من موهن سینګ چې له ۲۰۰۴ نه تر۲۰۱۴ کاله پورې د هند د صدراعظم په توګه دنده ترسره کړې، د ۹۲ کلونو په عمر پرون (د ډسمبر ۲۶مه) د نوي ډيلي په یوه روغتون کې سا ورکړه.
د هند حکومت نن- د مرغومي ۷مه په یوه اعلامیه وویل، " د مرحوم د درناوي لپاره، پریکړه شوې چې په ټول هند کې به اووه ورځې دولتي ماتم د جنوري تر لومړۍ نیټې پورې دوام پیدا کوي. د اعلامیې له مخې دا پریکړه هم شوې چې د هغه جنازه به د دولتي مراسمو په ترڅ کې ترسره کیږي او په ټول هیواد کې به په دولتي ودانیو کې د هند بیرغ نیم ځوړند وي.
د هند د کرکټ ملي لوبډله چې د آسترالیا په میلبورن کې د دې هیواد له ملي لوبډلې سره ټسټ لوبه کوي، نن جمعه داسې مهال د لوبې ډګر ته ووتله چې لوبغاړو یې په لاسونو تورې پټې تړلې وې څو من موهن سنګ ته درناوی څرګند کړي.
د من موهن سنګ د مړینې په مناسبت د اوه ورځې ویر پرمهال به د هند بیرغ په ټولو دولتي ادارو کې نیم ځوړند وي.
د هند د اپوزیسیون، کانګرس ګوند چې من موهن سینګ یې مشر پاتې شوی، نن په یوه بیان کې وویل چې د پخواني صدراعظم جسد به د شنبې په سهار د یوه ساعت لپاره په نوي ډیلي کې د ګوند مرکزي دفتر ته یوړل شي ترڅو عام خلک او د کانګرس غړي درناوی ورته وړاندې کړي او بیا به د وروستیو مراسمو ځای ته ولیږدول شي.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې د هند صدراعظم نرندرا مودي وویل "هند غمجن دی چې یو له خورا مشهورو مشرانوڅخه یې له لاسه ورکړ."
په عین حال کې هندي رسنیو بیا د هغه د لاسته راوړنو د میراث ستاینه کړې. ټایمز آف انډیا ورځپاڼې پر لومړي مخ لیکلي "هغه سړی چې د هند هیلو ته یې عملي بڼه ورکړه."
انډین ایکسپریس ورځپاڼې بیا تردې سرلیک لاندې چې "مودي هند د نړۍ پرمخ پرانیست" د هغه پرژوند او فعالیتونو یوه لیکنه خپره کړې ده.
من موهن سینګ د صدراعظم په توګه د خپلې لس کلنې واکمنۍ په موده کې د افغانستان له پخواني حکومت سره ښه اړیکي پالل.
پخواني ولسمشر حامد کرزي او د نړۍ نورو مشرانو د من موهن سنګ پرمړینه خواشیني ښودلې ده.
د افغانستان پخواني ولسمشرحامد کرزي د موهن سینګ پرمړینې خپګان څرګند کړی او ویلي یې دي چې هند یو له خورا ځلیدونکو بچیانو څخه له لاسه ورکړ.
ښاغلي کرزي د دې ترڅنګ هغه د افغانستان د خلکو یو ثابت متحد او ملګری بللی او د هغه کورنۍ، د هند حکومت او د خلکو ته یې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي.
د من موهنګ سینګ د واکمنۍ په موده کې نوي ډیلي له کابل سره د سیاسي او اقتصادي ټینګو اړیکو ترڅنګ زرګونه افغان محصلانو ته په هغه هیواد کې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړه او هم یې په دې موده کې د افغانستان له بیارغونې سره د شاوخوا درې میلیارډ ډالرو مرسته وکړه.
د فرانسې ولسمشرایمانویل مکرون پز خپله ایکس پاڼه د هغه پرمړینې خفګان څرګند کړی او ویلي یې دي چې هند یو لوی شخصیت له لاسه ورکړاو فرانسې هم یو ریښتینی ملګری.
من موهن سنګ د هند په اقتصادي وده کې د مهم رول پخاطرستایل کیږي خو دوهمه دوره یې له فساد، ورو ودې او لوړانفلاسیون سره مله وه.
من موهن سنګ چې یو ټکنوکرات و، د صدراعظم په توګه د کار په لومړۍ دوره کې د هند په اقتصادي وده کې د مهم رول پخاطرستایل کیږي خو دوهمه دوره یې له فساد، لویو رسواییو، سوکه ودې او لوړانفلاسیون سره مله وه.
من موهن سینګ په ۱۹۳۲ کال کې د ګاه په نوم د خټینو کورونو په یوه کلي کې چې اوس په پاکستان پورې تړلی دی، وزیږید. هغه د اقتصاد په برخه کې زده کړو ته مخه کړه تر څو په دې ګڼ نفوسه او لوی هیواد کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو لارې چارې ومومي. من موهن سنګ د بریتانیا په کیمبرج پوهنتون کې د اقتصاد په برخه کې ترماسټري پورې زده کړې وکړې او د اقتصاد په برخه کې یې دوکتورا له اکسفورډ پوهنتون څخه اخیستې وه.
ښاغلي سنګ مخکې له دې چې د صدراعظم په توګه دنده پیل کړي، په ډیرو ملکي ادارو کې په مختلفو پوستونو کې دندې ترسره کړې، د هند د مرکزي بانک د رییس او همداراز د ملګرو ملتونو په ګډون په یوشمیر نړیوالو ادارو کې یې مختلفې دندې ترسره کړې.
من موهن سنګ همدارنګه د خپلې واکمنۍ په موده کې له متحده ایالاتو سره یو مهم اټومي تړون لاسلیک کړ ترڅو د اټومي انرژۍ پرمټ د انرژۍ په برخه کې د هند زیاتیدونکي اړتیاوې پوره کړي.