د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۱

اسلام آباد او د طالبانو حکومت ومنله چې دواړه لوري په اوربند سلا شوي دي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۴۸ ساعتونو په مخه د لنډ مهاله اوربند خبرورکوي.

دې وزارت نن چهارشنبې په یوه بیان کې وویل چې د طالبانو په غوښتنه د پاکستان حکومت او د افغان طالبانو رژیم دواړه لوري په دې سلا شول چې د نن ( چهارشنبې) ماښام له شپږو بجو څخه د راتلونکو ۴۸ ساعتونو لپاره د لنډمهاله اوربند پریکړه وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د دې اوربند پخلی وکړ او په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې یې وویل چې "د پاکستاني اړخ په غوښتنه او اصرار به نن ماښام له ۵ نیمو بجو څخه وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ اوربند پلی شي. اسلامي امارت هم خپلو ټولو ځواکونه ته هدایت کوي چې وروسته له ۵ نیمو بجو څخه تر هغه وخته چې چا تجاوز نه وي کړی اوربند مراعات کړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه راز په بیان کې ویلي چې پدې موده کې به دواړه خواوې د رغنده خبرو اترو له لارې د دې پیچلې خو حل کیدونکې مسلې لپاره د مثبت حل موندلو په موخه صادقانه هڅې وکړي.

د پاکستان حکومت او طالبان د لنډ مهاله اوربند اعلان داسې مهال کوي چې دواړه لوري د ډیورند کرښې په اوږدوکې د تازه نښتو د پیلیدو ملامتي پریوبل اچوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، پاکستاني ځواکونو نن سهار په کندهارکې د افغانستان پرخاورې بیا برید وکړچې په نتیجه کې یې لسګونو هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ښاغلي مجاهد نن چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې پرسپین بولدک ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې تر ۱۲ ملکي هیوادوال وژل شوي او له سلو زیات نور ټپیان دي.

هغه ویلي چې په دغو بریدونو کې پاکستاني لوري له درنو او سپکو وسلو څخه کاراخیستی او افغان ځواکونه یې اړکړل چې ورته ځواب ورکړي. د هغه په خبره د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې ګڼ شمیرپاکستاني پوځیان وژل شوي، یوشمیرپوستې او تاسیسات یې ویجاړشوي او وسلې او ټانکونه ترې ترلاسه شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې نن چهارشنبې په یوه بیان کې ادعا کړې چې طالب ځواکونو په سپن بولدک کې په څلورو ځایونو کې حملې وکړې چې پاکستاني ځواکونو په اغیزمن ډول په شا وتمبولې. پوځ ادعا کړې چې په ځوابي بریدونو کې له ۱۵ نه ترشلو پورې افغان طالبان وژل شوي او یوزیات شمیریې ټپیان دي.

اسلام آباد او د طالبانو حکومت ومنله چې دواړه لوري په اوربند سلاشوي دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:36 0:00

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پوله خونړۍ نښتې په کابل او پکتیکا کې د تیرې اونۍ له هوایي بریدونو چې د طالبانو حکومت هغه له خپل هوایي قلمرو څخه تیری وباله، پیل شوې.

نن بیا د کابل ښاریان یوې زورورې چاودنې بیرولي دي. په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې د چاودنې په ځای کې اورلګیدلی او لوګي یې آسمان ته خیژي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په کابل کې د تیلو په یوه ټانکرکې د اورله کبله چاودنه رامینځته شوې ده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پوله د وروستیو نښتو په اړه د نړیوالو غبرګونونو په ترڅ کې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورورکونکي ریچارډ بینیټ د افغانستان – پاکستان په پوله د وسله والو نښتو په نتیجه کې یوشمیرملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې او د خلکو د بې ځایه کیدو راپورونو ته ژوره اندیښنه ښکاره کړې ده.

بینیټ نن چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه کې له ټولو لوروغوښتي چې له اعظمي زغم څخه کارواخلي، د ملکي وګړو ساتنه وکړي او نړیوال قانون ته غاړه کښیږدي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ په پوله وروستیو نښتو ته اندیښنه ښکاره کړه او د دغه کړکیچ د سوله ایز حل غوښتنه یې وکړه.

XS
SM
MD
LG