی او په ورته وخت کې ادعا کړې چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د رسنیو ملاتړ کېږي. خو د خبریالانو د نیولو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي او خبریالانو په کراتو ویلي چې د بیان ازادي محدوده شوې او د طالبانو له لوري ورته ګواښونه شوي او ځپل شوي هم دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ادعا کوي دا مهال لږ تر لږه څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي، چې د طالبانو د حکومت د محاکمو له لوري له دوو تر درې کالو بند باندې محکوم شوي، په زندانونو کې دي.