د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

د سعودي له خوا د ایراني وګړو پر اعدام د ایران اعتراض


عکس له ارشیف څخه اخیستل شوی
عکس له ارشیف څخه اخیستل شوی

ایران پر سعودي عربستان وروسته تر دې اعتراض وکړ چې ریاض د یوشمیر ایرانیانو د اعدام خبر ورکړ.

اته کاله مخکې چې کله سعودي عربستان یو شیعه عالم نمر النمر اعدام کړ، مظاهره چیانو په تهران او مشهد کې د عربستان پر دیپلوماتیکو مرکزونو حملې وکړې او د دواړو هیوادونو ترمنځ روابط کړکیچن شول، چې بیا دوه کاله مخکې چین د دغو هیوادونو ترمنځ منځګړیتوب وکړ او ریاض تهران ته، تهران ریاض ته بیرته سفیران ولیږل.

ایران په تهران کې د سعودي عربستان سفیر وروسته تر دې احضار کړ چې ریاض د شپږو ایرانیانو د اعدام خبر خپور کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون په تهران کې د ریاض سفیر ته اعتراض لیک وسپاره. په دې لیک کې راغلې دي چې تهران د ریاض دا اقدام په کلکه غندي او دا نه د منلو دی او نه هم له نړیوالو قوانینو سره سم عمل دی.

د سعودي عربستان خبرې اژانس ( واس) د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت په وینا د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې دغه ایرانیان سعودي عربستان ته د چرسو د قاچاق په جرم د دمام په ښار کې اعدام شوې دي. د عربستان د کورنیو چارو د وزارت په بیان کې د دې کسانو د اعدام مشخصې نیټې ته اشاره نه ده شوې.

د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې سعودي عربستان په دوه زره څلرویشتم کال کې درې سوه اته دیرش تنه اعدام کړې دي. د دغو اعدام شویو له ډلې نژدې یوسل او دیرش تنه بهرنیان دي. په بهرنیانو کې تر ټولو ډیر د یمن دي چې پنځه ویشت تنو ته رسیږي ورپسې یې د پاکستان څلرویشت تنه اعدام کړې دي.

د بښني نړیوال سازمان چې له نولس سوه نویمو کلونو راهیسې په سعودي عربستان کې د اعدام شویو اسناد ثبتوي، ویلي دي چې په نولس سوه پنځه نویم کال کې ریاض یوسل او دوه نوي او په دوه زره دوه ویشتم کال کې یوسل او شپږ نوي تنه اعدام کړي وو چې له دې پرته په تیرو نژدې دیرش کلونو کې پروسږوکال ریاض ډیر کسان اعدام کړې دي. په دوه زره څلرویشتم کال کې د اعدام شویو له ډلې یوسل او اوولس تنه د مخدر موادو د قاچاق په تور اعدام شوې دي.

سعودي عربستان د کپتاګون په نوم د مخدر موادو په یوه بازار بدل شوی دی. دا نشه اي مواد د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال هلته جوړیدل.

د سپتمبر په میاشت کې تر دیرشو ډيرو عربي هیوادونو او د بشري حقونو نړیوالو موسسو د مخدر موادو په جرم د اعدامونو پر زیاتوالي اعتراض وکړ.

د بښني نړیوال سازمان چې هر کال د نړۍ په هیوادونو کې د اعدام شویو شمیرې خپروي، د دوه زره څلرویشتم کال شمیرې یې لا نه دې خپرې کړې، خو وړم کال په نړۍ کې تر ټولو ډیر کسان په چین کې، بیا په ایران او ورپسې په سعودي عربستان کې اعدام شوي وو.

XS
SM
MD
LG