د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

د اسراییل پوځ د غزې تړانګې په شمال کې یوه روغتون ته د تخلیې امر کړی


په غزه کې الشفا روغتون - عکس ارشیف
په غزه کې الشفا روغتون - عکس ارشیف

د اسراییل پوځ د غزې تړانګې په شمال کې یوه روغتون ته د تخلیې امر کړی دی.

د اسراییل پوځ وویل چې د غزې تړانګې په شمالي بیت لاهیا، بیت هانون او جبالیا سیمو کې یې په روانو پوځي عملیاتو کې د سخت دریځې حماس ډلې وسله وال په نښه کړي دي. حماس د امریکا د متحدو ایالتونو او اروپایي ټولنې له خوا د یوه تروریستي سازمان په توګه پیژندل شوې. د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې د اسراییل پوځ پرون سې شنبې په یوه اعلامیه کې وویل چې د غزې په شمال کې د اندونیزیا له روغتون څخه وسله وال د دوی پرځواکونو د بریدونو لپاره کاراخلي او د دغه روغتون د تخلیې امریې ځکه ورکړی چې له پوځي عملیاتو مخکې ملکي وګړي، طبي کارکونکي او ناروغان په خوندي توګه بل ځای ته ولیږدول شي. فلسطینیان اسراییل تورنوي چې د غزې تړانګې له شمالي برخې څخه د خلکو په ایستلو سره هڅه کوي چې یوه حایله سیمه رامنځه ته کړي، خو اسراییل دغه ادعا ردوي.

د حماس ترکنټرول لاندې غزه کې یوه روغتیایي چارواکي منیر البرش Munir Al-Bursh ویلي، مخکې له دې چې د اسراییل پوځ د سې شنبې د ورځې په لومړیو کې پردغه روغتون برید وکړي او روغتون کې دننه کسان یې وتلو ته اړکړي، د دوشنبې په ورځ د دې روغتون چارواکو ته یې امرکړی وچې هغه تخلیه کړي. د هغه په خبره د غزې په شمال کې پردوو نورو روغتونونو، العوده او کمال عدوان هم اسراییل په پرله پسې ډول بریدونه کوي. یوشمیرډاکټرانو رویترز ته ویلي چې اسراییلي ځواکونو د دوشنبې په ورځ هم د کمال عدوان روغتون په خوا کې عملیات ترسره کړل.

د راپورله مخې د اوکتوبرله پنځمې راهیسې چې په سیمه کې اسراییلي ځواکونو یرغلیز عملیات پیل کړي، د دغو دریو روغتونونو چارواکو د تخلیې لپاره د اسراییل له امرونو سرغړولی دی. اسراییل ویلي چې د روغتیا د نړیوال سازمان په څیرله نړیوالو بنسټونو سره په همکارۍ یې په سیمه کې نورو روغتونونو ته د طبي وسایلو او تجهیزاتو، ناروغانو اود سوند موادو د لیږد چاره اسانه کړې ده. د کمال عدوان روغتون ریس حسام ابوصفیه Hussam Abu Safiya ویلي چې دوی په سلګونو ناروغانو او د هغوی نژدې خپلوانو ته له روغتون څخه د وتلو لپاره د اسراییل د پوځ د امرپه وړاندې مقاومت کړی او زیاته کړې یې ده چې روغتون د اسراییل د پوځ له مکررو بریدونو لاندې دی چې په نتیجه کې یې جنراټورونو، د اکسیجن پمپونو او د روغتون د ودانۍ ځینو برخو ته زیانونه رسیدلي دي. د رویترز د راپورله مخې د اسراییل امنیتي چارواکو ویلي چې دغه سیمه د حماس یوه اډه ده.

په عین حال کې اسراییلي ځواکونو تیره ورځ د غزې په نورو سیمو کې هم عملیاتو ته دوام ورکړچې د ډاکټرانو په خبره په نتیجه کې یې د ملکيانو لپاره د بیړنیو روغتیایي خدماتو د یوه روغتیا پال په ګډون لږترلږه ۹ فلسطییان وژل شوي دي.

د روغتیایي چارواکو په وینا پرغزې د اسراییل د روانو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د وژل شویو فلسطینانو شمیر له ۴۵ زره کسانو او د ټپیانو له ۱۰۷ زره کسانو اوښتی. اسراییل په غزه کې جګړه وروسته له هغې پیل کړه چې د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبر په اومه د حماس په ګډون سختدریځو وسله والو له غزې د اسراییل پرقلمرو بریدوکړ، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا دونیم سوه نور یې یرغمل کړل.

XS
SM
MD
LG