د بدخشان ولایت د فیض اباد ښار او د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت سیمه ایزو چارواکو په دغو ولایتونو کې د شپې ګرځېدلو بندیز لګولی دی.
دوی دوی ازادي راډیو سره به خبرو کې ادعا کوي چې طالبانو ورته ویلي چې د شپې له مخې دې په ښارونو یا کلیو کې له "شرعي عذر"” پرته نه ګرځي.
د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د ځینو اوسېدونکو د اعاوو له مخې، په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت امنیه قوماندانۍ په یوه رسمي مکتوب کې امر کړی چې د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د شپې له ۹ بجو وروسته په بازارونو او کلیو کې د ګرځېدو اجازه نه لري.
طالبانو خبرداری ورکړی چې د ګرځبندیز سرغړوونکو ته به سزا ورکړل شي.
په عین حال کې د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد ښار په دریمه ناحیه کې هم پولیسو د یوه مکتوب په صادرولو سره د سیمې اوسېدونکو ته امر کړی چې د شپې له ۱۰بجو وروسته دې له ګرځېدو، راګرځېدو ډډه وکړي. د دواړو ولایتونو اوسېدونکي وايي چې طالبانو خبرداری ورکړی، که چا له دې امر څخه سرغړونه وکړه، سزا به ورکړل شي.
د بدخشان ولایت د فیض اباد ښار یوه اوسېدونکي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل چې د دې امر تر صادرېدو وروسته خلک ان نه شي کولای خپل ناروغان ترروغتونه ورسوي. هغه د خپل غږ د بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې "د شپې له لسو بجو وروسته هېچا ته اجازه نه شته. دوه درې شپې مخکې مو یو ناروغ د منارشهدا له سیمې د فیض اباد روغتون ته انتقالاوه خو له بده مرغه راته ویې ویل چې په هېڅ صورت اجازه نشته .دې مسلې هغو کسانو ته چې کار یا ناروغ ولري ډېره ستونزه جوړه کړې."
خو په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح الله امیري دا خبره ردوي. نوموړي په یوه پیغام کې ازادي راډیو ته لیکلي دي چې پر خلکو د شپې ګرځېدلو بندیز نه دې لګېدلې بلکې په خبره یې د امنیت د ټینګښت لپاره د چک پاینټونو شمېر زیات شوی دی.
د هغه په وینا څوک چې د شپې له خوا تګ راتګ کوي په دغو چک پاینټونو کې پوښتل کېږي.
د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې دی هم د ورته ستونزې له امل نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازاديراډیو نه یې وویل چې"د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د مقر او تګاب عالم سیمو کې څو شپې مخکې یو څه تحرکات وو او پر پوستو فیرونه هم شوي وه، نو ځکه په دې سیمو کې له اته نیمو- نهو بجو وروسته چا ته د ګرځېدو اجازه نه ورکول کېږي او که کوم څوک ونیول شي، سزا ورکول کېږي."
په بادغیس کې چارواکي وايي چې ګرځبندیز یې د خلکو په غوښتنه اعلان کړی دی.
د بادغیس د امنیه قوماندانۍ ویاند صدیق الله له ازادي راډیو سره به خبرو کې دا موضوع تایید کړه خو هغه وویل چې دا اقدام یې د خلکو په خوښه کړی دی.
د بادغیس د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، د قادس اوسېدونکو قومي ستونزې درلودې او ځکه یې د اوربند غوښتنه کوله.
نوموړی وايي "د ۹ بجو په بندیز کې مهم ټکی دا دی چې اړمن کسان له دې مستثنی دي. ګرځبندیر ځکه لګول شوی دی چې د هغې سیمې اوسېدونکو یو شمېر قومي ستونزې درلودې او تل به په کلیو او بانډو کې په اخ او ډب سره اخته وو، نو د مخنیوي لپاره یې د دې سیمو خلک راغلل او حکومت ته یې مراجعه وکړه او له مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د شپې له ۹ بجو وروسته دې د یو څه وخت لپاره له ضرورت پرته په تګ راتګ بندیز ولګول شي."
هڅه مو وکړه چې په دې اړه په بادغیس ولایت کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي هم وپوښتو. خو د والي ویاند احمد جان حنظه او د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
د طالبانو د حکومت له خوا په قادس ولسوالۍ او فیض اباد ښار کې د ګرځبندیز په اړه لږترلږه دوه رسمي مکتوبونه په خواله رسنیو کې هم خپاره شوي او ښيي چې سیمه ایزو چارواکو په دې سیمو کې ګرځبندیز اعلان کړی دی. په دې مکتوبونو کې د دې محدودیت علت نه دی ښودل شوی.
د یادونې ده چې له دې مخکې هم د طالبانو د حکومت سیمه ایزو چارواکو په ځینو نورو ولایتونو کې د شپې له خوا د خلکوپر تګ راتګ بندیز لګولی چې خلکو ته یې په مهمو او ضروري وختونو کې بېلابېلې ستونزې رامنځته کړې دي.