د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

ډاکټران: په هرو لسو ناروغانو کې شپږ يې په تنفسي ناروغیو اخته دي


کابل ښار یوه څنډه
کابل ښار یوه څنډه

د کابل د خیرخانې اوسېدونکې فریبا په دې ښار کې د هوا د ککړتیا له امله شکایت لري.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل، د هوا د ککړتیا له امله یې کوچنی زوی د سږو په ناروغۍ "برانشیت" اخته شوی چې د اقتصادي ستونزو له امله یې د درملنې پیسې نه لري.

د هغې په خبره، "خلک ډير کله د موټر ټایریونه له ډبرو سکرو او لرګیو سره یو ځای سوزوي، دې کار هوا بشپړه ککړه کړې ده، وړوکی زوی مې د سږو په ناروغۍ اخته شوی دی، دا هر کال چې ژمی شروع شي او هوا ککړه شي ناروغه کیږي".

خلک ډير کله د موټر ټایریونه له ډبرو سکرو او لرګیو سره یو ځای سوزوي، دې کار هوا بشپړه ککړه کړې ده، وړوکی زوی مې د سږو په ناروغۍ اخته شوی دی، دا هر کال چې ژمی شروع شي او هوا ککړه شي ناروغه کیږي
د کابل ښار اوسیدنکې فریبا

د کابل ښار د قلعه زمان خان د سیمې یوې بلې اوسېدونکی زینب ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، هوا ډېره ککړه شوې او نه یوازې دا، بلکې د دوی ګاونډیان یې هم ناروغان کړي دي.

زینب وايي، "کله چې شپه شي خلک د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره بخارۍ ولګوي، د شپې له لوري دود او غبار بیخي زیاتیږي، ان خلک د تګ پر مهال لاره سمه نه شي کتلی، دلته خلک په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي، زه خپله د همدې ککړې هوا له امله د ستونې په درد اخته یم".

د کابل ښار روغتیايي کارکوونکي

د کابل ښار د یو شمېر روغتونونو مسولین هم تاييدوي چې د هوا د ککړتیا له امله د څو میاشتو مخکې پرتله اوس په تنفسي ناروغیو کې زیاتوالی راغلی دی.

د داخله ناروغیو متخصص او په کابل کې د یو خصوصي روغتون مشر ډاکتر عبدالهادي شیرزاد په دې اړه ازادي راډيو ته وویل، "د هوا له سړېدو مخکې په هرو شلو ناروغانو کې دوه ناروغان وو خو اوس په هرو شلو ناروغانو چې روغتون ته راځي، پنځلس یې په تنفسي ناروغیو اخته وي او نور پنځه یا شپږ یې نورې ناروغۍ لري، دا ټول د هوا د ککړتیا له امله دي".

د هوا له سړېدو مخکې په هرو شلو ناروغانو کې دوه ناروغان وو خو اوس په هرو شلو ناروغانو چې روغتون ته راځي، پنځلس یې په تنفسي ناروغیو اخته وي او نور پنځه یا شپږ یې نورې ناروغۍ لري، دا ټول د هوا د ککړتیا له امله دي
د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر عبدالهادي شیرزاد

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تر واک لاندې د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې مسول مطیع الحق خالص پرون سې شنبه په یوم خبري کنفرانس کې وویل، د هوا له سړېدو سره د شپې له لوري د کابل ښار هوا ۸۴ سلنه ککړه وی.

نوموړي د هوا د ککړتیا اصلي لامل د سون توکو د کارونې په اړه د کابل ښاریانو د عامه پوهاي د کچې تیټوالی یاد کړ.

د طالبانو د حکومت د کابل ښاروالي هم نږدې لس ورځې وړاندې په خپله فیسبوک پاڼه په یو بیان کې لیکلي وو، د ډبرو سکرو زیات استعمال او د تودوخې په سیستمونو کې د لوګیو د فلترونو نه شتون د ښاریانو ژوند له خطر سره مخامخوي.

په پلازمینه کابل کې د نفوسو زیاتوالی او د انرژۍ د سرچینو نشتوالی د هوا د ککړتیا اصلي لاملونه بلل کیږي، ځکه چې اوسیدونکي یې د بریښنا د بدیل په توګه د لرګیو او سکرو سوځولو ته مخه کوي.

له بلې خوا سږ کال ډیر شمیر کورنۍ د اقتصادي ستونزو او د تېلو او د لرګیو د لوړې بیو له امله د خپلو خونو د تودولو لپاره څېړۍ لرګي نه شي اخیستلای، چې د ښاریانو په خبره ډېری دغه کورنۍ د موټرو د ټایرونو په ګډون پلاستیک او نور لوګي تولیدوونکي توکي کاروي.

ډاکټران سپارښتنه کوي چې په خلک باید په ککړه هوا کې د وتلو پر مهال له ماسک څخه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG