په افغانستان کې چې لا یې هم پر ملیونونو مترمربع ساحو ماینونه او نور ناچاوده مهمات شته، تېر میلادي کال هره ورځ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دغه هېواد کې د ماینپاکۍ ځینې موسسې وايي، د دوی اټکل دا دی، چې په ۲۰۲۵م کال کې به هم ښايي د مرګ ژوبلې شمېر لا زیات شي.
په افغانستان کې د (MDC) په نوم د ماینپاکۍ موسسې رئیس شهاب الدین حکیمي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل:
«په ۲۰۲۴م کال کې موږ هره میاشت په افغانستان کې ۶۰ کسان تلفات درلودل. څرنګه چې اوس د ماینپاکۍ پروګرام تقریباً ۷۰- ۸۰ فیصده په ټپه ولاړ دی، ممکن دا تلفات راتلونکی کال هم ادامه ولري او حتی زیات هم شي. ځکه کډوال له ایران او پاکستانه راروان دي، داخلي بېځایه شوي هم له موجوده سولې په استفاده ممکن خپلو اصلي مېنو ته ستانه شي.»
په افغانستان کې د ماینونو په چاودنو کې معلول شوي کسان وايي د ژوند شرایط یې سخت دي او د خپلو کورنیو د نفقې برابرولو ته حیران دي.
د ننګرهار اوسېدونکی رحیم وايي د ماین چاودنې ورڅخه دواړې پښې غوڅې کړې دي. هغه له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ویلي:
«معذوره هم یم، له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ یم، زه خپله د یوې لویې کورنۍ سرپرست هم یم، د کار کولو بل څوک هم نه لرم، په ډېرې سختۍ مې کورنۍ او ماشومانو ته خواړه برابروم."
د کابل اوسېدونکی نوراغا هم له ورته برخلیک سره مخامخ شوی:
«د ماین په چاودنه کې زما دواړه پښې پرې شوي او یوه سترګه مې ژوبله شوې، ما سره دې ماین چاودنه کې څو نور ملګري هم ټپیان شول، دلته خو موږ له ډیرو زیاتو ستونزو سره مخ یو، معلول انسان ته نه په ټولنه کې او نه په دولت کې څوک حقونه ورکوی، زموږ پر وړاندې اقتصادي ستونزې او د تعلیم دي او زموږ د تګ راتګ برخې کې ډېر ننګونې موجودې دي.»
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا د معلوماتو له مخې دا مهال په افغانستان کې یو ملیون او ۲۰۰زره مترمربع ساحه په ماینونو او نورو ناچاوده مهماتو پوښلې ده.
د دغې ادارې د شمېرو له مخې یوازې د ۲۰۲۲م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴م کال تر فبروري میاشتې پورې ۱۴۰۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۸۶ فیصده یې ماشومان وو.
دا مهال په افغانستان کې له یوې یا دوو پرته، نورې ټولې ملي موسسې چې د ماین پاکۍ په برخه کې کار کاوه، د تمویل د درېدو له کبله فعالیت نه لري او له ۱۰زرو تر ۱۲زرو پورې کارکوونکي یې هم بېکاره شوي دي.
په افغانستان کې د (MDC) موسسې مشر شهاب الدین حکیمي وايي که د ماین پاکۍ ملي موسسې تمویل نه شي، د مرګ ژوبلې شمېر به زیات شي:
«که راتلونکی میلادي کال وضعیت دغسې دوام وکړي، په افغانستان کې به په ځانګړي ډول په ماشومانو او ښځو کې د مرګ ژوبلې ستونزې زیاتې شي.»
په همدې حال کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) تېره سې شنبه (د ډسمبر پر ۳۱مه) په یوه راپور کې ویلي، په ۲۰۲۴ کال کې په ټول افغانستان کې د ماینونو او نورو ناوچاده مهماتو په ۲۳۴ چاودنو کې ۴۵۵ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دغې کمېټې نه دي ویلي چې په دې شمېر کې څو کسان وژل شوي او څو یې ټپیان دي، خو زیاته کړې یې ده چې د قربانیانو له ډلې ۳۵۹ یې ماشومان دي.
په افغانستان کې د ماین پاکۍ د ټولو کورنیو او نړیوالو موسسو د څارونکې او همغږي کوونکې ادارې ام اې ټي سي یوه مسوول محمد یوسف یوسفي ازادي راډیو ته ویلي د تمویل د نشتوالي له کبله یې فعالیتونه ټکني شوي دي.
هغه ویلي که یې مالي مرسته وشي، دوی به لومړی هغه ساحې له ماینونو او نورو ناچاوده مهماتو پاکوي، چې په لومړیتوبونو کې دي.
که څه هم په افغانستان کې اوس د جګړو شدت کم شوی، خو د روسانو د یرغل او په تېرو شلو کلونو کې د جمهوري نظام پر مهال د ځای پر ځای شویو ماینونو او نورو ناچاوده مهماتو د چاودنو خطر نه دی ختم شوی.