د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د تېرو نښتو په ډګر کې بېګا ظاهرا کراري وه


د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ یوه سیمه د پاکستان له بمبارۍ وروسته
د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ یوه سیمه د پاکستان له بمبارۍ وروسته

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له پرونیو نښتو وروسته تېره شپه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پرتې سیمې نسبتا کرارې وې.

د ډیورنډ پر کرښه، په هغو سیمو کې چې پرون د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې پکې وشوې، تېره شپه ظاهرا کراري وه.

په پکتیا ولایت کې د طالبانو یوه چارواکي چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شی، د شپې ناوخته آزادۍ راډیو ته وویل چې د جګړې په سیمو کې کراري ده، خو هغه زیاته کړه چې د طالبانو ځواکونه اوس د تیارسۍ په حال کې او د دښمن حرکاتو ته د ځواب ورکولو لپاره چمتو دي.

په پکتیا کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي وايي چې ځواکونه یې د تیارسۍ په حال کې دي.

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي آزادۍ راډیو ته وویل چې په سیمه کې اوس کراري ده خو خلک د احتمالي جګړې بیا پیل ته اندېښمن دي.

ډنډ پټان ته څېرمه د څمکنیو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ښوونکي سمیع الله حلیمي تندر خپل د سترګو لیدلی حال آزادۍ راډیو ته بیان کړ"جګړه ډېره سخته درنه وه. په دې کې له غټو وسلو کار اخیستل کېده. پرون سهار وختي پاکستاني ځواکونو پر ملکيانو ډزې وکړې. په لومړۍ مرمۍ چې د کوچیانو پر خیمه ولګېده، ۳ تنه کوچیان شهیدان او ۴ نور ټپیان شول او د کوچیانو تقریبا ۱۲ پسونه او وزې له منځه ولاړې. اوس په سیمه کې وضعیت عادي دی خو د ډنډ پټان ولسوالۍ خلکو خپلې مېنې پریښې دي."

پرون د رییس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د طالبانو د حکومت د سیاسي کمیسیون په غونډه کې هم په دې اړه خبرې وشوې. د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله ایکس پاڼه د دې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی. هغه لیکلي، په دې غونډه کې ټینګار وشو، چې افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه له خپلو خلکو او خاورې څخه د مشروع دفاع حق لري.

په غونډه کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو حکومت په سیمه کې ثبات او نظم غواړي او باید په سیمه کې د داسې اقداماتو مخنیوی وشي چې د کړکېچ د زیاتېدو او د ثبات د له منځه وړلو سبب کېږي.

د طالبانو چارواکي وايي، د دوی يه ځوابي حملو کې ۱۹ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ګڼې پوستې یې ویجاړې شوې دي.

د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ د پاکستان د پوځ د سه شنبې د شپې له بمباریو وروسته چې پر ټولنیزو شبکو د ځوابي اقدام لپاره د طالبانو د حکومت د پوځي وړتیا په اړه پوښتنې رابرسېره شوې د طالبانو حکومت پرون له درې ورځني ځنډ وروسته د غچ اخیستو ورکړ.

د طالبانو دفاع وزارت وویل چې له خوست او پکتیا ولایتونو څخه په ځوابي حملو کې ۱۹ پاکستاني سرتېري وژل شوي او د هغو ګڼې پوستې ویجاړې شوې. ویل کېږي چې دا حملې د پکتیا له ډنډ پټان او د خوست ولایت له علیشېر ولسوالیو څخه شوې دي.

پاکستاني چارواکو تایید کړې چې د طالبانو د ځواکونو له پوستو څخه د شمالي وزیرستان او کُرمې پر څو سیمو بریدونه شوي دي. پاکستان پوځ ویلي دي چې دا بریدونه بهرنیو وسله والو چې د خوارجو په نوم یاد شوي د طالبانو له پوستو څخه په استفادې کړې دي.

د پاکستاني پوځ ادعا کړې ده چې د دې حملو په ځواب کې یې ۱۵ تنه بهرني وسله وال یا افغان طالبان وژلی دي. پاکستان د خپلو یوازې درې سرتېرو ټپي کېدل تایید کړي دي. آزادي راډیو له دواړو خواوو د مرګ ژوبلې ارقام په خپلواک ډول نه شی تاییدولای.

XS
SM
MD
LG