د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

د کابل ښاریانو د برښنا د پرچاوۍ په مهال متبادلو لارو ته مخه کړې


په افغانستان کې د ژمي له رارسېدو او د برښنا د پرچاوۍ له ډېرېدو سره، یو شمېر خلک د برښنا د نه شتون په وخت کې د رڼا د برابرولو لپاره له بېلابېلو لارو کار اخلي.

په افغانستان کې د ژمي په تیارو، اوږدو او سړو شپو کې د برښنا د نشتوالي له امله ګڼ شمېر کورنۍ له ستونزو سره مخ دي.

خو کورنۍ د خپلو کورونو د روښانه کولو لپاره کومې لارې چارې کاروي او ایا دا لارې د برښنا بدیل کیدای شي او بسنه کوي ؟

له کلونو راهیسې په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو سره ښارونه او ولایتونه د برېښنا له کمښت او نشتوالي سره مخ دي او له همدې امله هره کورنۍ د خپلو کورونو د روښانه کولو لپاره له بېلابېلو وسایلو کار اخلي.

د کابل د کوتل سر سیمې اوسېدونکي طوفان رهنورد ازادي راډيو ته وویل، چې دوی د خپل کور د رڼا کولو لپاره ګاز کاروي.

«کله چې برښنا نه وي، د ګازو یوه وړکۍ ډبه ده، له هغې کار اخلو، له پاور بانک څخه هم استفاده کوو چې په سر يې يو څراغ وي، خو دا یوازې د یوې کوټې لپاره وي، د نورو کوټو، دهلیز یا حویلۍ لپاره نه استفاده کیږي، غواړم یو سولر واخلم، خو کله مې چې بیه کړ لس یا يولس زره افغانۍ یې بيه ده، خو که د تلویزیون یا د موبایل چارچ لپاره يې کار واخلو ډيرې پيسې کیږي.»

د کابل ښار یو بل اوسیدونکي، محفوظ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: «له بده مرغه په افغانستان کې بریښنا ډیره لږ وي، په ٢٤ ساعتونو کې مونږ ٧ یا ٨ ساعته بريښنا لرو او په ژمې کې دا ستونزه ډیره وي، مونږ لاسي څراغ او چارچي څراغونه کاروو، خو دا د بريښنا ځای نشي نیولی او ډیر وخت لپاره کار نه کوي.»

د پلازمېنې سربیره د افغانستان د نورو ولایتونو اوسیدونکي هم له دې ستونزې سره مخ دي.

د خوست ولايت اوسېدونکی امين ګل سبا په دغه ولايت کې د برېښنا له پرچاوي څخه شکايت کوي، وايي چې د برېښنا د نشتوالي په صورت کې له لمریز سيسټم (سولر) څخه کار اخلي.

«کله چې بريښنا نه وي، له سولري یا لمريز سیستم نه کار اخلو، ددغه سولري سیستم نه یوازې د کوټو د رڼا کولو او د اوبو استفادې لپاره کار اخلو.»

د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ اوسېدونکي محب الله محب ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ولایت کې هم خلک د برېښنا د نشتوالي پر مهال له بېلابېلو لارو کار اخلي.

«په رښتیا هم په ژمي کې د بریښنا ستونزې دیرې وي، او خلک له سولر، جنراتورونو او بطریو کار اخلي، ځینې خلک د چارچ وړ ګروپونه یا هم شمعې کاروي.»

خو د کابل او ولایتونو اوسېدونکي په داسې حال کې چې دغه د حل لارې په لنډه موده کې ګټورې ګڼي، خو وايي د دې ستونزې حل په بشپړه توګه د انرژۍ پایښت لرونکي او ارزانه د حل لارو ته اړتیا لري.

ومو غوښتل په افغانستان کې د برښنا د پرچاوي د کنټرول په اړه د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې برښنا شرکت وپوښتو، خو ویاند یې حکمت الله میوندي، د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نکړې.

خو د ٢٠٢٤ کال د دسمبر په ٢٨ نېټه باختر خبري آژانس د برښنا شرکت په حواله خبر ورکړی و، چې د انرژۍ د توليد لپاره د حرارتي دستګاوو په کارولو سره په افغانستان کې د بريښنا پرچاوي کمه شوې ده.

د افغانستان برښنا شرکت ویلي و، په کابل کې د تره خېلو د انرژۍ د تولید د حرارتي دستګاه په فعالېدو سره یې پر هېوادوالو د برېښنا پرچاوي کمه کړې ده.

د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه حرارتي دستګاه به يو سل او پنځه ميګاواټه انرژي توليد کړي او د نورو کورنيو او وارداتي سرچينو ترڅنګ به هېوادوالو ته د برېښنا په رسولو کې اغېزمن وي.

د افغانستان برشنا شرکت ادعا کوي، په دې برخه کې له ډیرو هڅو سره توانېدلي چې د تېرو کلونو په پرتله د برېښنا په پرچاوي کې د پام وړ کموالی راولي.

خو یو شمېر خلک په ځانګړې توګه د کابل ښار د ځینو سیمو اوسېدونکي ادعا کوي چې ځینې وختونه دوی د ورځې یواځې دوه ساعته برېښنا لري.

XS
SM
MD
LG