دا راپور چې د سه شنبې په ورځ د جدي په ۱۸ مه نیټه خپور شوی په کې ویل شوي، ادعا کیږي چې د ګوانتنامو په زندان کې د طالبانو هغه بندي چې دا ډله یې خوشې کیدل غواړي د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن سره ارتباط درلود.
د والسټریټ ژورنال د راپور په بنسټ د دواړو لورو ترمنځ دا خبرې د جولای له میاشتې راهېسې دوام درلود.
ورځپاڼې دا راپور د هغو سرچینو په حواله ورکړی چې تېره میاشت د امریکا د استازو د مجلس د بهرینو اړیکو د کمیټې سره د سپېنې مانۍ د ملي امنیت د سلاکار جیک سالیوان د پټې غونډې په اړه یې معلومات درلودل.
د رویټرز خبري اژانس د والسټریټ ژورنال ددې راپور په اړه ویلي دي چې په دې اړه په سپینه ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې امریکايي چارواکو او د طالبانو د حکومت سرچینو د دوی پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
د ولسمشر جوبایډن اداره هڅه کوي چې درې امریکايي وګړي رایان کوربت، جورج ګولزمن او محمود شاه حبیبي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې نیول شوي د محمد رحیم الافغاني په بدل کې راخوشې کړي.
کوربټ او حبیبي د ۲۰۲۲ م کال په اګست کې چې د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ کال پوره شوی و په جلا جلا بڼه د طالبانو له خوا نیول شوي وو. ګولزمن بیا د یو سیلاني په توګه افغانستان ته تللی و چې په ۲۰۲۲ م کال کې ونیول شو.
محمد رحیم الافغاني بیا هغه افغان وګړی دی چې د القاعده شبکې مهم غړی بلل شوی و.
الافغاني په ۲۰۰۸ کال کې د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) لخوا ونیول شو او د ګوانتانامو زندان ته انتقال شو.