د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۱

د خوست او کورمې ترمنځ نښتې؛ دواړه خواوې وايي، مقابل لوري بې دلیله جګړه پیل کړې


په خوست ولایت کې طالب چارواکي وايي چې د دوی ځواکونو ډیورند کرښې ته څېرمه د پاکستاني ځواکونو د حملې په ځواب کې برید کړی دی.

د خوست ولایت د والي ویندوی مستفغر ګوربز د افغانستان کورنیو رسنیو ته ویلي، پاکستاني پوځیانو پرون ناوخته بریدونه پیل کړل چې د دوی د ځواکونو له ځوابي اقدام سره مخامخ شول.

ده نور جزییات نه دي څرګند کړي، خو د ترکیې انادولو خبري اژانس وايي، چې یوه امنیتي چارواکي د نوم د نه څرګندېدو په شرط ورته ویلي چې د دواړو خواوو ترمنځ نښته د کورمې د قبایلي سیمې په شورکو سیمه کې ونښته.

له بلې خوا د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د طالبانو ځواکونو پرون (سې شنبې) د ډیورند کرښې په اوږدو کې پر کورمه بې دلیله برید وکړ چې د دوی له مقاومت سره مخامخ شول.

پاکستاني رسنیو د خپل هیواد د پوځ پر اساس ویلي چې د دواړو خواوو ترمنځ شدیده جګړه ونښته او په نتیجه کې یې په افغانستان کې څو پوستې او ټانکونه ویجاړ شول.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه پورې د پاکستان د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ هم خپلې خوا ته د اوښتو تاوانونو یا مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.

پرون د کندهار له ښورباک ولسوالۍ څخه خبریالانو ازادي راډیو ته وویل چې د سې شنبې په شپه د دې ولسوالۍ او پاکستان ترمنځ په ډیورند کرښه کې شدیده نښته شوې او د سې شنبې تر سهاره یې دوام کړی دی.

د کندهار یو شمېر سیمه ییزو خبریالانو ازادي راډیو ته وویل چارواکو ورته تایید کړې چې په دې نښتو کې یې پاکستاني لوري ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغو خبریالانو وویل له کندهاره کرښې ته استول شوي زرګونه طالب ځواکونه لا هم بېرته نه دي راستانه شوي او چارواکو ویلي چې وضعیت لا هم ترینګلی دی.

په رسمي ډول کابل او اسلام اباد تر اوسه د دې تازه نښتو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اکتوبر په ۱۱ مه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سختې نښتې وشوې چې له امله یې دواړو لوریو یو بل ته د درنو مرګ ژوبلو د اړولو ادعاوې وکړې.

په همدې منځ کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان، پرون (سې شنبې) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړتوب وړاندیز وکړ.

پاکستاني رسنیو ویلي چې مولانافضل الرحمان دا وړاندیز یوه ورځ وروسته له دې وکړ چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې له طالبانو سره د نښتو په ترڅ کې لږترلږه ۲۳ پاکستاني پوځیان ووژل شول.

فضل الرحمان، چې ویل کېږي، د افغان طالبانو په منځ کې نفوذ لري، په اسلام اباد کې په یوه غونډه کې خبریالانو ته وویل چې ده پخوا هم د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېج په کمولو کې رول لوبولی دی او اوس هم دا کار کولی شي.

د جمعیت علمای اسلام مشر د تېر کال په جنورۍ کې له یوه پلاوي سره کابل ته تللی و او له طالب چارواکو سره یې د دوو هیوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمولو په اړه خبرې کړې وې.

XS
SM
MD
LG