د طالبانو حکومت وايي چې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي ځواکونو د تېرې شپې په برید کې ۴۶ کسان وژل شوي او ۶ نورټپیان شوي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ازادي راډيو مشال څانګې ته ویلي چې په وژل شویو کې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.
نوموړي ویلي چې یو شمېر قربانیان د سیمې اوسېدونکي او ځینې یې د وزیرستان بې ځایه شوي کډوال دي.
ذبیح الله مجاهد دا هم ویلي چې دا هوايي برید تېره شپه د برمل پر شین سترګۍ اډې، سورزغمي، الماستې او مرغې سیمو شوی دی.
دا سیمې د ډیورنډ کرښې د بلې غاړې د جنوبي وزیرستان د ناکراره قبایلي سیمې له انګور اډې سره پوله لري.
په برمل ولسوالۍ کې یوې بلې طالب امنیتي سرچیني د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل، چې په وژل شویو کې د سیمې د یوې کورنۍ ۱۴ غړي هم شامل دي.
نوموړي وویل: «بېګاه د شپې شاوخوا نهه بجې د برمل په لمن، منډیکۍ او مرغۍ سیمه کې د پاکستان له لوري هوايي بمبار وشو چې له امله یې ۱۴ افغانان ووژل شول او نور وزیرستاني کډوال وژل شوي دي.»
د طالبانو د حکومت دفاع وزارت تېره شپه ناوخته له دې هوايي حملې وروسته په خپله اېکسپاڼه کې په یو بیان کې دا حمله غندلې او د افغانستان په خاوره یې وحشیانه برید بللی.
دغه وزارت خبرداری ورکړی چې دا حمله به بې ځوابه پاتې نه شي.
د برمل ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته ویلي چې دا حمله د شپې نژدې ۹ بجې وشوه چې له امله یې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته او کورنه یې وبجاړ شول.
د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي صدیق الله ازادي راډيو ته وویل:
«بېګاه پاکستاني جیت الوتکې د برمل پر بېلابېلو سیمو ګرځېدې وروسته یې بمباري شروع کړه، که څه هم زه دقیق معوملات نه لرم خو ویل کیږي چې تر ۲۰ شلو ملکیان وژل شوي چې ماشومان او ښځې هم په کې شته.»
د برمل اوسېدونکې وايي چې له حملې وروسته د ټلیفوني تماس د پرې کېدو له کبله له د پېښې له سیمې څخه د معلوماتو ترلاسه کول سخته شوي دي.
د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، وویل چې اوس مهال په سیمه کې وضعیت سم شوی او د سیمې اوسېدونکې د وژل شویو کسانو د جنازې مراسم ترسره کوي.
«له خاورو ټول شهیدان راایستل شوي دي او شاید لږ پاتې وي، د روغتونونو والا راغلي وو او خدمتونه یې ترسره کړل، شهیدان ډېر دي او ټپيان به ډېر کم وي، اوس وضعیت نارمل دی خلک د شهیدانو په تدفین اخته دي یعنې خښوي یې، او سیمې ته ډېر زیات طالبان راغلي دي.»
داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د پاکستان هوايي ځواک له دې برید سره هممهاله د خوست او پکتیا په یو شمېر سیمو هم حملې کړي خو په رسمي ډول دا ادعاوې نه دي تاييد شوي دي.
که څه هم د پاکستان پوځ د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ د تېرې شپې د هوايي حملې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو ځینو پاکستاني رسنیو راپورونه ورکړي چې د پاکستان پوځ تېره شپه د پکتیکا په برمل کې د پاکستاني طالبانو د روزنې مرکزونه په نښه کړي او د ټي ټي پي لږ ترلږه ۳۰ وسله وال یې وژلي دي.
خو د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پی ویاند محمد خراساني ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستان هوايي ځواک په برمل کې د وزیرستانونو بې ځایه شوي ملکي کډوال او سیمه ییز افغانان په نښه کړي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان جنګي الوتکې د افغانستان په خاوره کې دننه بمبارۍ کوي.
تر دې وړاندې هم پاکستان د روان ۲۰۲۴ز کال په مارچ کې په پکتيکا او د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې په خوست او کونړ کې بمبارۍ کړې وې چې یو شمیر ملکیان په کې وژل شوي ول.
پاکستان ادعا لري چې د دې هیواد وسله وال مخالفان یا پاکستاني طالبان په افغانستان کې خوندي ځایونه لري خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه ادعا په وار وار رد کړې او د ټي ټي پي موضوع یې د پاکستان کورنۍ مسله بللې ده.
د یادونې ده، د پاکستان هوايي ځواکونو د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ دا برید داسې مهال کړی چې د افغاستان لپاره د دغه هیواد ځانګړي استازي صادق خان د دوشنبې په ورځ (د جدي درېیمه) کابل ته سفر کړی و او پرون (سې شنبه د جدي څلورمه) یې په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي وو چې له یو شمیر طالب چارواکو سره یې لیدلي او د دې لیدنو کتنو هدف، په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو او د دواړو هیوادونو تر منځ د ده په خبره «د ورورګلویزو» اړیکو پراختیا وه.