د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

د سوریې نویو چارواکو په ځینو سیمو کې ګرځبندیز ولګاوه


Syria
Syria

د دولتي رسنیو په وینا دا ګرځبندیز وروسته تر دې ولګول شو چې هلته د مظاهرو له امله وضعیت کړکیچن شو.

د سوریې سمندر ته په نژدې سیمو کې امنیتي وضعیت وروسته تر دې کړکیچن شو چې پرون مظاهرې وشوې او چارواکو په ځینو سیمو کې موقتي ګرځبندیز اعلان کړ.

نویو چارواکو ویلي دي چې د پخواني حکومت خلک په دې کې لاس لري.

د سوریې پولیسو په حمص ښار کې د شپې په مخه ګرځبندیز اعلان کړ.

رویټرز اژانس د سیمه ییزو په وینا راپور وکړ چې د دې مظاهرو مشري علویانو او شیعه و کوله.

دغه اژانس څرګندوي چې سمدستي د رامنځته شویو ګډوډیو کچه نه شي معلومولی او د مظاهره چیانو د غوښتنو په اړه یې هم معلومات نه دې ترلاسه کړي.

د سیمې یوشمیر اوسیدونکي وایي چې دا مظاهرې د دې لپاره شوې دي چې په وروستیو ورځو کې پر علویانو فشارونه زیات شوې دي. علویان تر ډيره داسې ښکارې، چې پخواني ولسمشر بشار الاسد ته چې سني یاغیانو د ډسمبر په اتمه پسې واخیست، وفاداره دي.

د سوریې د نوې واکمنې ادارې مشري هیات تحریر الشام ډله کوي او د دې ادارې ویندویانو تر اوسه په حمص کې د ګرځبندیز د لګیدو په اړه څه نه دې ویلي.

دولتي رسنیو پرون وویل چې، دا ګرځبندیز د ماښام له شپږ بجو د سهار تر اتو بجو دی.

که څه هم دې رسنیو ویلي دي چې راتلونکې شپه به ګرځبندیز نه وي، خو لاهم وضعیت څرګند نه دی چې دا قیودات به ادامه پیدا کړي که نه.

د سوریې نویو مشرانو بیا بیا دا ژمنه کړې ده چې د لږکیو مذهبي ډلو حمایت به کوي. دوی دا ویره لري چې پخواني یاغیان ښایي په سوریه کې د اسلام سخت دریځه بڼه پلې کړي.

د سوریې په ځینو نورو برخو کې هم، د طرطوس په شمول چې سمندر ته نژدې پرتې دي وړې وړې مظاهرې شوې دي چې د دغو سیمو هم اکثر اوسیدونکي علویان دي.

دا مظاهرې وروسته تر دې وشوې چې په خواله رسنیو کې داسې ویډیو خپره شوه چې د حلب په ښار کې د علویانو په یوه زیارت کې اورلګیدلی دی او وسله وال کسان شاوخوا د انسانانو له جسدونو سره ګرځي راګرځي.

پرون داسې راپورونه خپاره شول چې په ساحلي سیمو کې د سوریې د کورنیو چارو د وزارت پرځواکونو بریدونه شوې دي. چارواکي وایي چې دا کسان د پخواني رژيم کسان دي چې د دې بریدونو له امله یوشمیر کسان وژل شوي او ټپيان شوې دي.

XS
SM
MD
LG