د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

زرګران وايي کاروبار یې پيکه شوی


AFGHANISTAN
AFGHANISTAN

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمیر زرګران وایي د سرو زرو د پلور او پیر بازارونه ساړه شوي دي. دوی ازادي راډیو سره خبرو کې د سرو زرو د بیې لوړېدو او د خلکو ناسم اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره وايي، چې د کار خونده یې نه ده پاتې.

د بلخ ولایت اوسېدونکی او په مزارشریف ښار کې د یوې زرګرۍ خاوند فردین ازادي راډیو ته وویل چې د سرو زرو بیه د تېرو شپږو میاشتو په پرته نسبتا لوړه شوې ده.

ده د سرو زرو د پلور او پېر د بازارونو د سړېدو په اړه وویل:

«په هر ګرام سرو زرو کې له درې تر درې نیم سوو توپیر راغلی د خلکو وسه هم د جمهوریت په پرتله ټیټه ده ځکه خو زموو د پلور کچه کمه ده.»

د کابل ښار اوسېدونکی او د یوې بلې زرګرۍ خاوند فیصل هم د سرو زرو د بیو له لوړېدو او د بازارونو د سړېدو خبره کوي:

«مخکې یو ګرام سره زر تر ۴۳۰۰ افغانیو وو، اوس ۴۸۰۰ افغانیو ته لوړه شوي، د ډالرو لوړېدل هم خپل اغېز کړی او بلخوا ژمی هم دی کله چې ژمی وي، پلور او پېر کمېږي بازارونه کابو ۷۰ سلنه کمرنګه شوي دي.»

دا زرګران وايي، ځینو هغو کسانو چې مخکې سره زره پېرلي وه اوس د خپلو ورځینو لګښتونو د برابرولو لپاره یې پلور ته اړ شوي او هغوی چې د سره زرو د پېر نیت لري د بیو د لوړوالي او بې وسۍ امله یې اخیستو ته زړه نه ښه کوي.

د "ګولډ پرایز" وېب پاڼې د معلوماتو له مخې چې په ځانګړې توګه په نړۍ کې د سرو زرو ورځنۍ بیې څاري، د ۲۰۲۴ د ډسمبر په ۲۷ یې د هر اونس سرو زرو بیه کابو ۲۶۲۰ ښودلې او د دغې وېب پاڼې د تېرو شپږو د میاشتو معلوماتو له مخې بیا د جون میاشتې پخ وروستیو کې د هر یو اونس سرو زرو بیه ۲۳۲۶ ډالر ویل شوې ده.

ویل کېږي چې سرو زرو د بیو لوړېدل او ټیتېدل ډیر د ډالرو په بیې پورې تړلي دي.

په افغانستان کې خلک په ځانګړي ډول د ودونو، کوژدو او محفلونو لپاره سره زر ډېر اخلي، خو د افغانستان د سرو زرو په بازارونو کې یې د بیو اوسنۍ لوړې کچې یو شمیر افغانان اندېښمن کړي دي.

د بامیانو ولایت اوسېدونکی عباس چې دو نیم کاله یې له کوژدې کېږي ر وایي د واده نیت یې کړی و خو په خبره یې کله چې د سرو زرو له له لوړو بیو خبر شو ویې ځنډولو.

«له بده مرغه د ډیرو لګښتونو او بې کارۍ له امله مې واده وځنډېده، ځکه نه مې شو کولای چې د واده لګښت پوره کړم، زما اندېښنه دا ده چې له یو خوا بې کاري ده بلخوا د سرو زرو بیه لوړه شوې ده، که سره زر نه وي نه نجلۍ واده مني او نه د نجلۍ کورنۍ.»

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی عبدالله چې تازه یې واده کړی وایي د واده او سرو زرو د لګښتونو له امله د خپلو ځمکو پلور ته اړ شوی دی.

«ما د سرو زرو د اخیستلو لپاره له ملګرو پور وغوښت، ځکه د سرو زرو بیه ډېره لوړه شوې وه خو د ټولو وضعیت خراب دی چا پور را نه کړ، زه هم مجبوره شوم چې ځمکې وپلورم ځکه سر زره ډېر لوړ دي.»

له دې سره یو شمېر هغه ښځې چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال یې دندې درلودې، خپلې یوه اندازه پیسې به یې د ګاڼو خصوصا سرو زرو پېرولو ته سپما کولې.

دوی وایي د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له دندو لرې شوې او اوس له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نه شي کولای چې ځان ته سره زر یا نوره ګاڼه واخلي.

ښځې د زرګرۍ مخته
ښځې د زرګرۍ مخته

له دې ډلې مرسل ازادي راډیو ته وویل:

«د سرو زرو بیه ډېره لوړه شوې، له هغه وروسته چې زه اوزګاره شوم بیا مې سره زر ونه شو اخیستلی مخکې مې چې دنده درلوده یوه اندازه تنخوا به مې سپما کوله او سره زر به مې پرې اخیستل خو اوس شرایط داسې دي چې نور سره زر نه شو اخیستلی.»

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د شنبې ورځې (د ډسمبر۲۸مې) د معلوماتو له مخې، د کابل په بازارونو کې د یو ګرام قطري عیارو سرو زو بیه ۵۹۵۰ افغانۍ، د یو ګرام سینګاپوري عیارو سرو زرو بیه ۴۹۰۰ افغانۍ او د یو ګرام عربي عیار و سرو زرو بیه ۴۸۵۰ افغانۍ ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نړیوالو سازمانونو د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د خلکو د اقتصاد کچه راټیټه او د بې کاریو کچه لوړه شوې ده.
په افغانستان کې ډېری ځوانان له بې کاریو سره مخ دي او د خپلو ودونو د لګښتونو په ځانګړي ډول خپلو کوژدنو یا نامزادانو ته د سرو زرو د پېرلو لپاره د پیسو پیدا کولو او کارموندنې په موخه ان په نا قانونه لارو او سختو کړانونو نورو هېوادونو ته کډوال کېږي.

XS
SM
MD
LG