د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

په قزاقستان کې په هوايي پېښه کې ۶۷ تنه مړه شوي


teaser Aktau plane crush
teaser Aktau plane crush

په قزاقستان کې د اذربایجان د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو له امله لسګونه کسان مړه شوي دي.

له اذربایجانه د روسیې پر لاره یوه مسافر وړونکې الوتکه نن (د دشمبر ۲۵ مه) په قزاقستان کې لوېدلې او لږ تر لږه ۶۷ کسان پکې مړه شوي دي.

چارواکو ویلي د لومړنیو معلوماتو له مخې تر ۳۰ زیات ژوندي پاته دي.

د اذربایجان د لوی څارنوال دفتر په باکو کې خبریالانو ته وویل چې لږ تر لږه ۳۲ تنه ژوندي پاتې شوي او تر درملنې لاندې دي.

د قزاقستان د روغتیا وزارت ویلي، چې د دوو ماشومانو په ګډون ۲۷ کسان سیمه ییز روغتون ته ور وړل شوي دي. ویل شوي، چې د ۱۱ کسانو حالت نازک و او تر جدي څارنې لاندې دي.

د قزاقستان د روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوو کوچنیانو په ګډون ۲۷ کسان روغتون ته انتقال شوي دي. په اعلامیه کې زیاته شوې چې د ۱۱ کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

د بیړنیو حالاتو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ژغورنې ټيمونه د پيښې ځای ته رسېدلي دي او هلته لګېدلی اور وژل شوی دی.

د پيښې له ځایه اخیستل شوې ويډیوګانې ښيي چې الوتکه پر مځکه سرچپه لوېدلې او یوه برخه یې د وزرونو او پاتې برخې څخه ماته شوې ده.

د اذربایجان هوايي شرکت ویلي، دا امبرایر ۱۹۰ الوتکه له باکو څخه د چیچنیا پلازمېنې ګروزني ته روانه وه، خو له اقتاو څخه شاوخوا درې کیلومتره لرې بېړنۍ ناستې ته اړه شوه.

د الوتکې د لوېدو لامل سمدستي نه دی معلوم شوی. د قزاقستان پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.

د روسیې د ترانسپورت فدرال هوايي ادارې یوه ویاند ویلي، لومړني معلومات ښيي چې د الوتکې له مرغۍ سره تر ټکر وروسته بیړنی حالت رامنځته شو او پيلوټ په قتاو کې د کښیناستو پرېکړه وکړه.

د قزاقستان ولسمشر قاسم زومارت توقایف د دې پېښې د څېړلو لپاره د صدراعظم د مرستیال قانت بوزیمبایف په مشرۍ، یو ځانګړی کمېسیون جوړ کړی دی.

توقایف چارواکو ته هم لارښوونه کړې چې د پلازمینې استانه څخه د ډاکټرانو یوه ډله اقتاو ته واستوي چې د ژغورنې په چارو کې مرسته وکړي.

د اذربایجان ولسمشر الهام علییف په روسیه کې د کامن ویلت یا ګډو ګټو هیوادنو د غیر رسمي سرمشریزې لپاره خپل سفر لنډ کړ او بیرته باکو ته ستون شو.

XS
SM
MD
LG